ژوند او ژواک

د کار په ځای کې پر ځان د باور زياتولو ۶ لارې

لیکوال: منيب الرحمن رحماني

ډېر کله موږ په خپل کاري ځاي کې په ځان د باور د نشتون له کبله کم جرته او شرمیندوک چلند کوو ، او ځان شاته نيسو.

دلته په خپل کاري ځاي کې په ځان د باور زياتولو څو لارې په ګوته کوو:

۱-دخپل ځان او ژوند نه منفي خيالونه او فکرونه لرې کړئ،منفي فکرونه تاسې د خپل ځان د تشويق په برخه کې له لويو ګواښونو سره مخ کوي،په خپل دځان د باور او د خپلې فکري پراختيا لپاره که لږ هم وي هغه شېبې دريادې کړئ چې تاسې پکې بريالي شوي وئ،دهغه خلکو او پوهانو ژوند ليکونه ولولئ چې په مکرر ډول مات شوي خوماته يې نه ده منلې بيا پاڅېدلي او بلاخره بريالي شوي.

۲-که چېرې په خپل کاري ژوند کې داسې دنده لرئ چې په ځان باندې کامل باور نه لرئ نو لومړی ګټور قدم به دا وي چې شکايت کول پرېږدئ، په هغه برخه کې چې کار کوئ خپل معلومات زيات کړئ،ددې برخې اړوند کتابونه مطالعه کړئ دا به پخپله تاسې پر خپل ځان د باور په لور يو قدم مخکې وېسي.

۳-فکر وکړئ چې تاسې نوې دنده شروع کړه او يو کار درکړل شو او ستاسې څخه پکې يوه تیروتنه وشوه دلته سمدلاسه خپل ځان مه ملامتوئ،داسې کسان ما نه دي ليدلي چې دوي دې په لومړی ورځ پخپل کار کې متخصص وي، ټول تیروتنې کوي او له تیروتنو يې زده کوي.

لیکوال: منيب الرحمن رحماني

۴-د ټولو په ژوند کې دا اصل شته چې په يو کار کې به ډېر بل کې به لږ بريالي اوسي، کله چې په داسې کار کې وي چې لږ بريالي وئ هغه کار در په ياد کړئ چې تاسې پکې ډیر بريالي وئ دا به تاسې تشويق کړي.

۵-په خپل کاري ماحول کې د خپلو همکارانو سره ښې او قوي اړيکې ولرئ، په هغه برخه کې چې ستونزه لرئ خپل معلومات زيات کړئ او مطالعه وکړئ.

۶_په ژوند کې يو طلايي قانون دی،هغه دا چې کله په يو کار نه پوهيدی پوښتنه وکړئ، شايد ځينې خلک داسې انګېري چې پدې به ددوي نيږدې او موجود خلک داسې فکر وکړي چې دی په هیڅ نه پوهېږي خو برعکس داسې نه ده، په پوښتنه يو خوا ستاسې ستونزه حل کېږي او بل خوا موجود خلک دا فکر کوي چې تاسې زده کړې او دې کار ته ډېر ليوال او هڅاند یئ ،دا به خپل تاسې د په ځان باوری په لور يو قدم نور مخکې بوزي.

۷-يو کار د حد نه په زياد جدیت سره مه شروع کوئ،دا به تاسې زر ستړي کړي او په عادی غلطي به ځان ته غوسې کوئ، يو کار آسانه وګڼئ په خوند او شوق يې شروع کړئ،منظمه وقفه ورکړئ، د خپل خوب نظم ته دقت وکړئ .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */