بریا او پرمختګ ژوند بڼه

د یوه بریالي ځوان د ژوند مهم رازونه کوم دي؟

لیکنه: ياران

ژباړه او زیاتونه: محمد عزيز پردېس

ځوانې هغه پړاو دی چې، ټول يې د ژوندانه پسرلی او يا هم طلايي دوران بولو. هغه خلک چې دا طلايي دوره يې تېره کړي وي، په ارزښت يې ښه پوهېږي او کله چې د ځوانانو سره مخامخېږي، نو هرو مرو ورته د نصيحت په بڼه وايي چې: د ځوانۍ په قدر پوه شئ او همدا ځواني ده چې خپل ژوند پکې برابرولی شئ.

د ځوانۍ په ارزښت او اهميت ډېر کتابونه، مقالې او ډول ډول اثار ليکل شوي دي او لا به ليکل کېږي؛ خو دلته به، د مختلفو سرچینو څخه په ګټې اخېستو سره، له تاسو سره د يو بريالي ځوان په ځانګړنو خپل راټول شوي مالومات شريک کړو چې په لوستلو به يې ډېرڅه ترلاسه کړئ.

څرنکه کولی شو د ځوانۍ د طلايي دورې څخه په ښه ډول ګټه پورته کړو؟
څرنګه کولی شو يو بريالی ځوان واوسو او دا احساس کړو چې ځواني مو بې ځايه او بې ګټې نه ده تېره شوې؟
غوره به دا وي چې د دې ډولو پوښتنو د ځوابولو لپاره د يو بريالي، هوډمن او غښتلي ځوان په ځانګړنو پوه شو او وګورو چې له يو بريالي ځوان څخه څومره واټن لرو.

ډېری خلک په دې باور دي، چې ګواکې برياليتوب يانې د يو ستر کار ترسره کول يا هم اتل کېدل دي؛ خو داسې نه ده. برياليتوب يانې د خپل ژوند څخه پند اخېستل او ګټه پورته کول او د خپلو ځانونو څخه تل دا ډول پوښتنو کولو ته وايي:
مونږ څوک يوو؟ د چا لخوا دې خاورينې نړۍ ته راغلي يوو؟ ولې راغلې يوو؟ موخه مو څه ده؟ او په کوم لوري ځو؟
يو بريالی، غښتلی، هوډمن او با احساسه ځوان د لاندې ځانګړنو درلودوونکی/درلودونکې وي:

– موخې لري، داسې موخې چې د هغه راتلونکی روښانه کړي
د برپاليتوب تعريف ته په کتو د برياليتوب ترټولو مهمه ټکی، په ژوندانه کې د موخې لرل دي. بريالی ځوان هغه څوک دی چې په ژوندانه کې لنډمهاله، منځ مهاله او اوږد مهاله موخې لري او خپلو اهدافو ته په کتو پرمخ ځي. بريالی ځوان د ژوندانه په ټولو برخو کې د ځان لپاره موخې ټاکي. غښتلی ځوان خپلې موخې ليکي او هغو ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي. هغه څو څو ځلې موخې سنجوي، پرې فکر کوي، د خپلو موخو ترمنځ واټن ځان ته مالوموي او د دې په هڅه کې وي، چې څومره ژر او په ښه ډول کولی شي، خپلو موخو ته ورسېږي.
هغه خپلو شرايطو ته په کتو ګامونه اخلي او د هر ګام لپاره د ښه فکر او غور څخه ګټه اخلي. هغه لنډ فکر نه لري او هر څه ته د خپلو مالوماتو او تجربو په اساس ګوري.

– هيله لري، داسې هيلې چې د ترلاسه کېدو وړ وي
يو بريالی ځوان خپلې راتلونکې ته هيله مند وي، هغه په دې پوهېږي چې هرڅوک په خپل ژوند کې د ستونزو سره لاس او ګرېوان وي او هېڅوک بې ستونزې نه دی. هغوی هيله مند وي او خپل ژوندانه ته په مثبت ليد ګوري او هېڅکله د بدبينۍ او تعصب په عينکو کې چا ته نه ګوري.
ممکنه ده په ژوندانه کې د هرچا پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون ولري، چې هغوی د خپلو موخو څخه راوګرځوي او يا هم ډېری داسې کسان شته چې هېڅ ډول ستونزې نه لري، خو د خپل ژوند لپاره اصلا کومې موخې نه لري، خو بریالی ځوان په دې پوهېږي چې څه ډول د خپلو ستونزو پر وړاندې څه ډول مبارزه وکړي او څنګه خپلو موخو ته ځان ورسوي.

هغه هېڅکله وړو او عادي ستونزو ته نه تسلېمېږي، هغه په دې پوهېږي چې ژوند لنډ دی او په دې نه ارزي چې دی دې هرې ستونزې ته تسليم شي او وخت دې پرې تېر کړي. يو بريالی ځوان په خپل نفس اعتماد لري او په خپلو وړتياوو ډاډه وي. هغه په دې پوهېږي چې دی د ډېرو سترو کارونو وړتيا لري او په دې پوهېږي چې خپلې وړتياوې په کومو ځايونو کې په کار واچوي. غښتلی ځوان هر سهار د يوې نوې هيلې سره دې ښکلې نړۍ ته ښه راغلاست وايي او هېڅ څه نشي کولی چې د هغه د برياليتوبونو پر وړاندې خنډ شي. کېدای شي داسې فکر وکړئ، چې دا څه مو چې وويل؛ دا هسې خيالي خبرې دي، خو هېڅکله هم نه.
خپل شاوخوا ته همدا اوس په ځیر سره وګورئ، ټول چاپېريال تاسو ته مسک دی او له تاسو څخه هيله لري، چې کار وکړئ، مينه وکړئ، له يو او بل سره ښه اخلاق وکړئ.

دا راسره ومنئ چې ستاسو پر وړاندې شته ستونزې، ډېری تاسو پورې اړه لري او دا خپله ياست چې تل ځان ته پلمې لټوئ.
سمه ده، دا منو چې بيرونۍ ستونزې شته، خو دومره نه دي چې تاسو له پرمختګ څخه وژغوري.

ډېری بريالي ځوانان چې نن يې خپل شاوخوا ته ګورئ، دوی په سانۍ سره دې ځا ته نه رسيدلي، ستونزې یې ګاللي، خولې يې تويې کړي، د خلکو خبرې يې اوردېدلي….. چې دې مرحلو ته رسېدلي دي.

– د خپلې کورنې په رښتيني ارزښت پوهېږي
يو بريالی ځوان د خپلې کورنۍ په ارزښت پوهېږي او هغوی هېڅکله نه هېروي او په دې پوهېږي چې کورنۍ ترټولو ښه ملګرې ده. هغه تل د دې په هڅه کې وي چې د کورنۍ ترمنځ اړيکې پياوړې وساتي او که کله هم په کورنۍ کې کومه ستونزه يا د نظرياتو اختلاف پيدا کېږي، نو دی کوښښ کوي چې ژر تر ژره يې حل کړي.
هغه د خپل پلار او مور ترمنځ دوستانه اړيکو ته ژمن وي او په هېڅ صورت نه غواړي چې د پلار او مور ترمنځ يې واټن رامنځ ته شي. يو بريالی ځوان د دې پر ځای چې تل د خپلې کورنۍ څخه د اسانتياو او امکاناتو غوښتنه وکړي، هڅه کوي پخپله ځان ته امکانات برابر وکړي او که ممکن وي کورنۍ سره هم لازمه مرسته وکړي او د هغوی لاسنيوی وکړي.

– کار کوي او د خلکو خبرو پسې نه ګرځي
ډېری ځوانان فکر کوي چې د ځوانۍ دوره پای نه لري او تل به ځوانان وي، کله چې هغوی ته وويل شي چې، خپلې ځوانۍ څخه ګټه پورته کړئ او په قدر يې پوه شئ؛ نو دوی يې په ځواب کې وايي: مونږه او زړښت؟ زمونږ او د زړښت ترمنځ ډېر واټن دی.
خو د سترګو په رپ کې د ځوانۍ عمر تېرېږي، که يې په ځوانۍ کې هڅه کړي وي، کار يې کړی وي، نو څه خبر به نه وي، خو که د ځوانۍ طلايي دوره يې په ناوړه او بې ګټو کارونو تېره کړي وي، نو بيا به د کمزورۍ او زړښت په دې فصل کې ستاسو د لاسه هېڅ هم نه کېږي او پښېماني به هم کومه ګټه نه لري.

يو بريالی ځوان د خپلې ځوانۍ څخه پوره ګټه اخلي، کار کوي، سپما کوي، زده کړه کوي، تجربې حاصلوي؛ ترڅو په زړښت او د کمزورۍ په ستونزمنو شېبو کې يې چاته لاس اوږد نه شي.
د ځوانۍ دوره د زده کړې لپاره ترټولو غوره او ښه دوره ده، دا سمه ده چې د زده کړې لپاره هېڅکله ناوخته نه ده، خو دا هم ومنئ، کومه زده کړه چې په ځوانۍ کې ترسره کېږي، د زړښت او بوډاتوب په دوران کې نشي ترسره کېدلی.

يو بريالی ځوان خپلې راتلونکې ته فکر کوي او د خپلې راتلونکې لپاره برنامه جوړوي او هڅه کوي.

يو بريالی ځوان هېڅ کله بېکاره نه پاتې کېږي، هغه تل د دې په هڅه کې وي چې خپل مهارتونو لوړ کړي. دا د دې مانا نه ورکوي چې ګواکي بريالی ځوان به تفرېح او ارامښت ته اړتيا نه لري، بلکې هغه د تفرېح لپاره هم برنامه لري او خپل د فراغت وخت هم په ښه ډول سره تېروي.

– بريالی ځوان تل په شونډو موسکا لري.

– بريالی ځوان خپلې کورنۍ، خپلو ملګرو او خپلو همکارانو ته هم وخت ځانګړی کوي.

ـ بريالی ځوان لوبې، ټوکې او تفرېح هم کوي، خو هېڅکله د خپلې موخې څخه نه لرې کېږي.

دا په ياد ولرئ چې هر ډول جغرافيايي، فرهنګي، اقتصادي، کورني… حالاتو کې که ياست، تاسو د برياليتوب وړتيا لرئ. که وغواړئ، کولی شئ چې هر ډول برياليتوب ته ورسېږئ، خو شرط دا دی چې، پخپل ځان باور ولرئ. همدا اوس هم ناوخته نه ده، پاڅېږئ، روان شئ، فکر وکړئ، برنامې جوړې کړئ او ستونزوه ته (نه) ووايئ.

اخذليک: جام جم

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران