سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د کاربين ليګ ته زيات شمير افغان لوبغاړي معرفي سوي.

لیکنه: مدثر دعوت
اعلان

ليکنه: مدثر دعوت

تر بيګ باش او هندوستان پريمرليګ وروسته د ويسټ انډيز پريمر ليګ ډير ليدونکي او خوښونکي لري.

د کاربين پريمرليګ بولۍ ته د ۲۰ هيوادونو څخه د ۵۳۶ لوبغاړو په شاوخوا کي وړاندي سوي چي ۳۲ يې افغان لوبغاړي دي.

په معرفي سويو افغان لوبغاړو کي اکثريت د نولس کلنو لوبډلي او نور ځوان لوبغاړي دي چي د ملي لوبډلي د لوبغاړو سره ددې ليګ په بولۍ کي خپل بخت ازمائي

دا لومړی ځل دی چي دومره لوی تجارتي ليګ ته په دومره زيات شمير افغان لوبغاړي معرفي سويدي.

راشدخان،محمدنبي او قيس احمد لا له وړاندي پدې ليګ کي لوبيدلي دي.

هغه افغان لوبغاړي چي بولۍ ته وړاندي سوي:

دولت ځدران، افتاب علم، شاپور ځدران، قیس احمد، عثمان غني، امیرحمزه، کریم جنت، ظاهرخان، اکرام علي خیل، فضل حق، فطرت الله خاوري، نجات مسعود، عظمت الله عمرزی، دروېش رسولي، فرمان الله ساپی، وقار سلام خیل، شفیق الله شفق، نور علي ځدران، راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، سمیع الله شینواری،شرف الدین اشرف، سید شیرزاد، عبدالوسع او غمی ځدراڼ.

د CPL بولۍ د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د می په ۲۲مه نيټه په لندن کي کيږي.

د کاربین ليګ کي ۶ لوبډلي سته چي راتلونکی پړاو يې د سپټمبر مياشتي په څلورمه نيټه پيليږي او د اکتوبر په ۱۲مه نيټه پای مومي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.