بریا او پرمختګ زده کړې

د ښې او ګټورې مطالعې رازونه؛ د یوې افغان محصلې ۱۳ لارښوونې

لیکنه: ياران

د نرګس صافۍ لیکنه

که غواړئ چې ډېر څه زده کړئ د نړۍ له بېلابېلو تېرو او اوسنیو پېښو، فرهنګونو، دودونو، شخصیتونو، دولتونو، سیاستونو او پرمختګونو خبر شئ، نو مطالعه وکړئ.

لکه څنګه چې خبر یاست پخوا وختونو کې، چې نه کتاب، نه قلم و، نو ځنې پېښې، کیسي او نکلونه به له یوه نسله بل نسل او له یوې پېړۍ بلې پېړۍ ته په ویلي بڼه انتقالېږدل چې حتآ ډېر څه به پکې هېر او نیمګړي ول. ځکه چې د لیکلو اسانتیا په پراخه کچه نه وه برابره او نه د خلکو ورپام وو.
خو د اوسنۍ نړۍ او ټیکنالوژۍ د پرمختګ له امله په هرځای کې په ډېرې اسانۍ سره خلک کولی شي چې مطالعه وکړي.

اوس وخت کې خبره له هارډ سافټ یا هم انلاین لوستلو ته،لوستوونکي یې په هر ځای او هر کله چې وغواړي مطالعه کولی شي.

ځکه په کمپیوټرونو، موبایلونو او انټرنیټ کې ډیر کتابونه شته او هغه سیمې چې له ښاره لرې او خلک یې ټیکنالوژۍ ته لاس رسی نه لري، نو اوس هم د اړتیا پر وخت کې کتابونه مطالعه کوي.

دا پورته خبرې مې په دې اساس وکړې چې پخوا څه ډول او اوس کوم ډول سهولیتونه شته چې باید استفاده ترې وکړو.

نو ټول هغه زده کوونکي او لوستونکي چې غواړې په سمه توګه مطالعه وکړي، دا ټکي دې نظر کې ونیسي:

۱ـ تشریح
درسونه یا لیکنه مو ولولئ په مفهوم یې ځان وپوهوئ، له څو څو ځله تکرار وروسته به مو ښه زده شي .

۲ـ نښه کول
د لیکنې اړینې برخې لکه؛ تعریفونه، کلونه، عنوانونه، لنډ او اړین ځایونه یې په نښه کړئ، په بیا بیا لوستولو به مو ذهن کې پاتې شي.

۳ـ په مانا پوهېدل
لیکنه په فزیکي ډول مه زده کوئ، لومړی یې په مانا ځان وپوهوئ، که چېرې ټول کتاب هم حفظ کړئ او په مانا یې ونه پوهېږئ، نو هسې به مو خپل وخت بې ځایه تېر کړی وي او هغه څه چې تاسې غواړئ زده به یې نه شئ کړای.

۴ ـ ترپایه لوستل
لیکنې مو په ارامو مغزو په ډېره حوصله او صبر له سره تر پایه ولولئ دا کړنه مو ذهن پیاوړی کوي او ژر مو زده کیږي.

۵ ـ مرکزي ټکي
ځنې وخت لوستونکي په بیا بیا ځلې لیکنې لولي، خو نه یې یادیږي، نو په دې وخت کې هغه ټکي یا جملې چې نه مو زده کیږي، په کتابچو یا ڼو یې څو څو ځله ولیکئ، زده به مو شي.

۶ ـ عملی لوستل
کله چې مطالعه کوئ نو له ځان سره هوډ وکړئ چې په عملي او پوره ډول مو فکر او ذهن مطالعې ته واړوئ، د مطالعې په وخت کې مو له نورو فکرونو او سوچونو څخه ځانونه وساتئ.

۷ ـ بیا ځلې لوستل
هغه درسونه یا لیکنې چې په پوهنتون، ښوونځي، مدرسو او کورسونو کې یې لولئ، نو کور کې هم همدا تېر شوی لوست بیا ځلې ولولئ، هم به مو لوست بیا ځلې تکرار شي او هم به مو ښه زده شي.

۸ ـ وپوښتئ
هر هغه څه چې که مو په کور کې لوستي وي او یا مو ټولګي کې لوستي وي او پرې نه یاست پوهیدلي، نو د پوښتنې په مرسته کولی شئ چې خپل ځواب تر لاسه او ځان پرې پوه کړئ.

۹ ـ په ځان ډېر فشار مه راوړئ
په یو ځل څو پاڼې مه لولئ، په حوصله او صبر یې لږ لږ ولولئ، ځکه ډېر او په پرله پسې ډول لوستل مو په ذهن بوج ( فشار ) راوړي او نه شئ کولی چې په سمه توګه یې زده کړئ.

۱۰ ـ په مطالعه کې بهانې مه لټوئ
کله چې مطالعه کوئ داسې مه وایاست چې ځه وروسته به مطالعه وکړم، ځه اوس به دا کار هغه کار وکړم، اوس به تلویزون وګورم، او همداسې نورې بهانې مو له کاره اوباسي، نو هڅه وکړئ چې له دې کاره او بهانو لټولو څخه ځان وساتئ.

۱۱ ـ تفریح
له مطالعې سره لږه تفریح هم وکړئ، ځکه بیا نه مو ذهن ډېر ستړی کیږي او نه هم ستاسې له ډېرې مطالعې څخه زړه توریږي، نو د مطالعې په منځ کې لږه تفریح کول هم اړینه ده. کله چې له تفریح څخه وروسته مو پر ذهن او جسم باوري وۍ چې ورته تیار یاست بیا مو مطالعه پیل کړئ.

۱۲ ـ مطالعې ته وخت ټاکل
کله چې مطاله کوئ، نو وخت ورته وټاکئ، هغه ستاسې خپله خوښه؛ ځان، ذهن او حوصلې ته مو وګورئ چې څومره وخت مطالعه کولی شئ، یوساعت، نیم ساعت، شل دقیقې… همداسې په ټاکلي وخت او په کلک هوډ مطالعه وکړئ.

۱۳ ـ ځان هڅه ونه
له مطالې پیلولو څخه لومړی د ځان هڅوونې لپاره ځان ته ډالۍ وټاکئ، که هغه هر څه وي، مثلآ ووایاست که دا مطالعه مې په ټاکلي وخت وکړه او څه مې ترې زده کړل، یوه ( مڼه) به وخورمه یا به یوه پیاله (شیدې) وڅښمه یا هم داسې یو بل کار چې ستاسې خوښ وي، نو په دا توګه به مو هم ځان هڅوولی وي، هم به مو مطالعه په سمه توګه کړي وي.

پای درته دا پيغام لرم چې که غواړئ چې د پوهې کچه مو لوړه وي، ذهن مو له هر ډول معلوماتو ډک وي، یو غوره او پوه شخصیت ولرئ، نو د مطالعي لمنه مه پرېږدئ، مطالعه به مو لوړو پوړیو ته ورسوئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران