خواړه روغه سټه ګټه وټه

د کوپرې یا ناریال مهمې روغتیايي ګټې

ژباړه: حمیدالله حمیدي

د ناریال شیدې د ډېرو ناروغیو لکه د ستوني درد، د معدې زخم او نورو لپاره تسکین بښونکې دي. څېړنو ثابته کړې هغه کسان چې د بډوډو ناروغي لري او یا هم د بډوډو شګې، نو د له منځه وړو لپاره یې د ناریال شېدې ګټورې تمامېږي.

دغه راز د ناریال اوبه چې د مدني موادو په تېره بیا د پوتاشم او مګنيزیم سرچینه بلل کېږي، په بډوډو کې د ډبرې د جوړېدو مخه نیسي. له همدې کبله روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره چې بډوډي یې په دوامدار ډول شګې جوړوي، د ناریال اوبه توصیه کوي.

د ناریال د منځ اوبه د بشر لپاره د طبيعت تر ټولو ښه ډالۍ ګڼل کېږي؛ دغه اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ويټامینونه، معدني مواد، امینواسیدونه، کاربوهایدرېت، انتي اکسیدان، انزایمونه، مغذي مواد او نورې ګڼې ګټې لري. په ټوله کې ویلی شو چې د ناریال اوبه د هغو موادو او منرالونو درلودونکې دي چې د بدن لپاره ګټورې دي.

د ناریال اوبه د تندې د له منځه وړو لپاره ګټورې دي، نو د اوړي په ګرمو ورځو کې یې څښل درسره مرسته کولی شي. د اوړي په ګرمۍ کې انسان د خپل بدن یوه زیاته اندازه اوبه له لاسه ورکوي، نو که د ناریال له اوبو ګټه واخلئ نو په اسانۍ سره کولی شئ چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ.

کوپره د وزن له کمولو سره هم مرسته کوي؛ ځکه په خوړلو سره یې انسان زر د مړښت احساس کوي، د وزن د کموالي لپاره کم خواړه خوړل تر ټولو اړین دي.
که د شکرې له ناروغۍ کړېږئ نو د له منځه وړو لپاره یې اصلي نسخه د ناریال اوبه دي. د ناریال اوبه په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه ويټامین بي کمپلېکس، امینو اسیدونه، انزایمونه او ويټامین سي لري.

د غوړو اسیدو نیمايي یې په ځنځیري ډول چې د مکروبونو او وېروسونو ضد دي، په کوپره کې موندل کېږي. که د ناریال اوبه په دوامدار ډول وڅښل شي، د بدن دفاعي سيستم هم پیاوړی کوي.

روغتیا پالان د هغو کسانو لپاره هم د ناریال اوبه توصيه کوي چې د وینې لوړ فشار لري. د ناریال په اوبو کې په زیاته کچه د ويټامین بي او پوتاشیم شتون ۷۰ سلنه د وینې فشار راټیټوي.

که غواړئ چې ښکلی او شفاف پوست ولرئ نو په ورځني ډول د ناریال اوبه وڅښئ.

په ورځني ډول د ناریال کارول د وینې جریان چټکوي چې ګټه یې د ښه او شفاف پوست درلودل دي. د ناریال د اوبو بله ګټه دا ده چې څښل یې ستړیا او خپګان له منځه وړي.

اوس امریکایي څېړونکو دا هم ثابته کړې چې د ناریال شېدې د هغو ماشومان لپاره چې د مور له شیدو محروم دي، ښه او مغذي خواړه ګڼل کېږي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.