سپورټ نړیوال کرکټ

د ۱۱ نړيوالو جامونو غوره لوبغاړي

لیکنه: مدثر دعوت

ليکنه: مدثر دعوت

د کرکټ نړيوالي شوری نړيوال جام د ملتونو ترمنځ په پنځوس اووريز پارمټ کې يو غوره او دليدلو وړ ټورنمينټ دی.

په نړيوال جامونو کې د هر هيواد له لوري ترټولو پياوړې لوبډله ټاکل کيږي، نو ځکه د لوبو تر نورو لړيو د ډيرو تماشه چيانو درلودونکي وي.

يوازې ډير کم لوبغاړي پيداکيږي چې په پوره زړورتيا سره غوره لوبه ترسره کوي او د مينوالو تنده ماتوي، خو ځينې بيا دا هيله لري چې په پوره هڅه د خپل هيواد په نوم نړيوال جام پورته کړي.

تر دې مهاله پنځوس اوريز نړيوال جام ۱۱ ځلې ترسره شوی دی، خو افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۱۵ز کال کې ورننوتی او په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې يې هم د لوبيدلو ځای پوخ دی.

تر ۱۹۸۷ز کال نړيوال جام پورې يوازې د لوبې غوره لوبغاړي جايزه هغو کرکټرانو ته ورکول کيدل، چې د پام وړ لوبه يې نندارې ته وړاندې کړي وي، که هغه د توپ اچوونې يا د توپوهنې په برخه کې وي.

خو په ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام کې د لوبې د غوره لوبغاړي تر څنګ د ټورنمينټ غوره لوبغاړی هم ور اضافه شو او د ټورنمينټ غوره لوبغاړي ته په هغه صورت کې جايزه ورکول کيږي، چې په روان جام کې يې ترټولو ښه کارګردګي ښوولې وي.

د ۱۹۹۲ز کال راهيسې په ۷ نړيوال جامونو کې د ټورنمينټ غوره لوبغاړي ټاکل شويدي، دا ليکنه ولولئ او هغه لوبغاړي وپيژنئ چې په نړيوال جامونو کې تر ټولو ښه ثابت شوي دي:

۱ـ مارټين کرو (نيوزلينډ ۱۹۹۲ز)

د نيوزلينډ پياوړی توپوهونکی مارټين کرو په ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام کې د لوبډلمشر دنده په غاړه لرله.

کرو په خپلې لوبډلمشرۍ کې په خورا فعاله مشرتوب مشهور وو او هر کله به یې په ډګرساتنه کې نوښت ليدل کيدی چې دا د نورو لوبغاړو تر وس تيره وه.

دده په لوبډلمشرۍ کي په لومړي ځل نيوزلينډ د نړيوال جام ترنيمه پايلوبې پورې ورسيد.

په نيمه پايلوبه کې لوبډلمشر مارټين کرو د پاکستان په وړاندې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه.

کرو خورا چالاکه توپوهنه ترسره کړه، دده په ۸۳ توپونو د ۹۱ منډو ترسره کول ددې لامل شو چې نيوزلينډۍ لوبډله د ۷ لوبغاړو په سوځيدو سره ۲۶۲ منډې ترسره کړي.

خو بدبختي دا وه چې مارټين په ياده لوبه کې زخمي شو، نو پاکستان هم هماغه لوبه وګټله.

د ۱۹۹۲ز کال نړيوال جام د مارټين کرو پيژندګلوي وه، ده په لومړۍ لوبه کې وشوای کولی چې د اسټراليا په وړاندې سليزه ترسره کړي او لوبه يې هم په ۳۷ منډو وګټله.

د نيوزلينډ لوبډلمشر په ياد ټورنمينټ کې تر ټولو ډيرې ۴۵۶ منډي وکړې او د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل شو، خو په دې بريالی نشو چې نړيوال جام د نيوزلينډ په نوم پورته کړي.

کرو په ۲۰۱۲ز کال کې د سرطان په ناروغۍ اخته شو، او په ۲۰۱۶ز کال کې يې د ۵۳ کلونو په عمر ساه ورکړه.

۲ـ سانات جاياسوريا (سريلانکا ۱۹۹۶ز)

په يو ورځنيو لوبو کې سانات جاياسوريا يو تکړه، او قوي لوبغاړی وو، او د سريلانکا لپاره يې په اوپنينګ کې د نه ماتيدونکي کرکټر مسؤليت په ښه ډول ترسره کړی دی.

ده په خپلې لوبډلمشرۍ کې ډير ځل سريلانکا بريا ته رسولې ده.

په ۱۹۹۶ز کال کې جاياسوريا د سريلانکا څخه ځان نړيوال کرکټر ته بدل کړ.

دده په پلان سره هيڅکله په نړيوال جام کې سريلانکايۍ لوبډلې د سټرايک ريټ د ستونزې سره مخ نه شول.

سانات جاياسوريا ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام کې ۲۲۱ منډې ترسره کړې او ۷ لوبغاړي يې وسوځول.

د ټورنمينټ د غوره لوبغاړي ترڅنګ نوموړی، د ۱۹۹۶ز کال نړيوال جام په ګټلو کې د سريلانکا لپاره تر بل هرلوبغاړي په پوره مسؤليت سره خپله دنده په خورا بريا پای ته ورسوله.

سانات لومړنی لوبغاړی وو، چې ۴۰۰ يو ورځنۍ لوبې يې کړې وې او د خپل هيواد لپاره يې ډيرې شل اووريزې لوبې هم ترسره کړې.

دغه کيڼ لاسی کرکټر په ۲۰۱۱ز کال کې د کرکټ له ډګره د خدای په اماني وکړ.

۳ـ لانس کلوسنر (سويلي افريقا ۱۹۹۹ز)

لانس کلوسنر د نړيوال کرکټ يو غټترينه نوم دی.

د سويلي افريقا دغه الراونډر په خپل بال او بيډ سره هر کله مينوال متأثره کول.

ده په توپوهنه کې تر ۴۰ په لوړ اوسط او په توپ اچوونه کې تر ۲۹ په لوړ اوسط توپوهنه کوله.

د ۱۹۹۹ز کال نړيوال جام د کلوسنر د لياقت ښودلو ټورنمينټ وو، په نهو لوبو کې ۴ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو، کله په توپوهنه او کله هم په توپ اچوونه کې.

خو د سويلي افريقا او اسټراليا ترمنځ نيمه پايلوبه خورا ډراماتيکه وه، وروستي اوور کې سويلي افریقا ۹ منډو ته اړتيا درلوده، کلوسنر په لومړيو ۲ توپونو پرلپسې څلوريزې ووهلې، په څلورو توپونو يوه منډه پاتې وه او سويلي افريقا بل توپوهونکی نه درلودی، تماشه چيانو فکر وکړ چې نور نو سويلي افريقا پايلوبې ته تللې ده.

په دريم توپ کلوسينر د دځغاستې هڅه وکړه، خو توپ ژر پيلډ شو، په څلورم توپ سره بياهم کلوسينر توپ د ميډ ویکټ په لور ولوباوه، د منډي هڅه يې وکړه او بريالی هم شو، خو دده ملګري ونشوای کولای چې ځان تر کريسه ورسوي، ویکټ يې له لاسه ورکړع او اسټراليا پايلوبې ته ولاړه.

که څه هم سويلي افريقا پايلوبې ته ونه رسيده، خو لانس کلوسنر د ۲۸۱منډو په کولو او ۱۷ ویکټو په ترلاسه کولو سره د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وشميرل شو.

۴ـ سچن ټنډولکر (هندوستان ۲۰۰۳ز)

که څه هم د يوه توپوهونکې په واسطه په نړیوال جام کې ۴۰۰ منډې، ترټول ښې منډي دې، خوسچن ټنډولکر وشوای کولای چې د ۶۷۵ منډو په ترسره کولو سره تر ۱۹۸۳ز کال وروسته یوځل بيا هندۍ لوبډله ترپايلوبې ورسوي.

په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې انډيا يوازې دوه لوبې بايلولې، هغه هم دواړه له اسټراليا څخه.

انډیا د اسټراليا د ۳۵۰ منډو هدف ته ځان رساوه، دلته ترټولو ډيره هيله د سچن ټنډولکر څخه کيدل،خو سچن په لومړي اوور کې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.

په يوه نړيوال جام کې ۶۷۵ منډې نه هيريدونکې دي، نو ځکه په ۲۰۰۳ز کال نړيوال جام کې دټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

۵ـ ګلن مکګرات ( اسټراليا ۲۰۰۷ز)

ګلن مکګرات د کرکټ د تاريخ يو تيزترينه او پياوړی توپ اچوونکی وو.

دی د توپ په تيزوالي اوپه لين کې د ترسره کولو ډېر ماهر وو، نوځکه دده په شتون کې اسټراليا هيڅکله ترشا نه راتله.

مکګرات په ټيسټ کې، د تيز توپ اچوونکو له ډلې د ترټولو ډيرو ویکټو اخيستونکي وياړ لري، او کولای يې شول چې په ټيسټ کې په ساعتونو توپ اچوونه ترسره کړي، بې له دې چې غلط يا بې لينه توپ ترسره کړي.

ګلن مکګرات د نړيوال جام په تاريخ کې هم ډير بريالی توپ اچوونکی تير شوی، ده په څلورو نړيوال جامونو کې د ۱۸.۱۹ اوسط په درلودلو سره ۷۱ لوبغاړي سوځولي دي.

ګلن په ۲۰۰۷ز کال نړيوال جام کې ۲۶ ویکټې ترلاسه کړې، چې تر اوسه پورې په يوه نړيوال جام کې دومره ویکټې کوم توپ اچوونکي نه دي ترلاسه کړي.

دده په ملاتړ سره اسټراليا وکولای شول چې يو ځل بيا نړيوال جام وګټي، نو ځکه دی د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

۶ـ يوراج سينګ (هندوستان ۲۰۱۱ز)

په ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې د يوراج سينګ مخه په ډيري اسانۍ سره چا نه شوای نيولای.

يوراج سينګ سره له دې چي غوره توپوهنه ترسره کوي يو خطرناکه توپ اچوونکی هم دی.

هغه مهال چې يوراج د ويسټ انډيز په وړاندې سليزه هم ترسره کړه، خو د ټوخي او کانګو له امله د لوبغالي ووت.

په هماغه کال يو وراج سينګ د سرطان په ناروغۍ اخته وو، خو ده نړيوال جام پرينښود او دا ضد يې وکړ چې ترپايه به د لوبډلې سره پاته وي.

په پايلوبه کې هندوستان د سريلانکا څخه بريا خپله کړه او وروسته تر ۲۸ کلونو يې په خپل هيواد کې دننه نړيوال جام پورته کړ.

يو وراج سينګ په همدې ۲۰۱۱ز کال نړيوال جام کې په ناروغ بدن، ۱۵ لوبغاړي وسوځول او ۳۶۲ منډې يې وکړې، نو ځکه بايد د ټورنمينټ غوره لوبغاړی شوی وای، او شو!

۷ـ ميچل سټارک (اسټراليا ۲۰۱۵)

اسټراليا په ۲۰۱۵ز کال کې يوځل بيا وکولای شول چې نړيوال جام وګتي، خو دا ځل ددوی سره يو نوی اتل، کيڼ لاسی تيز توپ اچوونکی ميچل سټارک وو.

په پايلوبه کې ميچل سټارک د نيوزلينډ ډير خطرناکه توپوهونکی برينډن مکولم ډير ژر له مخي پورته کړ، مکولم د خپلي لوبدليېلپاره هرځل ګټونکی ثابت شوی وو.

اوسمهال سټارک د زخمونو له کبله د لوبو کولو څخه لويدلی، خو د خپل دور نسل يو بې ساری توپ اچوونکی دی.

ميچل سټارک په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې ۲۲ لوبغاړې وسوځول او د ټورنمينټ غوره لوبغاړی وشميرل شو.

خو لاهم امکان شته چې نوموړی په راتلونکي ۲۰۱۹ز کال نړيوال جام کې ولوبيږي، او په خپله جادوګره توپ اچوونې سره لوبډلې له ستونزو سره مخ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.