ټولنیز ژوند

د ښځو د ورځې په مناسبت د لس افغان ښځینه فعالانو لنډې څرګندونې

اتم د مارچ د نورې نړۍ په څیر په افغانستان کې هم د ښځو د پیوستون د ورځې په توګه لمانځل کیږي. دا ورځ یوه تشه لمانځنه نه ده، بلکې هدف یې دا دی چې په ټولنه کې د ښځو ستونزو او له دوی سره ناسم چلن ته پاملرنه واوړي.

دلته مو د څو افغان ښځو له لیکنو او مرکو، څخه د ښځو د ورځني ژوند، بریاوو، هیلمندیو، او ستونزو په اړه څو جملې راټولې کړي دي.

1- شکریه بارکزۍ، افغان سیاستواله او ډیپلوماټه

”له بده مرغه زموږ نارینه واکې ټولنه غواړې ( د ښځو ) غږونه وانه وریدل شي. دا داسې غږ دی چې ان یو شمیر سیاستوال یې هم د غلې کولو کوشش کوي. خو ددې ټولو ستونزو سره زه او میلونونه نورې افغان ښځې په خپلو نه ستړې کیدونکو هڅو توانیدلې یوو چې لږ تر لږه د هیلو یوه دریڅه د راتلونکو نسلونو او د افغانستان بچیانو ته پرانیزو.“

2- شهلا ځلاند، موسیقي جوړونکي او سندرغاړې

” افغان ښځې نور په قفسونو کې نه دي. موږ به خپل سرونه لوړ نیسو او د خپلو حقونو او درنښت لپاره به مبارزه کوو.“

3- پروین پژواک، لیکواله او شاعره

 

” زه غواړم چې د افغانستان د نوي نسل ښځې او نجونۍ، پرلپسې کار او کار وکړي. موږ له یو والي او کار پرته خوځښت نه شو رامنځ ته کولی. انزوا زموږ پر ځان باور وژني. موږ اړتیا لرو چې پر ځان باور او اعتماد پیدا کړو، او مونږه باید یوه بله پیاوړي کړو. “

4- لینا روزبه، ژورنالیسته او شاعره

” غواړم زموږ د هیواد ښځې په دې حقیقت پوه شي چې دوی هم د دین له نظره، هم د مدني قوانینو له نظره او هم د بشریت له نظره له سړیو سره برابرې دي. خدای پاک دوی یو برابر پیدا کړي. “

5- زرغونه ګرګر، لیکواله او ژونالیسته

 


” افغان ښځې نورې خاموشې نه دي. دوی د پرمختګ لپاره یو ځواک دی. له همدې مهاله وروسته که چیرې موږ زامن ولرو، موږ به هغوی ته ورزده کړو چې د نجونو د حقونو لپاره ودریږي. که لوڼې ولرو موږ به ډاډمنه کړو چې هغوی په دې پوه شي چې دوی ارزښت لري او د هغو ښځو هڅې چې تر دوی یې مخکې کړي په یاد ولري. زموږ هلې ځلې به دوام کوي او زموږ هیلې به نه مړاوې کیږي.“

6- مهناز رضايي، لیکواله او فعاله

مونږه، افغان ښځې باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړو او د خپلې اقتصادي او فکري خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره باید کار وکړو. کومه ښځه چې له مالي پلوه پر خپل پلار، ورور او یا ژوند شریک تکیه وي، د خشونت او زپنې په وړاندې تر نورو ډیره اسیب پذیره وي.“

 

7- حمیرا ثاقب، فعاله او ژورنالیسته

” موږ په یو داسې هیواد کې د مساوات، عدالت، برابرو حقونو لپاره کار کوو، چیرې چې ښځې یوازې د ښځې په توګه د موجودیت له کبله زنداني کیږي، په صحرايي محکمو کې سنګساریږي، او په ګڼ شمیر کې له جنسي تیریو او ځورونو سره مخ دي.
دا خبرې تش شعارونه نه دي. بلکې دا د خبرداري غږ دی چې موږ یې د سخت دریځو، ترهګرو او نورو هغو غوږونو ته رسوو چې د ښځو د غږ اوریدل نه غواړي. “

8- سهارا کریمي ، فلم جوړونکي


” موږ، افغان ښځې، باید په یاد ولرو چې فرصتونه ډیر کم دي. په همدې خاطر باید موږ شته فرصتونه په مؤثره توګه وکاروو، چې وده وکړو، خپل ځانونه جوړ کړو، زده کړه وکړو، او چې بهتره شو. نو هله به موږ وکولی شو چې په خپل هیواد کې د پرمختګ په یو ځواک بدل شو، داسې چې بیا هیڅوک دلته زموږ له قوت انکار نه شي کولی.“

9- اریانا سعید، سندرغاړې


” زه د افغان میرمنو د پیاوړتیا لپاره سندرې وایم. ګڼ افغانان زما ملاتړ کوي. دا دوی مینه ده. د دوی حمایت ما ته مثبت انرژي راکوي او دا فکر راکوي چې هغه څه چې زه یې کوم سم دي او زه باید په خپل کار کې له چا ونه ویریږم. زه باید مبارزه وکړم، او خپلې لارې ته ادامه ورکړم. “

10- سونیتا علي زاده، سندرغاړې او فعاله

” زما د ګران هیواد ښځو ته : پر خپل ځان باور ولرئ، تاسو پیاوړي یئ. د خپلو خوبونو، هیلو او هدفونو په اړه هره ورځ خبرې وکړئ. څو هر څوک پوه شي چې تاسو یئ او تاسو د انتخاب حق لرئ. “

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات