ټولنیز ژوند

د ښځه او خاوند ترمنځ د ښکلي ګډ ژوند څو اړینې لارښوونې

 ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

هره جوړه (ښځه او میړه) په خپل منځ کې له یو بل سره د ژوند په ځینو مسایلو شخړې کوي. خو که چیرې ستاسې مینه له خپل خاوند او یاهم د خاوند له میرمنې سره رښتینې وي او غواړئ چې تل ورسره رښتیني پاتې شئ، نو کولای شئ چې په زغم او پوهاوي سره د شخړو مخه ونیسئ. لاندې ځینې لارچارې په روښانه توګه بیان شوې دي:

۱-  یو بل ته وخت ورکړئ او کله چې سره یوځای یئ، نو له وخت څخه ګټه واخلئ. د خپل کار او نورو مسایلو په اړه فکر مه کوئ؛ د بریښنايي توکو (ټیلفون، ټابلیټ او کمپیوټر) د کارولو څخه ډډه وکړئ او یوازې یو بل خبرو ته غوږ ونیسئ او یو بل ته ارزښت ورکړئ.

۲-  د ټولو ښو او بریالیو اړیکو کلي خبرې اترې دي، نو اړینه ده چې باید د ورځې په اوږدو کې له یو بل سره خبرې وکړئ. همدارنګه، هر ماښام یو بل ته دا هم ووایئ چې ورځ مو د ژوند له ملګريملګرې سره څنګه تیره شوه او خپل احساسات مو له یو بل سره شریک کړئ ترڅو له ناسم پوهاوي مخنیوی وکړئ.

۳- د شخصي مسایلو شریکولو ته د پای ټکی مه ږدئ، ځکه چې تاسې اوس میرمن او خاوند یاست. هر وخت دا هڅه وکړئ، چې د ژوند د ملګريملګرې په زړه کې ځان ته ځای پیدا کړئ او په ځان یې مینمېینه کړئ. له یو بل سره لوبې او شوخي وکړئ او د مینې په نړۍ کې مو خاطرې اظافه کړئ ترڅو خپل خوشاله ژوند ته ادامه وکړئ.

۴- لکه څنګه چې تاسې دواړه مختلف افراد یاست، نو دا روښانه ده چې ستاسې د کارونو او شیانو ذوق به هم مختلف وي، نو د یو بل همدغې پدیدې ته باید درناوۍ ولرئ. له یو بل سره شوخي وکړئ د دې پار چې وخت مو په هغه څه تیرشي، چې ستاسې خوښیږي.

۵-  د مقابل لوري په بدلولو کې زیاته هڅه مه کوئ، ځکه په دې کار سره ښايي چې ستاسې عادتونه هم بدل شي. هڅه وکړئ چې له یو بل سره ځان روږدي کړئ او د یو بل په عادتونو او کړنو کې مو چې څه خوښیږي او څه نه خوښیږي، په روښانه توګه یو بل ته ووایئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل