افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ سپورټ کورنی کرکټ

د کندهار لوبډلې بالر سعید شېرزاد وېکټو کې دوهم شو

د ای پي ایل یا افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د سعید شېرزاد بخت راويښ شو او د څلور وېکټو په اخېستوسره یې خپلې وېکټې ۹ ته ورسولې.

تر دې وړاندې د ننګرهار لوبډلې لوبډلمشر بېن کټېنګ ۹ وېکټې اخېستې وې، چې یوه لوبه کې یې پنځه وېکټې تر ټولو غوره توپ اچونه وه.

اوس په وېکټو کې د افغان ملي لوبډلې ال راونډر او په ای پي ایل کې د بلخ لوبډلې منځنی توپ وهونکی ګلبدین نایب د ۹ وېکټو په اخېستوسره لومړی مقام لري.

سعید شېرزاد په خپل لومړي اور کې په دریم توپ افریقایي کیڼ لاسی توپ وهونکی او د پکتیا لوبډلې ون ډاون بېټسمېن کېمرن ډېلپورټ په ۱۶ منډو کلین بولډ کړ.

توپ یې اېن سوېنګ وغورځاوه، ډېلپورټ د توپ وهلو هڅه وکړه، توپ یې د پښې او بېټ ترمنځ ووت او منځنۍ وېکټ یې ولګېده.

له لومړۍ وېکټې وروسته یې دوهمه وېکټ د ای پي ایل په لسمه لوبه کې د پکتیا پر وړاندې د شرف الدین اشرف کېچ کول و، سعید شېرزاد اوټ سوېنګ بال وکړ او وېکټ ساتونکي ویکي وېسلز د شرف الدین اشرف کېچ واخېست.

له دې وېکټو وروسته سعید شېرزاد په نولسم اور کې د سریلانکایي اېسورو اوډانا وېکټ واخېسته او له دې وروسته یې ورپسې جوخته د ضیاءالرحمن شریفي وېکټ هم په کېچ سره ترلاسه کړه.

سعید شېرزاد د نولسم اور په لومړیو دوه توپونو د پکتیا لوبډلې وروستۍ دواړه وېکټې له مخې پورته کړې او د راتلونکې لوبې په لومړي توپ د هېټرېک په وېکټ ولاړ دی.

سعید شېرزاد په ۳،۲ اورونوکې ۱۹ منډې ورکړې او څلور وېکټې یې واخېستې.

له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی

شېرزاد په ۵،۷۰ ایکانومي توپ اچونه وکړه.

نوموړي د لومړۍ پاڼۍ لوبې وروسته له حمید حسن سره په خبرو کې وویل، چې شل اوریزه لوبې لنډې لوبې وي او بالر ته پکار ده، چې زیات توپونه په چل ول مېس کړي او د توپ وهونکي څخه خپل بالونه بچ کړي او په دې ډول خپله ایکانومي ښه وساتي.

نوموړي وویل، د خوښې لوبغاړی یې اسټرالیایي مېچل سټارک دی.

سعید شېرزاد که د راتلونکې لوبې په لومړي بال وېکټ واخلي هېټرېک یې هم پوره کېږي او له ګلبدین نایب څخه په هغه صورت کې مخکې کېدای شي، چې هغه وېکټ وانخېستلی شي.

د سعید شېرزاد توپ اچونه په روان ای پي ایل کې د پام وړ ده، هغه ډېره پورې بال په ښه ځای کې غورځوي، چېنج توپ یې تر ټولو ښکلی دی، یارکر، ګوډلاین، شارټ، بلاک ، این سوېنګ او اوټ سوېنګ توپ اچونه یې د توپ اچونې ځانګړنې دي.

کیڼ لاسي ته یې توپ این کېږي او ښي لاسي توپ وهونکي ته یې توپ اوټ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې