کلتور او هنر

د کترینا کیف پلار څوک او چیرته د ژوند شپې ورځې سبا کوي؟

لیکنه: ياران

ژباړه: امین حسن

دا خبره رښتیا هم حیرانونکې ده چې کترینا کیف پلار سره هیڅ کوم ګډ عکس نلري. پداسې حال کې چې د خویندو سره يې ګډ عکسونه لیدل شوي.

د کترینا خپلې کورنۍ سره اړیکې ښې دي او په رخصتیو کې خپلې کورنۍ سره یوځای کیږي.

په هانګ کانګ کې زیږیدلې انجلۍ یعنې کترینا کیف اوس مهال د بالیووډ د نوموتو ښځینه ممثلینو له ډلې شمېرل کیږي.

د کترینا لومړنی فلم د « هووم» په نوم وو چې ځانګړی بازار یې نه درلود، خو وروستني فلمونه یې چې په کې ډیره وځلیدله « هیلو لندن، ویلکم او سنګھ از کنګ» دي.

دهوم۳، ایک تها ټائیګر او جب تک هی جان په څېر فلمونو نوموړې د بالیووډ د غوره ښځینه ممثلینو په لیست کې ځای کړه.

د کترینا اصل نوم کترینا ترکیوټ دی مور یې سوزین نومیږي چې د خیریه کارونو سربیره یوه دولتي دنده هم لري. پلار یې محمد کیف نومیږي چې د کشمیر یو تجار و.

د کترینا او د نورو خویندو پالنه یې یوازې مور کړې ځکه چې پلار یې د دوی په ماشومتوب کې له دوی جلا شوی او اوس په نیو یارک کې ژوند تیروي، خو کترینا له هغې وخت راهیسې تراوسه د پلار سره هیڅ اړیکه نده نیولې.

په یوه مرکه کې کترینا ویلي ول چې پلار مې زما په هیڅ شي کې حق نلري. د هغې په وینا چې وایي ملګري مې د پلار سره وینم نو فکر کوم چې کاش ما سره دې یوازې همدا وای نور دې هیڅ راسره نه وای… خو ګیلې نه کوم او په اوسني حالت مې خوښه یم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران