سیاست

د ښې حکومتولۍ درې اړین ټکي؛ مشروعیت، حاکمیت او واک

لیکنه: ياران

لیکنه: مسیح الله نوري
په اوسنۍ نړۍ کې حکومتوالي او ټولنیز اقتدار په ټولنو کې په یو مهم اصل بدل شوی. د داسې ټولنې لټون چې حکومت او رهبریت ونه لري یو ستونزمن کار دی. په ټولنو کې وګړي د خپلمنځي نظم او پایښت لپاره اړ دي تر څو حکومتونه جوړ کړي.

حکومتونه په بېلابېلو لارو چارو جوړیږي، ځینې د وګړو په خوښه منځ ته راځي چې د خپلواکو او پټو ټاکنو حکومتي جوړښتونه یې ښه بېلګه ده، ځینې بیا د تورې او ټوپک په زور حکومتوالي کوي او داسې نور… هغه مسأله چې د ډېرو پولېټیکل ساینټسټآنو اندونه يې ځانته را اړولې دا ده چې د ښې حکومتوالۍ لپاره معیار په کومو ټکو کې نغښتی؟

مشروعیت، حاکمیت او واک هغه درې اړین ټکي دي چې د حکومتوالۍ او رهبرۍ یو ښه انځور مونږ ته را ښيي. د هر عنصر شتون په حکومتوالۍ کې اړین دی او یوازې په یوه عنصر مختګ ناشونی ده.

مشروعیت:
دا اصطلاح د منځنیو پیړیو راهيسې په ډېره پراخه معنا د حکومتوالۍ په چوکاټ کې کارول کیږي. مشروعیت یو فکري پدیده ده چې د خلکو په اندونو کې د حکومت سلطې ته د پوره حق جامه وراغوندي.
په دې معنا چې خلک دا فکر وکړي چې حکومت د حکومتوالۍ پوره حق لري او مونږ د حکومت پر وړاندې د تابعدارۍ مسؤولیت لرو. د هر دیموکرات او دکتاتور حکومت هیله ده چې د خلکو په وړاندې ومنل شي او د خلکو طرزالفکر د خپلو ګټو پر وړاندې بدل کړي.

په لنډو ټکو د مشروعیت تعریف دا ډول کولای شو:
د خلکو په ذهنونو کې د منل شوی حکومت انځور ته د حکومت مشروعیت وایي. د مشروعیت معیار او مقیاس په ساده توګه د نظامي جوړښت په ډېرښت او یا کمښت پورې تړاو لري. د بیلګې په توګه ډنمارک او ناروې د کمو پوځي سرتېرو له اړخه حکومت ډېر مشروعیت لري، ځکه چې حکومت د تهدید او زورواکۍ کومه نښه نه ویني. بل طرف ته عراق او شمالي کوریا د ډېرو پوځي سرتېرو د لرلو له اړخه په پوره توګه مشروعیت نلري، دا ځکه چې حکومت تهدید محسوسوي او د اجبار کار اخیستې ته اړتیا ویني.

د مشروعیت نشون بېلابېلې سیاسي، ټولنیزې او اخلاقي ستونزې جوړولای شي. که چېرې یو حکومت پوره مشروعیت ونه لري، نو خلک به مالیاتو د تادیه لپاره زړه نه ښه کوي او د عمومي نافرمانۍ ګواښونه لیدل کیږي.

د مشروعیت په نشتون کې حکومتي جوړښتونه به ډېر ژر له منځه ځي او د خلکو باور د حکومت پر وړاندې کمیږي.

د مشروعیت اړوند مهمه موضوع دا ده چې څنګه یو حکومت کولای شي چې په خلکو کې مشروعیت ومومي؟
په ډېره ابتدايي سطحه کې د امنیت تأمین ډېره اغېزه لري. که چېرې وګړي ځانونه مصؤن احساس کړي، د دوی په اندونو کې به د حکومت پر وړاندې یو
باور منځته راشي.
اقتصادي تګلارې او پروژې چې د هغو په واسطه د خلکو د ژوند سطحه لوړه شي هم کولای شي چې حکومت ته په لویه پیمانه مشروعیت ورکړي. بل خوا
حکومتي ساختار او جوړښت، چې په هغې کې خلک خپل ځانونه د استازو په وسیله په حکومت کې سهیم وبولي، کولای شي چې حکومت ته مشروعیت وروبښي.

حاکمیت:
حاکمیت د پولیټیکل ساینس یوه اړینه سرلیکه بلل کیږي. پخوا د حاکمیت کلمه
قبیلوي او سلطنتي حکومتونه ته منسوبه وه، خو اوس مهال حاکمیت د یوه حکومت پر یوه معینه او مشخصه ځمکه د واک په معنی ده.
دولتونه خپل سرحدونه تر کنټرول لاندې راولي او پوځ روزي تر څو د بهرني یرغلګرو پر وړاندې غبرګړون وښایي، حکومتونه د خپلې یوې لوېشتې خاورې نه ساتنه کوي او د خلکو غبرګون د حکومت د پرېکړو پر وړاندې کنټرولوي. همدغې لارې چارې د پوره حاکمیت د جوړولو لپاره ترسره کیږي.
په لنډو ټکو ویلای شو چې د دولت په یوه معلومه ځمکه او وګړو د واک لړۍ ته حاکمیت وایي.

حاکمیت او مشروعیت تر ډېره یو بل سره نږدې اړیکې لري، یعنې د مشروعیت نشتون د حاکمیت نشتون او د حاکمیت نشتون د مشروعیت نشتون زیږوي.
حکومتونه د پوره حاکمیت د درلودلو لپاره د خلکو پوره باور ته اړتیا لري. د
وګړو ونډه د دولت د حاکمیت د ټینګولو لپاره ډېره اړینه لیدل کیږي ځکه چې د
دولت د حاکمیت مهم عناصر د ټولنې وګړي دي.

حاکمیت یوه اکتسابي پدیده ده، یعنې دولتونه اړ دي چې د حکومتولۍ اړین اړخ په
هر قیمت چې وي تر لاسه یې کړي. ښې بېلګې یې عراق، چیچینیا او فلسطین دي.

واک:
په ټوله کې واک د یوه رهبر او سیاستوال هغه سایکولوجیک توانېدل دي، چې د هغې په واسطه خلک د خپل ځان تابع ګرځوي. د واک درلودل په دې اړه لري چې یو رهبر په کوم مقام کې دی او څومره صلاحیت لري.

دا الزامي نده چې د ټولنې ټول وګړي د رهبر او ولسمشر تابعداري وکړي، مګر د حکومتولۍ فطري ذات داسې دی چې د ټولنې ډېری وګړي به د ولسمشر او رهبر پوره تابعداري ساتي. دا تابعداري هغه وخت رامنځته کیږي چې خلک د ولسمشرۍ مقام ته په پوره مشروعیت سره وګوري.

واک خپل ډولونه لري چې د حکومتي جوړښت پورې اړه لري. د بېلګې په طور په دموکراتیک او جمهوري دولتونو کې واک د خلکو او وګړو نه د ټاکنو په واسطه رهبر او ولسمشر ته لېږدول کیږي او په دکتاتور دولتونو کې او په خاصه توګه هغه دولتونه چې د جبر او زور له لارې حکومتولۍ ته رسیدلي، واک د خلکو نه په جبري توګه د خلکو نه ترلاسه کوي. په لنډو ټکو کې واک داسې تعریفوو:

واک د رهبر هغه وړتیا ده چې د هغه په واسطه د خلکو په استازیتوب ملي پرېکړې کولی شي.

پورتنۍ لیکنه په لنډو کرښو کې دا ډول وړاندې کولای شو:
مشروعیت یعنې حکومت او حکومتوالۍ ته درناوی، حاکمیت یعنې مملکت او ملي ګټو ته درناوی او واک یعنې ولسمشر او د ولسمشر پرېکړو ته درناوی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران