سپورټ

د کریس ګیل د بیټ کمال او د پریټي زینټا خوښي 

د هندوستان د کورني کرکټ غوره لیګ کرکټ ۲۰ اوریزه تجارتي (IPL) سیالیو کې د ویسټ انډیزي کریس ګیل بیټ ټچ کې شوی دی، چې په خپل شتون سره یې پنجاب لوبډله د جدول لمړۍ کرښې ته ورسوله.

 د شپږیزو پاچا په نوم مشهور ویسټ انډیزي کریسټپر هینري ګیل د ۲۰۱۸ م کال یولسم پړاو «اي پي ایل» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د لمړیو دوه لوبو د ترسره کیدو وروسته موقع ترلاسه کړه، چې په خپل راتګ سره یې د پنجاب لوبډلې لپاره نیمه سلیزه جوړه کړه.

نوموړي د لمړۍ سیالۍ وروسته په خپلې دویمې لوبه کې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې په ګټه سلیزه جوړه کړه او هم یې ورپسې په دریمې لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په ګټه بله نیمه سیلیزه جوړه کړه.

 کریس ګیل د یولسم پړاو سیالیو ته ځانګړی خوند ځکه ورکړی دی، چې په هر اړخیزې توپ وهنې سره یې د بې شمیره مینه والو پام راګرځول دی او هم یې تر ټولو ډیرې ۲۱ شپږیزې وهلې دي.

 ویسټ انډیز کریس ګیل که څه هم د ۲۰۱۸ م کال د «اي پي ایل» سیالیو نیلامۍ کې د کومې لوبډلې لخوا په لمړیو کې غوره نشو، خو د پنجاب لوډلې روزونکي ویرندر سیهواګ لخوا د ۲ کروړه هندي کالدارو په بدل کې خپل شو.

د پنجاب لوبډلې مالکه او د هندي فلمونو اداکاره پریټي زینټا هم د کریس ګیل لوبو ته خوشحاله بریښي، ځکه چې په کم قیمت د غټ لوبغاړي خپلولو ورته زیاته ګټه وکړه او دغه لوبډله یې تر لمړي مقام رسولې دي.

 ویسټ انډیزي کریس ګیل په ۳ لوبو کې د لوبیدو وروسته ۲۲۹ منډې جوړې کړې دي او په دغه روان لیګ سیالیو کې یې لمړی مقام خپل کړی دی.

که د نوموړي بیټ دغه ډول ټچ کې روان پاتې شي، نو لیرې نه ده، چې پنجاب لوبډله د «اي پي ایل» سیالیو په تاریخ کې د لمړي ځل اتلولۍ ته ورسوي.

پنجاب هغه لوبډله ده، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی مجیب الرحمن ځدران هم لوبیږي او په خپل شتون سره یې دغه لوبډلې کې د یو مهم سپینر بالر په توګه دنده ترسره کړې ده

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی