سپورټ

د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د څلورم مقام خپلولو وروسته بیرته هېواد ته راورسیده

د نیوزیلنیډ په کوربه توب د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د ګډون او څلورم مقام خپلولو وروسته افغان لوبډله بیرته هېواد را ستنه شوه.
د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ ملي لوبډله، چې د تیر کال په ډیسمبر میاشت کې د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون په موخه نیوزیلینډ ته تللې وه، په دغه جام کې د څلورم مقام خپلولو وروسته نن بیرته هېواد ته را ورسیده.

د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د تشویق او ښه راغلاست په موخه د کرکټ بورډ چارواکو، د ملي شورا یو شمیرغړو او د کرکټ مینه والو په هوايي ډګر کې د خپلې لوبډلې هرکلی وکړ.
افغان لوبډلې د کرکت نړیوال جام په دې سیالیو کې ۵ لوبې ترسره کړې، چې پکې یې پاکستان، سریلنکا او کوربه نیوزیلینډ ته ماتې ورکړې، خو د همدې جام په سیالیو کې یې د اسټرالیا او ایرلینډ څخه ماتې وخوړې.
که څه هم افغان لوبډله په لمړي پړاو کې د پاکستان او سریلنکا په ماتولو تر کوارټر فاینل او د کوربه نیوزیلینډ لوبډلې په ماتولو سره نېمه پای لوبې ته ورسیده، خو پای لوبې ته د رسیدو په موخه یې په نېمه پای لوبه کې د اسټرالیا لوبډلې څخه ماتې وخوړه او څلورم مقام یې خپل کړ.

ګڼو مینوالو د افغان لوبډلې هرکلی وکړ

د کرکټ کورني او بهرني مبصرین وايي، که څه هم چې افغان لوبډلې د نړیوال جام اتلولي خپله نکړه، خو د پاکستان، سریلنکا او نیوزیلینډ ماتول ورته د نړیوال جام څخه هم ډیر څه دي، چې د افغان لوبډلې یو خوب په حقیقت بدل شو.
دوي وايي، افغان لوبډلې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نه یوازې لوبډلې حیرانې کړې وې؛ بلکې په کور دننه او بهر کې یې د بې شمیره مینه والو زړونه خپل کړل او ټولو قوي لوبډلو هم د خپل ځان د ماتې یو خنډ ګرځولې وه.

افغان لوبډلې سره بخت یاري ونکړه، نو ځکه خو یې لمړی اسټرالیا ته ماتې وخوړه او له هغې وروسته یې د دریم مقام خپلولو هڅه کې باران خنډ واقع شو او سیالي د لوبڅارانو لخوا لغوه اعلان شوه.
دواړه افغان او پاکستانۍ لوبډلې د ګروپ سیالیو په مرحله کې یو ځای قرار درلود او دویم پړاو ته د تګ پر مهال پاکستانۍ لوبډلې لمړی او افغان لوبډلې د ایرلینډ څخه د ماتې وروسته دویم مقام خپل کړی و، نو پر همدې اساس پاکستان دریم او افغان لوبډلې څلورم مقام خپل کړ.
د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ، چې د تیرې جنورۍ میاشتې په ۱۳ مه نېټه په نیوزیلینډ کې پیل شوې وې، د هندوستان په اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی