کلتور او هنر

د کپل شرما بخت چپه شوی؛ سوني ټي وي ورته د هغه د نوې (شو) د بندیدو اخطار ورکړ!

لیکنه: اوبکر علیزی

سوني انټرټایمنټ ټلویزیون د هند مشهور کمیډین کپیل شرما ته د هغه د نوي شو د بندولو اخطارونه ورکړي دي.

رسنۍ وایې، په هغه ټلویزیون چې د هندوستان د مشهور کامیدین کپیل شرما نوي (فیملي ټایم ود کپیل شرما) خپریږي، نوموړي ته اخطار ورکړی چې که په ځان کې اصلاحات رانه ولي او په خپل وخت سره د فلم ستورو سره دغه پروګرام ثبت نه کړي، نو دغه شو به هم بنده کړي.

تر دې وړاندې کپل شرما یو بل ټلویزیوني پروګرام (ده کپيل شرما شو) په نوم وړاندې کاوه چې زیات مینوالو به یې د پیل لپاره د انتظار شیبې شمارلې خو هغه شو څه وخت وړاندې بنده شوه.

په هماغه پروګرام (ده کپیل شرما شو) کې د کپیل شرما او د هغې پروګرام د یوه بل مهم کردار لرونکي سونیل ګروور تر منځ شخړې وشي چې یې بد اغیز د دغه ټلویزیوني پروګرام مینوال تر هغې کم کړل څو بنده شوه.

خو اوس د کپیل شرما د نوي پروګرام پر وړاندې هم ستونزې را ولاړې شوې.

په دغه پروګرام لا له وړاندې د مینوالو نېوکې دا وي چې یې هغه ډول چې په پخواني ټلویزیوني پروګرام یې خوشحاله ساتلي ول، ونشو کولی د دوی په خوله هغه ډول خندا راولي او خوشحاله یې وساتي.

څو ورځې وړاندې د کپل شرما نوي ټلویزیوني پروګرام ته د (باغي۲) فلم د منځني رول ادا کوونکي لوبغاړي ټائګر شرف او ډیشا پټاني راغوښتل شوي ول، خو پر ټولنيزو رسنیو کې د سونیل ګروور او کپیل تر شخړي وروسته د هغه پروګرام ثبت پاتي، خو وروسته بیا کپیل شرما په یوه ټویټ کې د هغه پروګرام د ثبت د پاتي کېدو لامل تخنیکې ستونزې یادې کړې وې.

بل طرف ته راني مکرجي نوی فلم (هچکي) هم بازار ته راروان دی، دا چې راني مکرجي هم (فلمي ټایم ود کپیل شرما) شو ته غوښتل شوې وه او له دوه ساعته انتظار وروسته بیا هم یې رسیده ګي ونه شوه او وروسته بیا د دغه ټلویزیونې پروګرام مسؤلینو هغه پروګرام هم منسوخ کړ.

هندي رسنۍ وایي، دا چې هر پروګرام د بې پروایۍ او شخړو له امله له شوټينګ پاتي کیږي، نو د یوې شو پر سر پروډیوسر ته ۳۵ لکه هندۍ روپۍ تاوان رسیږي او هر شوټينګ له منسوخۍ وروسته د دغه ټلویزیونې پروګرام د بندیدو امکان لا ډېر زیاتیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی