زده کړې

د ښوونځیو ځینې ستونزې او حل لارې یې

 

لېکنه: آغاملوک سهار

اوس د ښوونځيو ازمویني هم دي، په دي اړه مې غوښتل ځینې ستونزې په دې لیکنه کې یادې کړم.

لومړی خو د ښوونځي مضامین زیات دي. ډیرو زده کونکو ته دا ستونزمنه ده چې دا ټول مضامین دې ښه زده کړي.

زه چې مسلک مې کمپویټر ساینس دی یوه ورځ یو ښونځي ته ورغلم، د کمپویټر مضمون کې ټول دا و چې دلته کلیک کړه، هلته ولاړ شه او داسې نور… کمپویټر چې عملي نه وي نه زده کیږي. په تیوري برخه کې هم ډیر شیان اوس په درد نه خوري لکه د پلاپي ډیسک کیسه.

هغه د چینایانو متل دی چې تر سل حکایتونو یو تصویر ښه دی. ځیني اساسي مضامین د محتوا له خوا کمزوري دي. نوی چاپ یوه اندازه کاپی پیسټ ته ورته دی. د ژباړي اصول په نظر کې نه دي نیول شوي. سره ددې چې ځینې کتابونه تصویري دي خو ددې پر ځای چې زده کونکي جذب کړي ګنګسوي یې.

په ځانګړې توګه اساسي مضامین لکه فزیک، کیمیا، ریاضي،بیولوژي او داسې نورو کې موضوعات سم نه دي تشریح شوي. روښانه مثالونه او بیلګې نه دي راوړل شوي.

ځینې درسي کتابونه له ټایپي تیروتنو ډک دي، زه چې خپله په دوولسم ټولګي کې وم دې موضاعاتو ګنګس کړي وم، ځیني به مې ښه د کانکور لپاره مخانیک کړي وو خو په مفهوم یې نه پوهیدم، بیا مې د پولیتخنیک له محصلینو سره یو ځای کورس شروع کړ، د پوهنتون استاد ور باندي پوه کړم.

فیډبک

زموږ په ښوونځيو د فیډبک سیستم صفر دی، هيڅ داسي څه نسته چې دا وښيي چې دا کتاب، دا موضوع، دا نصاب، دا میتود څومره موثر دی. لکه په اقتصادي برخه کې چې دولت ته مالیات څومره مهم دي، په تعلیمي او تحصیلی برخه کې فیډبک هغومره مهم دی.

او وروستي خبره دا چې:

زموږ د ښوونځيو ډیری مضامین باید عملي واي خو یا خو په ښوونځیو کې لابراتوارونه نه شته، یا مسلکي کسان نه شته چې د عملي زده کړو مخه یې نیولې.

ښه لار داده چې ددي جدي اړتیا د پوره کولو لپاره باید له ویډیو سیسټم څخه کار واخیستل شي، په سي ډي ګانو او هارډیسکونو کې باید عملي تجربې راټولې او زده کونکو ته په ټولګیو د پراجیکټورونو له لارې وښودل شي. هغوی ته دې کاپي ورکړل شي چې کور کې یې وګوري.

دا کار یوازې یو سیستم غواړي او لګښت یې ښايي ډیر کم و اوسي.

اوسنی افغان زده کوونکي په یو نه يو ډول سمارټ فون، کمپیوټر، سي ډي پلیر ته لاس رسي لري او کولای شي له ویډیويي موادو په اسانۍ کار واخلي. د لیسانس، ماستري، دوکتورا محصلین د لابراتور په نشتون کي له دي میتود نه کار اخلي ښه دي زده کوونکي هم دا کار وکړي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */