کلتور او هنر له نړۍ

د ګروزني مسجد (چیچنیا)؛ د نړۍ اوولسم لوی مسجد

لیکنه: ياران

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ګروزني مسجد د چیچنیا په مرکز ګروزني کې موقعیت لري، چې پر یو وخت د ۱۰ زره لمونځ کوونکو ظرفیت لري.

د مسجد شاوخوا د چیچنیا اسلامي اجراییه ادارې، مدرسې، پوهنتون، هوټل او یوې کتابخانې احاطه کړې ده.

دغه مسجد د استانبول آبي مسجد او یا هم د سلطان احمد له مسجد څخه په الهام اخیستو جوړ شوی، چې د ۲۰۰۸ کال د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د مسجد د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي هېوادونو پر ګڼ شمېر مشرانو سربېره د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هم ګډون کړی و.

د ګروزني مسجد د منارو لوړوالی ۶۰ مترو ته رسېږي، دغه مسجد د نړۍ اووه لسم (۱۷) لوی مسجد بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې په اروپا کې جوړ شوی دی.

د مسجد پر دېوالونو باندې د ترکي خطاطانو لخوا نقاشۍ شوې دي. د دغه مسجد معماران وایي د مسجد د رنګولو لپاره یې له داسې طبعي او مصنوعي رنګونو څخه ګټه اخیستې چې تر ۵۰ کلونو پورې دوام کوي.

د مسجد په د ننه کې پر دېوالونو باندې د قران کریم آیاتونه په ۹۹٬۹سلنه طلا باندې لیکل شوي دي.

په مسجد کې لمونځ کوونکي وایي کله چې مسجد ته د لمانځه لپاره راځي، د خوښۍ احساس کوی او ټوله غمونه یې له سره ووځي. د دغه مسجد په جوړولو ٢٠ ميلونه ډالره لګښت راغلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران