موسیقي او تصویر

د کټرینا کیف ۹ کامیاب فلمونه

 

کټرینا کیف چې په برتانیا کې زیږدلې، هندي سینما ته په ۲۰۰۳ کال کې راغله او دا دې له یوې لسیزې زیات وخت تیر شو، چې لا هم په بالیووډ کې ښه روانه ده.
د یکشنبه د هغې ۳۳ مه کلیزه وه.

د هغې د کلیزې په مناسبت، هندوستان ټایمز د یوې سروې په اساس د هغې نهه (۹) غوره فلمونه راټول کړي دي:

۱ـ مِیِنی پیار کیو کیا؟ ( Maine Pyaar Kyun Kiya)

که څه هم کټرینه کیف د لومړي ځل لپاره په بوم boom فلم کې کار پیل کړ، خو هغه د خلکو تر نظر چندانې رانغی. په ۲۰۰۵ کال کې يې د مِیِنی پیار کن کیا؟ فلم د سلمان خان سره جوړ کړ. له همدې ځایه يې د سلمان خان سره د مینې خبرونه هم خپاره شوه، چې کټرینه کیف يې د رسنیو په سرټکو کې وساتله او پوره شهرت يې ورکړ.

۲ـ نمستی لندن ۲۰۰۷:
نمستی لندن د کټرینه کیف لپاره تر ټولو مناسب فلم و. برتانوۍ اداکاره کټرینه فلم کې د یو پنجابي هلک (اکشي کومار) سره د پلار او مور له رضا پرته واده کوي. فلم کې د اکشي کومار کومیډي اکټونه لا خوند کوي.

۳ـ سیالي Race: ۲۰۰۸
په رایس یا سیالي فلم کې کټرینه کیف له کومیډي او روماڼتیک فلمونو څخه وځي، او د لومړي ځل لپاره د سیف علي خان سره اکشن فلم جوړوي. فلم کې بیپاشا باسو او انیل کپور هم کار کړی دی.

۴ـ راجنیتي Raajneeti ۲۰۱۰:

دې فلم کټرینه ثابته کړه، چې هغه په فلم کې هر ډول رول مخ ته وړلای شي. فلم کې کټرینه کیف یوه مخکښه سیاستمداره ده.
دې فلم خپل لیدونکي ګوته په غاښ پریښوده.

۵ـ زنده ګي نه میلګی دوباره ۲۰۱۱:

د کټرینه کیف او هیرتیک روشن ګډ رومانټیک فلم دی، چې لیدونکو ته د اړیکو او ژوند درس ورکوي. فلم کې که څه کټرینه کیف کمه راڅرګندیږي، خو کرکټر يې خلک حیران کړي دي.

۶ـ یک تا ټایګر ۲۰۱۲:

د سلمان خان او کټرینه کیف کډ فلم دی. فلم کې کټرینه کیف پاکستانۍ جاسوسه ده. دا د کټرینه کیف شهرت ته د رسیدلو اساسي فلم ګڼل کیږي.

۷ـ جب تکی جان ۲۰۱۲:
د شارخ خان او انوشکا شرما سره د کټرینه ګډ فلم دی، چې پکې کټرینه کیف د لومړي ځل لپاره داسې یو رول لوبوي. فلم د یاش چوپړا لخوا جوړ شوی، چې د فلم له خپریدو وروسته مړ شو او همدا يې وروستی فلم شو.

۸ـ دووم Doom3 ۲۰۱۳:

دووم ۳ د عامر خان سره د کټرینه ګډ کامیاب فلم دی، چې خلک يې د کملي Kamli سندرې ته په خپله نڅا ګوته په غاښ کړل.

۹ـ جګا جاسوس ۲۰۱۶:

جګاجاسوس، چې د رنبیر کپور او کټرینه کیف ګډ فلم دی، په ۲۰۱۶ کال کې جوړ شو، خو سږ کال درې ورځې وړاندې د جولای په ۱۴ مه خپور شو. هندوستان ټایمز لیکي، چې فلم ښه راوان دی او کټرینه پکې بریالۍ ده.

کټرینه کیف اوس د خپل پخواني انډیوال سلمان خان سره په ټایګر زنده هی فلم کې کار کوي، چې په نژدې راتلونکې کې به خپور شي.

له دې سربیره، تمه ده، چې نوموړې به په ټګز اف هندوستان فلم کې د عامرخان او امیتاب بچن سره هم ګډ کار وکړي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */