روغه سټه ګټه وټه

د یخو اوبو ګټې؛ ویښتان مو ښایسته کوي او له کم خونۍ مو ژغوري

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

تاسې به لیدلي وي چې ځینې خلک په سړو یا یخو اوبو له حما کولو ویریږي. کیدای شي په کور کې مو هم داسې څوک وي یا ممکن خپله یاست چې کله درته کور کې اوبه ګرمې نه کړي بیا ویریږئ او وایئ چې باید اوبه ګرمي شي او بیا پرې لامبه وکړئ.

تر څنګ به مو دا هم اوریدلي وي چې ډیرې اوبه څښل پوستکی ځوان او رنګ تازه ساتي، هدف یخې یا تازه اوبه دي، نه جوش کړې، ځکه ګرمې او جوش اوبه خو پرته له اړتیا څوک نه څښي.

هغوی چې له یخو اوبو ویریږي، ملامت نه دي، یا به ناروغان وي او یا به د یخو اوبو له ګټو نه وي خبر. نو که ناروغ وۍ بیا خیر دی د ضرر له امله په یخو اوبو مه لامبئ.

راځئ دلته د سړو اوبو سره د حمام یا غسل کولو ځینې ګټې درسره شریکې کړو، چې له نن وروسته به یې د ګرمو پر ځای په یخو او تازه اوبو لامبئ او اوس خو به خامخا لامبئ چې له خیره اوړی شروع شو:

۱- وینه تازه کوي
له سړو اوبو سره غسل کول د بدن لپاره د وینې جریان ښه کوي او د وینه لوړ فشار مخه نیسي. هغوی چې د وینې له لوړ فشار ځوریږي، باید په یخو اوبو نور ولامبي، ځکه د لوړ فشار ستونزه په ډیرو خلکو کې شته چې ان د مرګ سبب شوي دي.

۲- د پوستکي او ویښتانو لپاره ګټه لري
په سړو اوبو سره د پوستکي وینځل د جلدي ناروغیو په مخنیوي کې مرسته کوي. د مخ پوستکی تازه او ځوان ساتي. نو که غواړئ چې ښه ویښتان ولرئ، په سړو اوبو سره مو سر ووینځئ.
خو پام مو وي، ځیني سرونه خیرن وي، چې بیا په ګرمو اوبو پاکیږي، نو که منئ یا نه منئ، په په تودو اوبو به یې مینځئ، څو پاک شي.

۳- په سړو اوبو حمام د کم خونۍ مخه نیسي
د سړو اوبو سره غسل کول د وینې سپینې حجرې ډیروي چې تر څو بدن له مکروبونو وساتي. یعنې سړې یا یخې اوبه ددې لامل کیږي چې سپینې حجرې ورسره تکثر وکړي او دا ددې لامل شي څو د کم خونۍ مخه ونیسي او بدن ته میکروبونه پرینږدي.

۴- اضافي وازګې له مینځه وړي
کله چې تاسو په سړو اوبو سره حمام وکړئ، دا به ستاسو د بدن تودوخه سالمه وساتي، همدا تودوخه د دې سبب کیږي چې ډیره کالوري مصرف شي او د بدن د ننه اضافه غوړ سوځيږي.
نو په پای کې که غواړئ چې فریش او تازه اوسئ، بس په یخو اوبو د لامبلو موقعه له لاسه ورنه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران