سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کرکټ لیونۍ مینې په پار له نیوزیلنډ څخه تر متحده عربي اماراتو د افغان مینه وال ۲۰ ساعته مزل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته رسیدلې ده، چیرته چې ګڼ شمیر افغانان هم شتون لري او د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د لا تشویق په موخه د سیالیو نندارې ته راځي.

د کرکټ افغان مینه والو له ډلې یو هم رحیم صدیقي نومیږي، چې اوس مهال په نیوزیلنډ هېواد کې ژوند کوي او د کرکټ لوبې سره بې ساري لیونۍ مینه لري.

دغه افغان مینه وال د کرکټ په اسیا جام سیالیو کې د خپلې کرکټ ملي لوبډلې د لا تشویق او د ملي نښان د رپولو په موخه له نیوزیلینډ څخه تر متحده عربي اماراتو ۲۰ ساعته سفر کړی دی، چې اوس یواځې د دغه جام لوبو د پیل شیبو ته انتظار دی.

رحیم صدیقي د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، خو په وینا یې د کلونو راهیسې یې ژوند په نیوزیلینډ کې تیريږي او د کرکټ سره یې وروسته له هغې مینه لا زیاته شوه، چې د ۱۹ کلنو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنه ملي لوبډله نیوزیلینډ ته ورغلې وه.

نوموړي یاران ویب پاڼې ته په یو غږیز پیغام کې وویل: د خپلې ۱۹ کلنې لوبډلې د تشویق په موخه یې پر ټول بدن د هېواد د ملي نښان درې ډوله رنګونه لګولي وو او میدان ته د بدرګې په موخه تللی و، چې په دې سره یې نور ګڼ شمیر افغانان هم دې ته وهڅول، تر څو د خپلې ځوانې لوبډلې د مرال لوړلو په موخه لوبغالي ته ورشي.

د رحیم په دغه کړنه د کرکټ نړیواله شورا هم خبره شوه او د نوموړي په دغه هڅه یې ځانګړې ویډیو جوړه کړې وه، چې پکې له کرکټ سره د افغانانو د زیاتې مینې ښکاروندوي کوي.

رحیم وايي، د ۱۹ کلنې لوبډلې د تشویق وروسته یې هوډ وکړ، چې د کرکټ ملي لوبډلې د تشویق په موخه به له نیوزیلینډ څخه تر متحده عربي امارتو پورې په خپل شخصي لګښت ځان رسوي او اوس خوښ دی، چې د کرکټ اسیا جام سیالیو ته له وړاندې رسیدلی دی، خو د افغان کرکټ بورډ څخه غوښتنه کوي، تر څو لوبغالي ته په ورتللو او پریښودو کې ورسره مرسته وکړي.


د کرکټ اسیا جام سیالۍ د روانې سیپټمبر میاشتې په ۱۵ مه نیټه یعنې سبا پیل کیږي، چې پکې به په لمړۍ لوبه کې بنګله دیش د سریلنکا خلاف په سیالۍ کې مخ وي.

په دغه جام سیالیو کې ۶ لوبډلې افغانستان، هند، پاکستان، سریلنکا، بنګله دیش او هانګ کانګ شامل دي، چې پکې افغانستان د دویم ځل او هانګ کانګ د لمړي ځل لپاره ګډون کوي.

همدا راز د دغه لوبو په دویمه لوبه کې به پاکستان د هانګ کانګ، دریمه لوبه کې افغانستان د سریلنکا، څلورمه لوبه کې هند د هانګ کانګ، پنځمه لوبه کې پاکستان د هندوستان او د لمړي راونډ په وروستۍ شپږمه لوبه کې به افغان لوبډله د بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلې سره په سیالۍ کې مخامخ شي.

د ۱۴ م پړاو دې اسیا جام دا لوبې به د ۱۴ ورځو دوام وروسته د همدې سیپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نیټه پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی