شخصي وده

د ښه شهرت ترلاسه کولو لپاره څو لارچارې

 

ژباړه او زیاتونه: غازي عابد

نیک شهرت؛ هر څوک غواړي چې باید مشهور شي او ډیر خلک یې وپيژني، ځکه نیک شهرت په انساني ژوند کې بریا ده.

دلته له شهرته هدف دا دی چې سبا نور خلک هم ستاسې لار تعقیب کړي او ښه کارونه وکړي.

دا چې څنګه ښه شهرت ترلاسه کړو؛ دلته یو څو لارې چارې یې در ښیوو:

۱- زده کړه وکړئ.
زده کړئ تر څو مو چې وسه وي؛خصوصاً په خپل مسلک کې ډیره زده کړه او مطالعه وکړئ، څو خپل کار ښه پرمخ بوځئ او شهرت خپل کړئ.

۲- په محلي او اندکو کارونو او چارو کې فعاله ګډون ولرئ.
لکه د کور کلي او جومات په چارو کې، ښوونځي، پوهنتون، زده کړو ځای، په سیالیو، لوبو… مثبتو کارونو کې برخه واخلئ. په دې توګه به د خلکو د خوښې په شخصیت بدل شئ هرکله چې خلکو خوښ کړئ، له دې سره نیک شهرت هم در په برخه کیږي.
اکثره خلکو همداسې له محلي کچې ښه کارونه او کړنې پيل کړي چې تر لوړه حده رسیدلي دي.

۳- له نیک شهرت لرونکو، ښو او پوهو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ.
کله چې له داسې خلکو سره مو مخ کیدل زیات شي، نو د هغوی نیکې کړنې هم پر تاسې اغیز کوي او بلاخره د هغوی لاره تعقیبوۍ، چې په همدې ډول سره داسې یوې لارې ته وربرابریږئ څو خپله یو عالم، پوه، هوښیار او نیک شخص شۍ، کله چې داسې شوۍ، نو هر څوک غواړي له پوهو، عالمانو، نیکانو او هوښیارو خلکو سره اړیکې، روابط او مینه ولري. په همدې اساس به نیک شهرت ته ورسیږئ.

۴- له رسنیو سره اړیکې وپالۍ
نن سبا د رسنیو بازار ډیر تو دی. که مو تر وسه وو یا یې باید ځان تر وسې برابر کړئ. له رسنیو سره سره مرکو، خپرونو او بحثونو کې ګډون وکړئ.

همداراز نوښتګره او زحمت کشه اوسه، بیا دا نوښتونه که ته رسنیو ته وهم نه وايي، هغوی در پسې راځي او خپروي، په دې سره هم ښه شهرت ترلاسه کولی شئ.

مثلاً که د ولس لپاره رښتینې حق غوښتنه کوئ، نو له رسنیو مرسته وغواړئ او خپل غږ یې له لارې پورته کړئ، که دا کار مو رښتینی او نورو بدو موخو لپاره نه وو، نو خلکو ته به مو ګټه رسولي وي، خدای به هم درنه رضا وي او خپل شهرت او مشهورتیا به مو هم ترلاسه کړي وي. غوړي به لا غوړي وي.

۵- تل رښتیني اوسئ.

که چېرته مو دوه مخي وکړه، خدای به هم درنه ناراضي وي او ولس هم. هڅه وکړئ چې حق ویونکی او رښتینی اوسئ، هر کله چې رښتیني شوۍ، بیا درسره هر څوک مېنه لرې چې دا یو نیک شهرت او بریالیتوب هم در بخښي. اکثره خلک چې حقیقتونه وايي، نورو خلکو ته سخت ګران وي او ځان ترې قربانوي.
۶- ساده ګي غوره کړه.
ساده او بسیط ژوند غوره کړه چې خلک دې خوښ کړي، دا په دې مانا نه ده چې له نوې ټیکنالوژۍ خوند و کار مه اخله، بلکې هدف ترې دا دی چې عاجزي کوه، په خلکو کبر مه کوه، داسې اوسه چې خلک دا فکر ونه کړي، ګواکې کرکه ورځینې لرې. له خلکو سره په مسکا مخکیږه، له هغوی سره هغوی له سطحې سره سمې او برابرې خبرې کوه. هسې نه چې ته یوې غرنۍ سیمې ته ځې یا له داسې دهقان سره کیښنې چې تعلیم یې نه وي کړی، خو ته ورته غټې غټې خبرې کوي، هغه به څه پرې پوه شي، داسې باید ونه کړو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */