سیمه عمومي

د کوزې پښتونخوا یو فعال: د نواز شریف حکومت پښتنې نجونې یرغمل کړي

د کوزې پښتونخوا یو پښتانه فعال د نواز شریف پر حکومت تورې پورې کړی چې له پښتو سیمو څخه یې د پوځي عملیاتو پر مهال نجونې تښتولې او ورڅخه د بدلمنۍ په چارو کې کار اخلي څو د پښتنو په سیمو کې ترهګر مرکزونه تمویل کړی شي.

پښتون فعال عمر داود خټک چې اوس افغانستان کې اوسي او د کوزې پښتونخوا یو سیاسي فعال دی ادعا کړې چې د پاکستان پوځ په سوات او او وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال سلګونه کورونه ونړول، او سلګونه پښتنې نجونې یې وتښتولې چې دده په ادعا یې لاهور ته وړي او هلته یې بدلمنۍ ته اړ کړي دي.

خټک د (ANI ) په نوم یوې هندي تلویزوني شبکې ته ویلي، پاکستان پښتانه کافي ډير وربړول، دومره چې نور د زغم وړ نه دي. نوموړې همدارنګه ویلي چې د پښتونستان د ازادۍ د پوځ په نوم به د کوزې پښتونخوا په سیمو کې وسلواله مبارزه پیل کړي.

ښاغلي خټک همدارنګه پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې له پښتنو سره مرسته وکړي.

عمر داود خټک وايي، نیم میلون خلک له کوزې پښتونخوا د پاکستان د پوځ او د دوی له خوا د رامنځ ته شویو وسلوالو طالبانو د لاسه افغانستان ته تښتیدلي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستاني پوځ او چارواکو یې تل په سوات او وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پر مهال له ځايي خلکو سره د ناسم چلن راپورونه رد کړي.

تر دې مخکې بي بي سي اردو او ځینو نورو رسنیو هم په سوات کې څو کاله مخکې د پاکستان د پوځ د عملیاتو پر مهال له خلکو سره د ناوړه او سپکونکي چلن په اړه راپورونه خپاره کړې و.

د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم یو مهال په یوه ویډیو کې ویلي و چې پاکستاني پوځ په سوات کې داسې کارونه کړي چې دا یې په ویلو شرمیږي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */