ټولنیز ژوند سیاست

د یوې اغیزناکې وینا لپاره داسې چمتو شئ

ژباړه او راټولونه: حشمت الله رحمتي

دا خیال کول چې کوم کار موږ نه شو کولی، د انسان لویه غلطي ده (سیسرون)

ټول ژوند یوه تجربه ده، ډیرې ازموینې به يې لا غښتلې کړي (رالف والډو ایمرسن)

په دنیا کې هیڅ کار اسانه ندی او هیڅ یو ناممکن هم ندی ( البرټ انسټین)

دا حقیقت دی چې په ژوند کې یوه څو شیان عام دي، د عام څخه مو موخه دا ده چې ټول بشریت ورسره مل دی، یو د هغو شیانو څخه مینه ده چې هر څوک ورسره مخ کیږي، بل یې مرګ دی، هر څوک به یې مزه وڅکي، او بل هم تر تاثیر لاندې راتلل دي، چې په دنیا کې هر څوک تر فشار او تاثیر لاندې راځي، خو بعضې خلک د وینا د ځانګړی فن په لرلو سره نه پریږدي چې ناست مخاطبین دده د تاثیر په اړه پوه شي.

ډېر هغه ويناوال چې نن په نړيواله کچه شهرت لري، يو وخت يې په تش تيلفوني اړيکه له پښو ځمکه ښوېده، بدن يې لړزې اخيسته او پر تن جامې به يې د ژمي يخ موسم کې هم نمجنې شوې؛ خو د وخت په تېرېدو به بيا د دريځ ترشاه يا مېک ته په ورنېږدې کېدو دومره زړور او ډاډمن وو، چې مخاطب لوری به يې تر وخت وړاندې خپل اغېز لاندې راوستی و.

دا ارمان د ډېرو هغو وګړو په زړونو کې دی چې غواړي د ځينو خوله ورو خلکو په څېر دوی هم اغېزمنه وينا وکړای شي، جرآت ولري او ټولنيز شخصيت يې وده وکړي؛ خو ډېر کله د يو شمېر کوچنيو نيمګړتياوو يا ستونزو له امله د کمترۍ په رنځ اخته او خپله اراده په لوی لاس ډاروونکې بلا ته وتړي.

اوس د نړۍ د نورو پرمختګونو ترڅنګ اروايي لاسته راوړنو هڅه کړې، هغه وګړي يا شايقين چې غواړي د تريبون تر شاه يا مېک کې خبرې وکړي کومې لارې چارې دي چې په خپل نفس تر باور موندې وروسته پرته له کومې وېرې خپل هواس راټول او شمېرلې خبرې وکړای شي؟

په دې برخه کې ډېرو مسلکي ويناوالو کتابونه او مقالې ليکلي او هغه لارې چارې يې په ګوته کړي چې په عملي کولو يې تر ډېره بريده دا ستونزه حلېدلی شي.

• لومړی چمتوالی
– تر ټولو مخکې بايد چمتوالی ولرئ او دا درته روښانه وي چې په کومې موضوع خبرې کوئ، څه وخت، چېرته او چا ته؟!

– د دې لپاره بايد په اړونده موضوع کې پراخه مطالعه او ګڼ بېلګيز معلومات ولرئ.

– مهم ټکي بايد له ځان سره د يادښت په بڼه يو سپين کاغذ کې وليکئ

– تمرين وکړئ ترڅو يو کار درته عادي شي لکه: آينې ته درېدل، ويډيو کول، تېلفون کې خپلې خبرې ثبتول، بل ملګري ته غږېدل او نور

– ځان ته د ګډونوالو په نظر وګوره.

– مناسب لباس واغوندئ
– که امکان و تر وينا وړاندې يو ځل د خبرو ځای وګورئ (لکه تريبون او نور چې په مناسب ځای ايښودل شوي که څنګه)

• د وېرې لرې کول
– ځان ډاډه کړئ او خپل ذهن کې يو ښه تصوير ولرئ

– کله چې دريځ يا تريبون درېږئ ساه واخلئ

– روحيات کنترول کړئ

– ځانته يو ښکلې ذهني تصوير جوړ کړئ

– په لنډ ډول هر لوری تر نظر تېر کړئ

– له ځان سره ووايئ دا يوه بې بېلګې وينا ده او زما لپاره ډېره په زړه پورې ده

– خپلو ګوتو ته ټکان ورکړئ

– اوږو ته نرمش ورکړئ

– په خورا ډاډ دريځ ته ودرېږئ/ ژوندي اوسئ

– خوږې څېرې مو تر نظر تېرې کړئ

– مننه وکړئ

• پيل
– د تريبون ترشاه يا مېک ته لنډ ودرېږئ دغه راز داسې ځای انتخاب کړئ چې ټول ګډونوال مو په اسانۍ وويني

– تر پايه لکه مېخ په يو ځای مه ودرېږئ/ باډي لنګوېچ

– خبرې مو پرته له مقدمې پيل کړئ

– آرام وغږېږئ

– د خبرو منځ کې مکث وکړئ

– خوش طبيعتي اوسئ

– د ګډونوالو غوښتنې درک کړئ/ يعني دوی کوم ډول خبرو ته تږي دي

– هيله ورکړئ او وګورئ له څه شي وېره لري

– اړتياوې او غوښتنې يې څه دي

– له يو په زړه پورې حکايت، ټوکې، نوموتي شخص يا تاريخي پېښې يې پيل کړئ

– له خپلو خبرو خوند واخلئ

– اورېدونکي ځينو مهمو ټکو ته متوجه کړئ/ د بحث ارزښت ور وپېژنئ

– خبرې مو بايد په تسلسل ولاړې او مستدللې وي

– ځينې پوښتنې مطرح کړئ؟ بيا يې خپله ځواب کړئ

– يوه مشترکه ستونزه ياده کړئ

وايي: ابراهم ليکلن به په دې هدف خلکو ته نه غږېده چې خلک ووايي څومره ښه ويناوال دی؛ مګر هيله يې دا وه چې خلک دده تر خبرو اورېدو وروسته خپل ژوند کې مثبت بدلون راولي.

دغه راز د په اړه ويل کېږي لومړنی شخص و چې د اغېزمنو خبرو او وينا لپاره يې ۳ توکي اړين وبلل: – منطق، اخلاق او احساس.

د اسلامي تاريخ په اوږدو کې غوره او ډېر اغېز ښندونکی وينا وال بيا محمد رسول الله و چې تراوسه يې نړۍ کې ساری نه دی ليدل شوی. د ده خبرې ډېرې لنډې، پرمعنا او له خوږلنۍ ډکې وې؛ ځکه خو به يې ډېر ژر خپل مخاطب لوری د ځان پرلور ماتوو.

په پای کې بيا هم يادوونه کوم هغه څه چې تاسې يې غواړئ، له امکان لرې نه ده؛ خو په دې شرط چې تمرين وکړئ او اراده پياوړې وساتئ؛ ځکه کلک هوډ د بري لومړی شرط دی

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي