روغه سټه

د ښه خوب لپاره د خوب تنظیمونکې غدې فعالیت څومره مهم دی؟

 

ليکنه: داکټرعبدالصمد نظري

د پينيل په نوم غده Pineal gland)) په عصابوکې يوه وړه او کوچنی غده چې وزن يې تقريبا 100-150 ملي ګرامه شاوخوا دې، اساسي دنده (وظيفه) یې د خوب سموالی او د ملاتونين Melatonin) ) په نامه هورمون ترشح کول (توليدول) دي.

ملاتونین هغه هورمون دی چې د خوب په تنظیم او سموالي کې اساسي رول لري.
د پينيل غده په تاريکۍ ( تیاره) کې ښه فعالیت کوي او په زیاته اندازه د ملاتونین هورمون تولیدوي او همدا په تیاره کې د خوب د راتلو سبب کیږي. خو په روښنايۍ او د ورځې په اوږدو کې بیا ددې غدې فعالیت کمیږي او ډېر کم ملاتونین تولیدوي او یا یې هیڅ نه تولیدوي.

کله چې شپه او تیاره شي، ددې غدې فعالیت چټکیږي او په زیاته پیمانه ملاتونین هورمون تولیدوي چې ورسره انسان ته د خوب میل او اړتیا احساس کیږي.
د پينيل له غدې څخه د خوب د هورمون ترشح د شپې د ۹ بجو څخه پیلیږي او د سهار تر له ۲ څخه تر ۴ بجو ترمنځ موده کې خپلې لوړې کچې ته رسیږي. همدارنګه د سهار له اوو بجو مخکې بیرته په کمیدو شروع کوي.
ملاتونین هورمون د خوب پر تنظیم سربیره، د وجود حرارت کموي، انتي اکسیډانس خاصیت لري او پر دې سربیره پر وده او نمو ( بلوغت) مثبتې اغیزې کوي.
که چيرې دا هرمون د ورځي په اوږدو کې ترشح سي يا استعمال سي پر انسان خوب راوړي او بیا د شپې د خوب د کمیدو سبب کیږي.

مهم ټکی او لنډیز

کله چئ خوب کوئ، که د شپې وي که د ورځې، کوښښ وکړئ چې پر ځان تیاره جوړه کړۍ، د خوب د خونې کړکۍ په پردو بندې کړئ ، څو د خوب د هورمون تولیدونکې دا غده خپل فعالیت زیات کړي چې ورسره د ملاتونین ترشح هم په وجود کې زیاتیږي. له دې سره به تاسو ښه او منظم خوب وکړئ شئ، او له خوب تر پاڅیدو وروسته به د هوسایۍ او ارمتیا احسا کوئ.
برعکس که چيرې تاسې په روښنايۍ کې خوب کوئ، نو ددې غدې فعالیت به کم وي ، ملاتونین یا خوب راوړونکی هورمون به مو وجود کې کم تولیدیږي، خوب به مو ګډوډ او خراب وي. له خوب څخه تر پاڅیدو وروسته، خسته، ستړي او د نا ارامۍ احساس کوئ. همدارنګه کیدای شي د وینې د فشار د لوړیدو سبب هم شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */