سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ کوم روزونکی تر نورو ډیرې پیسې تر لاسه کوي

په نړیوال کرکټ کې هر یو لوبغاړی د زرګونو او لکونو ډالرو په بدل کې لوبیږي، خو په اوسني کرکټ کې یو شمیر لوبغاړي بیا د پیسو سره لوبې کوي.

د کرکټ بیلا بیل تجارتي لیګونه هم د خپلو سیالیو د جذابیت او رنګینیو په موخه د کرکټ بهترین لوبغاړي د لوبو د ترسره کولو په موخه په لکونو ډالرو پیري، چې ښېه بیلګه یې د افغان لوبغاړي راشد خان ده، چې په لومړي ځل د هندوستان په غوره لیګ یا (آي پي ایل) سیالیو کې د ۴ کروړه هندي پیسو په بدل کې واخیستل شو او هماغه و، چې دغه لیګ څوچنده مینه وال را خپل کړل.

د راشد خان اخوا نور هغه لوبغاړي هم شته چې هر کال لکونه ډالر ترلاسه کوي، یو له هغوي څخه هندی کیپتان ویرات کوهلي دي چې د فوربز مجلې یې کلني عواید دوه میلونه ډالر بللی دي. په دې کې د نوموړې تنخوا، په بیلابیلو میچونو کې د لوبیدو له درکه ځانګړې پیسې او د کمپنیو په اعلاناتو کې ګډون شامل دي.

پخوانی هندی کپتان او اوسنی لوبغاړی مهیندر سینګ ډوهني هم یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې په ۲۰۱۵ م کال کې د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لومړی، خو د لوبو په ډګر کې ۱۰ م پیسه داره لوبغاړی شمیرل شوی و.

خو د لوبغاړو له ډلې وړاندې د کرکټ نړۍ روزونکي هم هغه څوک دي، چې د روزنکي په توګه تنخوا یې یوازې په ویلو اسانه وي.

د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې یو شمیر د کرکټ هغه روزونکي چې تر نورو په کال کې ډیر معاش ترلاسه کوي، یو یې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی روزونکی راوي شاستري دی.

نوموړی د هندي کرکټ بورډ څخه د کال ۱،۱۷ میلیونه ډالر ترلاسه کوي، چې په اوسني کرکټ تر ټولو قیمتي روزونکی شمیرل کیږي.

له شاستري وروسته دویم قیمتي اوسنی اسټرلیاوي روزونکی ډارن لیمن دی، چې د کال پنځه نیم لکه ډالر د رزونکي په توګه ترلاسه کوي، انګلستانی روزونکی ټریور بایلیس د کال پنځه لکه او شل زره ډالر، د بنگلادیش روزونکی چاندیکا هیتراسینګا د کال درې لکه او څلوريښت زره ډالر، د نیوزیلینډ روزونکی مائیک هیسن د کال دوه نیم لکه ډالر، د پاکستانۍ لوبډلې روزونکی میکي ارتهر د کال دوه لکه او شل زره ډالر، د سریلانکا روزونکی نیک پوټاس د کال یو لکو څلوېښت زره ډالر او د جنوبي افریقا روزونکی روسل ډومینګو د کال نوي زره ډالر ډالر ترلاسه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی