اقتصاد

د کامیابو خلکو د فکر کولو اووه (۷) عادتونه

لیکنه: ریما پوندیر
ژباړه: شاهین

د ستونزو او چلنجونو لپاره مناسبې او ګټورې حل لارې موندل حساس او ژور فکر ته اړتیا لري. موږ نشو کولای، چې پرته له ژور سوچ او فکره د ستونزو د حل یوه اغیزمنه لاره ومومو.

د یوې ستونزې په اړه موږ ټول هغه حقایق راټولوو؛ ډلبندي کوو يې، او بیا یوې داسې پایلې ته رسیږو، چې هغه یوه مناسبه او اغیزمنه حل لاره وي. دا ټول په ژور او حساس فکر پورې تړلې پروسه ده.

موږ دلته په دې غږیږو، چې څنګه یو اغیزمن فکري بهیر راژوندی کړو. څنګه مؤثر فکر وکړو؟ او څنګه له خپل فکره ډیره ګټه پورته کړو؟

ددې ټولو پوښتنو حل موږ د بریالیتوب تر درشله رسوي.

پوښتنه داده، چې خپله کامیاب خلک څه ډول فکر کوي او دوې د فکر کولو کوم عادتونه لري؟!

دلته يې موږ درته وایوو:

۱ـ حقیقت موندونکي وي

بریالي خلک همیشه په حقیقت موندلو پسې لالهانده وي. دوې تل کوښښ کوي، چې د یوې مسلې یا موضوع په اړه حقایق راټول کړي.

کامیاب خلک د نورو خلکو په خولې پسې نه ګرځي. دوې چې څه اوري، پرې باور نه کوي؛ بلکې څه چې ګوري په هغې باور کوي. دوې کوښښ کوي، چې د هرې مسلې په اړه په خپل لاس کې پوره حقایق او شواهد ولري او په اساس يې پریکړه وکړي.

۲ـ پراخ او خلاص ذهن لري.

کامیاب خلک هیڅکله تنګ نظري نه کوي. پراخه حوصله او پراخ ذهنیت لري. د موضوع بیلابیل اړخونه په پام کې نیسي.

بریالي خلک همیشه نورو ته غوږ نیسي. نوي معلومات او نوي نظریات راټولوي. تل کوښښ کوي، چې یو څه نوې ذده کړي. دوې پلټونکی ذهینت لري.

۳ـ تحلیل او شننه

بریالي خلک مسایل په دقت تحلیلوي او په دلایلو ولاړه شننه او سپړنه کوي. دوې د خپلو پریکړو مثبت او منفي اړخونه په پوره دقت تحلیلوي.

۴ـ د مسایلو سیستماتیک حل

کامیاب خلک د ستونزو او ماسیلو حل لارې په سیستماتیک ډول مومي. دوې د ستونزو له مشخصولو وروسته په سیستماتیکه توګه مخ ته ځي. بریالي خلک لومړی یوه ستونزه په څو فرعي او کوچنیو برخو ویشي او بیا هر یوې برخې ته مناسبه حل لاره مومي، چې په پایله کې لویه ستونزه حلوي.

۵ـ په خپل فکر او دلیل باور لري.

بریالي خلک چې څه وايي، او کوم دلایل چې وړاندې کوي، په هغې باوري او ولاړ وي. دوې په خپل فکر پوره باور لري او د نورو خلکو خولې پسې نه ګرځي. دوې په خپل فکر باوري وي او ددې باور لپاره قانع کوونکي دلایل هم لري. کله کله دوې خپل فکر خپله ارزیابي کوي هم.

۶ـ پلټونکي وي.

بریالي کسان همیشه پلټوونکي وي. دوې همیشه په هره موضوع پوښتنه لري. دوې غواړي، نور هم پوه شي. دوې تل کوښښ کوي، چې په نویو څیزونو وپوهیږي.

۷ـ دوې ماشومانه پریکړه نه کوي.

کامیاب خلک ژر پایلې ته نه رسیږي. دوې ډیر وخت د معلوماتو په راغونډولو، څیړلو او د هغې په تجزیه کولو تیروي. بریالي خلک همیشه د موضوع بیلابیل اړخونه په پوره دقت څیړي او کله چې پوره ډاډمن شي، بیا نو پایلې ته رسي او تصمیم نیسي. دوې په تصمیم نیونه کې د خلکو تجربو ته هم ارزښت ورکوي او د هغوې څخه سمه ګټه پوره کوي.

کامیاب خلک تل مثبت لیدلوری لري او په هره موضوع کې مثبت اړخونه لټوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */