ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

د یوه سالم او متوازن ژوند لپاره درې لومړني قوانین

لیکنه: جان اډیسن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

تیر ژوند ته بیرته په ګرځیدو کې زه په پوره توګه ناکام شوی یم او میرمن مې هم تل همدا پیغور راکوي. څو کاله مې هڅه وکړه چې داسې ژوند ځان ته جوړ کړم، چې د ژوند کولو ارزښت ولري، خو ځینې وخت تیر ژوند ته ګرځیدل ډیر ستونزمن کار دی او نه شې کولی چې له هماغه ژوند څخه خوند واخلې. په دې لړ کې هغه څه چې راسره مرسته وکړه، هغه د خپل د خوښې کارونه و چې ما بیسارې مینه ورسره لرله لکه، کتاب لوستل او د باغچې سمه ساتنه کول.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د کلونو په تیریدو سره زما د ژوند کاري توازن زما د کار د بدلون په پایله کې د سمندر د څپې په څیر بیرته څټ ته ستون شو او خپله خوښي مې وموندله، خو تل هڅه کوم چې د خپلې کورنۍ له غړیو سره واوسم او تر خپل نظر لاندې یې ولرم.

لاندې هغه اړین حقیقتونه دي، چې ما د متوازن ژوند په اړه زده کړي دي:

۱. که چیرې یو څه ستا له ژوند سره مناسب وي، نو ښايي چې هماغه د بل چا له ژوند سره مناسب نه وي

ښايي چې زه یوې پنځه دیرش کلنې میرمنې ته ونه وایم، چې څنګه د خپل د ژوند توازن ومومي. ځکه چې ښايي د هغې ارزښتونه، غوښتنې او نړۍ لید له ماسره توپیر ولري. ښايي د توازن په اړه د هغې نظر هم له ماسره توپیر ولري، نو په همدې اساس یوازې په دې ځان پوه کړه چې ستا او ستا له ژوند سره کوم شیان مناسب دي.

زه او زما میرمن د یو بل د ژوند ښه ملګري یوو او په ګډه سره کار کوو ترڅو د ژوند داسې یو توازن ومومو چې له موږ دواړو سره مناسب وي. لکه څنګه چې د وخت په تیریدو سره زموږ ژوند او د ژوند لومړیتوبونه بدلیږي، نو په همدې اساس یو څه د تل لپاره په لیست کې لومړی ځای نیسي: هغه دا چې، هیڅکله نه پریږدو چې اولادونه مو داسې احساس وکړي، چې ګوندې دوی پر موږ بوج یا اضافه دي.

۲. په دې پوه شه چې په ژوند کې ځینې وخت ځینو شیانو ته شرایط مساعد نه وي

په تجارت، مهارت او یاهم په کوم بل څه کې ښه برلاسي کیدل وخت ته اړتیا لري او ډیری وخت زیات وخت هم نیسي. که غواړې چې په یوه کار کې ماهر شې، نو په دې پوه شه چې ځینې وخت به د نابرابرۍ شرایط هم وي، په ځانګړي توګه کله چې ته په خپل کار کې سم ماهر نه اوسې او هڅه کوې چې ځان مشهور کړې. په دغه وخت کې چې ترټولو ستونزمن کار دی، هغه د ورو تګ دی، له سره براورد کول دي او ځان په توازن له سره برابرول دي. په همدې اساس، هڅه وکړه چې ورو تګ له طبیعت څخه زده کړې. ځکه چې طبیعت تل ورو حرکت کوي، خو ښکلی وي.

۳. د مسوولیت ژور احساس ومنه

خوښیږي مې چې له خپل ځان څخه دغه پوښتنه وکړم، “هغه کوم مهم کار دی چې باید همدا شیبه یې ترسره کړم؟” دغه کار تل د دندې له کارونو سره تړاو نه لري. ښايي دغه کار په خپل کور کې د خپلې کورنۍ له غړیو سره کښیناستل او ګپ شپ واوسي، یاهم ښايي بل څه واوسي، خو حتمي نه ده چې باید دندې پورې اړوند واوسي. په همدې اساس، له خپل ځان څخه په دوامداره توګه د دغې پوښتنې پوښتل ما ډاډمنوي، چې د خپل د وخت د تیرولو لپاره مسوول یم او د مسوولیت دغه ژور احساس منم.

تبصرې
Loading...