سپورټ نړیوال کرکټ

د کارابین سیالۍ؛ د قیس احمد دې لوبډله تر ټولو وروسته شوې

د ویسټ انډیز کارابین لیګ سیالیو داوم…

 د ویسټ انډیز د کورني کرکټ «CPL» یا کارابین پریمییر لیګ ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۸ مه نیټه ۲۰ ورځې مخکې په ویسټ انډیز کې پیل شوې دي؛ پکې تر دې مهاله ۱۸ لوبې ترسره شوې دي.

په دغه سیالیو کې ګډون کوونکې ۶ لوبډلې ګیانا امازون، سنټ لوشیا سټارز، نایټ رایډرز، بار باډوس، پیټریټز او جمیکا یو بل سره په سیالیو کې مخ شوې دي، خو ټریبینګو نایټ رایډرز د ۶ سیالیو څخه د ۴ په ګټلو سره مخکښه لوبډله ده.

همدا راز په دویم ځای کې د جمیکا، دریم مقام کې سنټ کیټز، څلورم مقام کې ګیانا امازون، پنځم مقام کې بار باډوس او وروستي شپږم مقام کې د سنټ لوشیا سټارز لوبډله قرار لري.

 د کارابین لیګ تجارتي سیالیو په دې شپږم پړاو کې تر دې مهاله لا هم ۱۶ نورې لوبې پاتې دي او د دغه لوبو په ۱۹ مه سیالۍ کې به سبا پیټریټز لوبډله د ګیانه امازون خلاف په سیالۍ کې مخامخ شي.

  د «CPL» په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو دا لړۍ به د راتلونکې سيپټمبر میاشتې تر ۱۶ مې نیټې پورې دوام وکړي.

قیس احمد د خپلې لوبډلې لپاره ښه ځلیدلی

 په دغه سیالیو کې دا ځل یواځې یو افغان لوبغاړي قیس احمد ګډون کړی دی، چې د سنټ لوشیا سټارز لوبډلې سره ملګری دی او تر دې مهاله یې ښې لوبې هم ترسره کړې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی