سپورټ نړیوال کرکټ

د کریکټ تاريخي لوبغالی، لارډز د یوبل نړیوال جام پای لوبې کوربه دی!

لیکنه:بهار سمسور

دا پینځم ځل دی، چې دا تاریخي لوبغالی به د کریکټ نړیوال جام د پای لوبې کوربه وي.

د ۱۹۷۵ــ۷۹ ــ ۸۳ ـــ او ۱۹۹۹ کلونو د نړیوال جام پای لوبې هم دلته شوي دي،خو وروسته له شل کلونو نن بیا هم د کریکټ کور لارډز تاریخي لوبغالی د یوې سترې پای لوبې کوربه دی.

د دې لوبغالي ځانګړنه دا ده،چې هره لوبډله چې لومړۍ توپ وهنه وکړي زیاتره وخت لوبه هم ګټي،چې دا کار په تېرو لوبو کې زیات تکرار شوی هم دی.

د نړیوال جام د ۱۹۷۵ کال په پای لوبه کې ویسټینډیز ۲۹۱ منډې جوړې کړې وې،چې دغه وخت د پنځوس اورونو پر ځای ۶۰ اورونه لوبه کیده.

په دې لوبه کې د ویسټینډیز لپاره ګیلي ګیلمورز د اسټرالیا پینځه ویکټې تر لاسه کړې،چې د ۲۹۱ منډو څخه یې دفاع وکړه.

د ویسټینډیز لوبډلمشر کلیو لایډ په ۸۵ توپونو ۱۰۲ چټکې منډې هم د نړیوال جام په دغه پای لوبه کې د اتلوالۍ پر هدف مهمې وې،چې

دا پای لوبه په ۱۷ منډو باندې ویسټینډیز ګټلې وه.

په ۱۹۷۹ کال کې هم پر همدې لوبغالي د نړیوال جام پای لوبه د کوربه انګلستان او ویسټینډیز تر منځ وشوه.

دې لوبه کې هم ویسټینډیز ۲۸۶ منډې جوړي کړې،چې پکې سیر ویو ریچارډس پکې نه سوځیدلې ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

په توپ اچونه کې جیل ګارنر بیا د انګلستان پینځه لوبغاړي وسوځول، چې دغه پای لوبه هم ویسټیډیز په ۹۲ منډو توپیر سره وګټله.

دا پرله پسې دوهمه اتلوالي وه د ویسټینډیز لپاره،هغه هم د کریکټ په کور لارډز کې.

دریم نړیوال جام پای لوبې ته، چې بیا هم ویسټینډیز لاره پیدا کړې وه،خو دا ځل یې مباریزې ته د هندوستان لوبډله راوتې وه.

دا پای لوبه هم پر همدې لارډز کریکټ لوبغالي وشوه،چرته چې هند ویسټینډیز په ۴۳ منډو توپیر سره مات کړ.

هندوستان په لومړۍ توپ وهنې سره کمزورې لوبه وکړه،چې ۱۸۳ منډې یې جوړې کړې،خو توپ اچونکو یې بیا ښه توپ اچونه وکړه او د ویسټینډیز لوبډله یې په ۱۴۰ منډو را ایساره کړه.

د ۱۹۹۹ کال نړیوال جام پای لوبه بیا هم همدلته د کریکټ په کور لارډز باندې وشوه.

دا ځل نو نه ویسټینډیز او نه هندوستان په پای لوبه کې شتون درلود؛دا ځل اسټرالیا او پاکستان سره لوبیدل.

پاکستان په لومړۍ توپ وهنې سره د لوبې په ۳۹ اور کې یوازې په ۱۳۲ منډو وسوځیده،چې زیاتې منډې پکې اعجاز احمد ۲۲ جوړې کړې وې.

د اسټرالیا لپاره شین وارن څلور ویکټې واخیستې او پاکستان یې له ستونزو سره مخ کړ.

دا هدف اسټرالیا په یوشتم اور کې د ادم ګیل کریسټ په نیمه سلیزې پوره او پای لوبه یې وګټله.

نن له شل کلن ځنډ وروسته د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام پای لوبه پر همدې لوبغالي کیږي.

چرته چې څلور ځلې مخکې هم د نړیوال جام پای لوبې شوي دي او هغو لوبډلو پکې دری ځلې اتلوالي اخیستې چې لومړۍ یې توپ وهنه کوې ده.

لارډز کریکټ لوبغالي ته ځکه د کریکټ کور وایي،چې د کریکټ په ابتدا کې جوړ شوی.

پر دې لوبغالي لوبیدل د زیاتره کریکټ لوبغاړو ارمان پاتې شوی دی.

دا لوبغالی د نړۍ په لس ښکلو کریکټ لوبغالو کې شمیرل کیږي.

دلته زیاتره وخت یو توپ اچونکی پینځه ویکټې هم اخلي.

نن به کوربه انګلستان د میلمه نیوزلېنډ خلاف دلته په پای لوبه کې ولوبیږي،کوم چې انګلستان د اتلوالۍ د ګټلو زیات چانس هم لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی