روغه سټه ژوند او ژواک

د ښځو پر مخ د ناغوښتو اضافي ویښتو علتونه، تشخیص او درملنه

د ښځو او نجونو پر مخ او نورو وجود د ناغوښتو ويښتو لویدل د هیرستوتیزم په نوم د یو وضیعت نتیجه ده.

ټولې ښځې پر مخ یو څه ويښتان لري، خو دا ډیر نري اوتت  رنګ لري چې له پوستکي سره نه ښکاري.

د ښځو پر مخ د عادي او هغو ويښتو ترمنځ توپیر چې (هیرستوتیزم ) له کبله رامنځ ته شوي یوازې د ويښتو په رنګ او غټوالي کې دی. پر مخ، څنګلو، سینه او ملا ناغوښتي ويښته عموما درشت او تیاره رنګ لري.

ډاکتران عموما په دا ډول وضیعت کې باور لري چې د یوې ښځې په وجود کې نارینه هورمونونه زیات شوي. د هورمونونو نامتوازنوالی خپله یو ډول روغتیايي وضیعت دی. خو د اندېښنې خبره ځکه نه ده چې د هورمونونو د توازن لپاره لارې چارې او درملنه شته او که یوه نجلۍ یا ښځه له دا ډول ستونزې سره مخ وي، د هواري لپاره یې ګڼې لارې لري.

د هندوستان د جلدي ناروغیو په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه ښيي چې په سلو کې له پنځو تر لسو پورې ځوانې نجونې یا ښځې له (هیرستوتیزم ) سره مخ دي.

دا یو ډول ارثي ستونزه هم ده، که چیرې ستاسو مور یا خور یا د کورنۍ بلې کومې نژدې غړې پر مخ ناغوښتي ويښته درلودل ددې احتمال شته چې تاسو یې هم ولرئ.

همدارنګه څيړنو ښودلې چې د منځني ختیځ، مرکزي اسیا، جنوبي اسیا او مدیترانه يي هیوادونو ښځو کې دا ستونزه تر لویدیځو هېوادونو زیاته ده. پر مخ او د وجود په نورو برخو ناغوښتي ويښته خطرناک نه دي خو د ځینو ښځو لپاره د اندېښنې سبب کیږي او یا یې ښکلا ته صدمه رسوي. خو که سبب یې د ښځې په وجود کې د هورومونونو نامتوازنوالی وي نو هورموني ګډوډي د ځينو نورو روغتیايي ستونزو سبب کیږي هم.چې پر وخت درملنه پکار ده.

د ځينو ښځو پر مخ ولې ناغوښتي ويښته راپورته کیږي؟

د ښځو پر مخ او وجود اضافي ويښته ډیر کله د اندروجین( androgens) هورمونونو د زیاتوالي له کبله وي. ټولې ښځې اندروجین هورمون په وجود کې تولیدوي. خو عموما ددې عادي ترشح ډیره کمه وي. ځینې روغتیايي وضیعتونه ددې سبب کیږي چې د یوې ښځې وجود له عادي اندازې زیات اندروجینونه تولید کړي. ددې هورمونونو زیاته ترشح په ښځو کې د سړیو ځینې نښې لکه پر مخ، ټټر او څنګلو ويښته لویدل، غږ ډډیدل او نورې رامنځ ته کوي.

د تخمدان د پولي سیستیک سندروم (Polycystic ovarian syndrome )

د تخمدان د پولي سیستیک سندروم په ښځو کې د جنسیت د هورمونونو نامتوازنوالی دی. او کله ناکله په تخمدان کې د سیست د رامنځ ته کیدو سبب کیږي هم. د ښځو پر مخ، لاسونو او ټټر د اضافي ويښتو د راپیدا کیدو یو لوی سبب دا روغتیايي وضیعت دی. د امریکا د کورنیو ډاکترانو ژورنال وايي د هرو څلور ښځو څخه چې پر مخ د ويښتو د زیاتیدو شکایت کوي درې یې دا ستونزه لري. په تخمدان کې د سیست جوړیدل د هورمونونو تولید باندې اغیز کوي. د ګډوډ میاشتني عادت ( قاعده ګۍ ) سبب کیږي او د باردارۍ چانس راکموي.

په امریکا کې د ښځو د روغتیا یوه اداره وايي، د تخمدان د پولي سیستیک سندروم لرونکي ښځې ښايي پر وجود ځوانکې یا دانوکۍ ولري او دا امکان هم شته چې وزن یې زیات وي. پر دې سربیره ښايي دا علامې هم ولري.

• د ستړیا او ستومانۍ احساس
• د موډ او طبعې خرابوالی او زر زر بدلیدل
• نه حامله ګي
• سردرد
• د خوب ګډوډي
• د ورنونو شا او خوا درد

د ادرنال د غدې نامنظمي

د ښځو په وجود کې د هورمونونو د نامتوازنۍ بله بڼه د ادرنال د غدې نامنظمي ده. د ادرنال غدې ستاسو په وجود کې له پښتورګو لږ پورته موقیعت لري چې د ځینو هورونونو د ترشح چاره ترسره کوي. ددې غدې ناسم فعالیت هم په وجود کې د هورموني ګډوډۍ سبب کیږي او دا احتمال شته چې د ښځو پر مخ، او نور وجود اضافي ويښته وده وکړي.

د ادرنال د غدې د نامنظمې نورې علامې ښايي دا واوسي.

• د وینې لوړ فشار
• د هډوکو او عضلاتو کمزوري
• د وجود په پورتنۍ برخه کې ډیر وزن
• سردرد
• په وینه کې د خوږې لوړوالي یا کموالی

ځینې دواګانې او درمل لکه هغه چې د ويښتو د لویولو لپاره کارول کیږي یا د ځینو هورونونو اخیستل هم د ځینو ښځو پر مخ د ناغوښتو ويښتو د راپورته کیدو سبب کیږي.

د هیرستویزم( یا د ښځو پر وجود د اضافي ويښتو د ودې) تشخیص

ستاسو عمومي ډاکتر به له تاسو ستاسو د وضیعت تاریخچه او ماضي وپوښتي. هغه درمل چې خورئ یې خپل ډاکتر ته یې په اړه ووایئ. پر دې سربیره ښايي ستاسو ډاکتر ستاسو لپاره د وینې ځینې معاینات تجویز کړي، څو ستاسو په وجود کې د هورمونونو کچه او توازن معلوم کړۍ شي. په ځینو مواردو کې ښايي ستاسو ډاکتر ستاسو په وینه کې د شکر معاینه هم وکړي. په تخمدان کې د سیست یا راټولې شوې غوټې چې په ځینو مواردو کې د هورمونو د ګډوډۍ سبب کیږي د معلومولو لپاره ښايي ستاسو ډاکتر الټرا ساونډ یا تلویزوني معاینه خپله وکړي او یا مو بل ځای ددې معاینې لپاره واستوې.

ددې له نتایجو وروسته ستاسو ډاکټر ستاسو پر مخ او نورو وجود د ناغوښتو ويښتو سبب معلومولی شي او درملنه یې اسانه ده.

د اضافي او ناغوښتو ويښتو لپاره درملنه

د هورمونونو تنظیم

که وزن مو زیات وي، ډاکټر ښايي درته د وزن د کمولو سپارښتنه وکړي چې ورسره به ستاسو د ويښتو وده هم کمه شي. چاغوالی په وجود کې د هورمونونو د ترشح پر پروسه اغیز کوي. د خپل وزن کمول ښايي ستاسو په وجود کې له درملو پرته د انډروجینونو اندازه راکمه کړي.

که چیرې ستاسو پر مخ او نورو وجود د اضافي ويښتو سبب د تخمدان د پولي سیستیک سندروم وي نو ښايي طبي درملنه وغواړي، ځینې درمل شته چې د ډاکتر په سپارښتنه یې کارولی شئ او دا ستاسو په وجود کې د هورمونونو توازن رامنځ ته کولی شي.

کریمونه

ستاسو ډاکتر ښايي تاسو ته ځينې کریم ولیکي چې پر مخ کارول به یې ستاسو د مخ د ويښتو وده کمه کړي. همدارنګه ښايي د اضافي ويښتو د لرې کولو ځینې سپارښتنې او لارې چارې درته تجویز کړي.

د لیزر په وسیله د ويښتو لرې کول

د لیزر په وسیله د ويښتو په لرې کولو کې د ويښتو په بیخونو د لیزر شعاع کارول کیږي چې د ويښتو بیخونه زیانمنوي او بیا نه ښي کولی ويښته لوی کړي او هغه ويښته چې شته غورځوي. که په سمه او مسلکي توګه وکارول شي، د لیزر په وسیله د مخ د ويښتو درملنه ددې ستونزې دایمي یا دایمي ته نژدې چاره ده.

د مخ د ويښتو برېښنايي لرې کول

دا یوه داسې پروسه ده چې په کې د هر ويښته بیخ ته جلا کرنټ ورکول کیږي چې ډير وخت نیسي. د لیزر او بريښنا په وسیله د مخ د ويښتو لرې کول دواړه قیمته تمامیږي او باید څو ځل ترسره شي څو سمه نتیجه ورکړي. ځينې ناروغان دا پروسه یو څه ستونزمنه او په کمه اندازه دردناکه ګڼي.

 

ګڼې کورنۍ لارې چارې شته چې نجونې او ښځې پر د خپل مخ ويښته لرې کوي. دلته یې د څو چارو لنډه یادونه کوو.

۱ـ د هګۍ سپین د جوارو له وړو او بورې سره ګډ کړئ. د مخ پر ويښتانو يې پورې کړئ. نیم ساعت وروسته يې پریمنځئ.

۲ـ بوره او د لیمو جوس سره یوځای کړئ. د مخ پر ويښتانو يې پورې کړئ. ۱۵ دقیقي وروسته يې پریمنځئ.

۳ـ د بادامو غوړي لږ ګرم کړئ. د خپل مخ پر ويښتانو يې پورې کړئ. نه یواځې دا چې د بریتونو ویښتان به مو له منځه لاړ شي، بلکي پوستکی به مو هم نرم او سپین شي.

د ښځو پر مخ او نورو وجود د اضافي ويښتو راتلونکی

د ښځو پر مخ او نورو وجود د اضافي ويښتو موجودیت یو اوږدمهالې ننګونه ده. خو داسې څه نه دي چې چاره ونه لري. هغوی چې د هورمونونو د نامتوازنوالي څخه ورته دا ستونزه پيدا شوي وي، عموما په درملنه ښه کیږي. او د تشویش وړ نه ده.

هر څومره زر چې د مخ د ويښتو علت معلوم شي، هومره زر یې درملنه او چاره ممکنه ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */