بریا او پرمختګ کلتور او هنر مخکښان

د کابل پرلت له لرو پښتنو سره د ملاتړ او د افغان وژنې د دریدو لپاره دی

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پوځ له لوري چې کله پښتون نقيب الله مسيد په بې رحمانه ډول ووژل شو نو د لر او بر پښتنو او خواله رسنيو کې يې توند غبرګونونه راوپارول.

د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې مسيد د ترهګرو ملګری و او پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی و، خو له پېښې وروسته د نقیب الله مسید خپلوانو ادعا وکړه، چې نوموړی پولیسو د کراچۍ سهراب ګوټ سیمې له یوه رستورانته بېولی و او وروسته یې مړی وموندل شو.

د نقیب الله مسید خپلوانو تور پورې کړ، چې نقیب مسید مزدوري کوله، له سخت دریځو سره یې هېڅ اړیکه نه وه او پولیسو بې محاکمې وژلی دی.

همدا پېښه د دې لامل شوه چې د ډيورند د کرغېړنې پولې دواړو خواو ته مېشت پښتنانه دې نور د ظلم او محکوميت ځنځيرونه مات کړي او په سوله ييزو لاريونونو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د پاکستان او افغانستان لارو او کوڅو ته راووتل.

د پرلت او غږ پورته کولو لومړی پښتون سرلاری؛ منظور پښتین

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې.

د لاریونونو او پرلت تنظیمونکي وايي پېړۍ کېږي چې د ډيورنډ کرغېړنه ليکه د لوی پښتون ولس په منځ کې يې واټن راوستی او همدا واټن د دې لامل شوی چې د يادو سيمو مظلوم پښتانه د تعليم او پرمختګ څخه شاته پاتې شي.

د کابل پرلت د نن ورځې انځور چې د پښتو ژبې ادیب او استاد اصف صمیم هم ورغلی 

نقيب الله مسيد، مشال او نورو ځوانانو ځانونه قربان کړل، خو د دوی وينه بهېدل د پښتون ولس د راويښېدو لپاره ښه پیلامه ګڼل کیږي.

د نقيب مسيد د وژنې څخه وروسته په اسلام اباد، کوئټې، پېښور او د افغانستان په کابل، جلال اباد، بلخ، کندهار او يو شمېر نورو سيمو کې د پښتون وژنې او د ډيورنډ د کرښې د له منځه وړلو په موخه ستر او غښتلي خوځښتونه راپيل شوي دي او ورځ تر بلې مخ پر پراخېدو دي.

په کابل او يو شمېرو نورو ښارونو کې يادو لاريونونو هغه وخت زور واخېست چې هلته په پاکستان کې د پاکستان حکومت د منظور پښتين او يو شمېر نورو مبارزو ځوانانو د نیولو امر ورکړ.

تیره اوونۍ د لرو پښتنو په ملاتړ په کابل کې لاریونه هم وشو، کابل نیوز

په کابل کې پرلت

کابو يوه اونۍ مخکې د کابل ښار اړوند حضوري چمن ته څېرمه د ځينو با احساسه او په وطن مئینو ځوانانو له لوري، په پاکستان کې د پښتنو د روانو خوځښتونو په ملاتړ د پرلت خېمه ودرول شوه.

د کابل پرلت د ځينو غړو په وينا، يادې خېمې ته هره ورځ د هېواد له ګوټ ګوټه څخه په سلګونو ځوانان، مشران او خويندې راځي او له دې پرلت څخه په هر اړخيز ډول خپل ملاتړ اعلانوي.

امان الله حليم د کابل پرلت يوه غړي د ياران سايټ سره په خبرو کې داسې وويل:

«ياده خېمه کې هر مازيګر د ۵ څخه تر ۷ بجو پورې رسمي غونډه وي چې په وطن مئين هر ځوان پکې کولی شي د دې پرلت د دوام او لا غښتلتيا لپاره خپل نظريات په ازادانه ډول شريک کړي.»

د نوموړي په خبره یاده خیمه به تر هغې ولاړه وي چې په پاکستان کې پښتاته خپلو حقه حقوقو ته ونه رسیږي او همدا راز په افغانستان کې د روانو جګړو له کبله د لسګونو بې ګناه افغانانو وژنې ته د پای ټکی نه وي کیښودل شوی او په هېواد کې د سولې او امن څادر نه وي غوړېدلی.

د پښتنو لر او بر پرلتونه او سولیزې مبارزې په ښه فال نیول کیږي او له دې داسې انګیرل کیږي چې پښتنو اوس د خپلې بقا لپاره په اصلي لارو چارو قدم ور واخیست.

راپور: محمد عزيز پردېس

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی