سپورټ

د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د کیرالې کینګز په بریا پای ته ورسیدې

د کرکټ په تاریخ کې د لمړي ځل لپاره د روان ۲۰۱۷ م کال ډیسمبر میاشتې په ۱۴ مه نیټه د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ۶ لوبډلو په ګډون د پښتون او کیراله کینګز لوبډلو په بریاوو سره پیل شوې وې، او د همدې کیراله کینګز لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د کرکټ په نړۍ کې په نوې بڼه د ۱۰ اورونو سیالۍ، چې خورا چټکې لوبې وې، پکې د بیلابیلو هېوادونو د کرکټ لوبغاړو ته د لوبیدو چانس ورکړل شوی و.

په دې سیالیو کې د پښتون، پنجابي لیجینډز، مراتا اربینز، بنګال ټایګرز، کیراله کینګز او د سریلنکا کولمبو لاینز لوبډلو ګډون کړی و.

د دې سیالیو په لمړیو دوه لوبو کې د کیراله کینګز لوبډله د بنګال ټایګرز او پښتون لوبډله د مراتا اربینز پر وړاندې په سیالیو کې مخامخ شوې، چې پکې دواړو بنګال ټایګرز او مراتا اربینز خپلو سیالانو ته ماتې وخوړې، خو په وروستۍ لوبه کې کیراله کینګز مقابلې پنجابي لیجنډز لوبډلې ته په ماتې ورکولو د دغه لوبو اتلولي خپله کړه.

په دې سیالیو کې د افغانستان څخه محمد نبي عیسی خیل او نجیب الله ځدران د پښتون لوبډلې، اضغر ستانکزی د مراتا اربینز، دولت ځدران د پنجاپي لیجینډز، مجیب ځدران او ظاهر خان د بنګال ټایګرز لوبډلې په ګټه ولوبیدل، خو الراونډر ګل بدین ناییب د اتلې کیراله کینګز لپاره تر وروستیو پورې په هیڅ کومه سیالۍ کې و نه لوبید.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی