اقتصاد بریا او پرمختګ

د یو هیواد په اقتصاد کې د سیاحت او سفر د سکتور اغیز!

لیکنه: ياران

ليکنه: نورالله عابد

که په یوه هیواد کې پایښت منونکې سوله او ښه حکومتولي وي، نو بیا په اقتصادي کچه پرمختګ یې له هري لارې د لاسته راوړلو وړ وي.

د سیاحت او سفر سکتور د یوه هیواد په اقتصادي پرمختیا کې رغنده او بنسټیز رول لوبوي، چې له دې لارې په مستقیم ډول یو هیواد او عام خلک یې په زیاته کچه ګټه تر لاسه کوي، خو ددې هر څه لپاره تر ټولو بنسټیز شرط د یاد هیواد سولیز چاپیریال ، استراتژیک ارزښت او د سیلانیانو لپاره د پام وړ جغرافیه لرل دي.

په ۲۰۱۸ کال کې لاندې څلور هیوادونه د نړۍ له مختلفو برخو څخه د تر ټولو زیاتو سیلانیانو کوربه وه.

۱:- فرانسه

په ۲۰۱۸ کال کې ۹۰ میلیونه سیلانیانو له فرانسې څخه لیدنه کړې ده، چې له دې لارې د فرانسې حکومت ۷۷.۷ میلیارده یورو ګټه تر لاسه او د سیاحت سکتور په فرانسه کې ۲.۹ میلیونه خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د سفر او سیاحت سکتور ددوی د ناخالص تولید یا GDP تقریباً لس فیصده برخه تشکیلوي.

۲:- هسپانیه

هسپانیه په ۲۰۱۸ کال کې د ۸۲.۶ میلیونه بهرني سیلانیانو کوربه وه چې له دې لاري یې ۱۵۹ میلیارده یورو ګټه تر لاسه کړې ده او دې سکتور ۲.۶۵ میلیونه خلکو ته د کار زمینه مساعده کړې ده.
د سیاحت سکتور د هسپانیې د ناخالص تولید (GDP) ۱۶ فیصده برخه تشکیلوي.

۳:- آمریکا متحده ایالات

د آمریکا متحده ایالات تیر کال د ۷۶ میلیونه سیلانیانو کوربه وه چې له دې لاري یې ۲۴۴ میلیارده ډالر عاید تر لاسه کړی.
دا سکتور ۵.۲۹ میلیونه خلکو ته په آمریکا کې د کار زمینه برابره کړې ده.
د سیاحت سکتور د آمریکا د ناخالص تولید (GDP) ۲.۵% تشکیلوي.

۴:- چین

په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ له مختلفو برخو ۶۸ میلیونه سیلانیانو له چین څخه لیدنه کړې ده چې د چین حکومت له دې لاري ۳.۹۴ تریلیونه ین ګټه تر لاسه کړې ده او دا سکتور په چین کې ۲۲.۵ میلیونه خلکو ته د دندو زمینه برابره کړې ده.
د چین د ناخالص تولید ۲.۱ % له دې لاري څخه لاسته راځي.

په ټوله کې د نړۍ په کچه د سفر او سیاحت سکتور یو پُرعایده او تیز پرمختګ کوونکی سکتور دی.
د ملګرو ملتونو د نړیوال ګرځندویه سازمان له قوله د نړۍ په کچه د سیلانیانو کلنی شمیر ۱.۴ میلیارده کسانو ته رسیږي او همدارنګه د سیاحت او سفر د نړیوالي کمیتې له قوله هر کال له دې سکتور څخه ۸.۸ تریلیونه ډالر ګټه تر لاسه کیږي چې په نړیواله کچه یې ۳۵۰ میلیونه خلکو ته په مستقیم او څه کم ۵۰ میلیونو خلکو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه مساعده کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران