سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ ملي لوبډلې ته د لوبغاړو د انتخاب معیارونه کوم دي؟

د هر هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته د یو لوبغاړي د غوره کیدو معیارونه د کرکټ بورډ د سلیکشن کمیټې یا د لوبغاړو د غوراوي ډلګۍ لخوا ټاکل شوي وي. دا معیارونه په نړیوال کچه سره ورته دي.

کله چې یو لوبغاړي په ډومسټیک یا کورني کرکټ کې د ښونځي، کلب، ولایت، سیمې او فرسټ کلاس سالیو کې پارفارمنس یا کارکردګي ښآيي، نو د کرکټ ۱۹ کلنې، ۲۳ کلنې، پرمختیایي، الف او ملي لوبډلې ته لار نږدې کوي.

کله چې یو لوبغاړی د یو هېواد د کرکټ ملي لوبډلې ته رسیږي، نو هلته د لوبیدو لپاره ورته ۳ شرطونه مخکې وي، چې د تمریناتو پر مهال په درې واړو کې د بریالي کیدو وروسته د ملي لوبډلې د لوبیدونکې ډلګۍ غړی کیدای شي.

هغه ۳ شرطونه چې د لوبغاړي مخکې وي:

۱ – کار کردګي

د یو لوبغاړي لپاره په لوبډله کې د لوبیدو لمړی شرط دا دی، چې د هغه لوبغاړي وروستۍ کار کردګي د نورو سیالانو په نسبت ډیره ښه وي.

که لوبغاړی نوی لوبډلې ته راځي، نو د ډومسټیک یا کورني کرکټ کار کردګي یې ټآپ وي او که لا د وړاندې د ملي لوبډلې سره غړی وي، نو په همدې لوبډله کې د ورستیو لوبو اوریج یې ښه وي.

۲ – فیټنیس (فزیکي چمتوالی/ جسمي ځواک)

د یو لوبغاړي لپاره په نړیوال کرکټ کې د ښې کار کردګۍ دویم شرط فیټنیس (بدني چمتوالی / جسمي ځواک) دی، چې یو لوبغاړی د هر موسم او شرایطو سره ځان عیار وساتي.

د ګرم موسم په وخت کې هم د لوبې په جریان کې د ستړیا احساس ونکړي او د یخ موسم سره هم ځان بلد کړي، ورځیني تمرینات ترسره کړي او خپل وزن ته زیات متوجې و اوسي.

۳ – ډیسپلین (نظم، اصول او نزاکت)

د ډسیپلین کمیټه په یو شمیر هېوادونو کې راج کوونکې کمیټه ده او هر لوبغاړی د ډیسپلین کمیټې څخه یو ځانګړی ډار لري، چې باید هر لوبغاړی د لوبې نظم او اصولو ته ژمن وي.

که یو لوبغاړی ډیره ښه کار کردګي وښايي او د ډیر ښه فیټنیس درلودونکی هم وي، خو د لوبې اصولو او قوانینو ته ژمن نه وي، نو دغه کمیټه صلاحیت لري، چې لوبغاړی د لوبډلې څخه ډراپ کړي، سزاوې ورکړي او راتلونکې کې یې متوجې کړي.

په نړیوال کرکټ کې د کرکټ نړیواله شورا هم ډیر کله د لوبې پر مهال د لوبغاړو د ناوړه چلند له کبله لوبغاړي د نغدي جریمې ترڅنګ د لوبو څخه هم منع کوي، تر څو د لوبې اصول مات نشي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی