د ښاغلي حکمتیار خبرو کې ۶ نوي ټکي او پرې تبصرې

حکمتیار په لغمان کې راڅرګند شو، له خبرو یې په ډاګه ښکاري چې په دریځ کې یې که ۱۸۰ درجې بدلون نه دی راغلی نو تر ډیره بدل شوی دی.

زه نه حزبي یم، نه اخواني یم، نه کمونیست یم او نه کوم بل لورې پورې تړلی یم. بلکې یو عادي ولسي افغان او پښتون یم. د همداسې یو عادي ولسي افغان او پښتون له لیدلورې د ښاغلي حکمیتار وروستۍ څرګندونې څارم ، نوموړې ډیرې خبرې کړي خو زه یې شپږ مهم ټکي درسره شریکوم او پرې لنډې تبصرې کوم. تر پایه یې ولولئ او بیا مو راسره نظر شریک کړئ.

 

1- ”جګړه ناروا ده “

ښاغلي حمکتیار په لغمان کې د وینا پرمهال طالبانو ته په خطاب کې وویل تاسو لا د میندو په غیږو کې وئ چې موږ د جهاد په سنګرونو کې پراته وو. ښاغلي حکمتیار په افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناروا وبلله. د حزب اسلامي دغه مشر د افغان دولت وسله والو مخالفانو ته په اشارې وویل ”تاسو له چا سره جنګېږئ؟ همدلته د لغمان له خلکو سره؟ له مجاهدینو سره؟ موږ داسې جنګ نه شو زغملي چې په جومات کې په سجده پروت کس باندې ډزې کېږي. ډزې کوي ګومان کوي چې له دې لارې به جنت ته ځي”.

تبصره :

حکمتیار چې پرلپسې یې په افغانستان کې په تیرو څو لسیزو کې د جګړې یو لوری و، ښايي لومړی ځل وي چې په دې هیواد کې روانه جګړه ناروا بولي. داسې ښکاري چې وسلوال طالبان د نوموړې دې خبرې سخت غوسه کړي. په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو او د دوی د پلویانو عکس العمل ددې څرګندوی دی.

د افغانستان د اوسنۍ جګړې د نارواتوب په اړه ګڼ افغان چارواکي او پخواني جهادي مشران نارې وهي، خو د حکمتیار په څیر د یو چا له خولې چې ټول عمر یې د جهاد په نوم په جنګ کې تېر کړي دا ډول څرګندونې ډیر اغیز لري او د طالبانو په لیکو کې د ځینو هغو کسانو پښې سستولی شي چې لا هم په دې خاطر د حکومت ضد جنګ کې ښکیل دي چې ورته روا ښکاري. او دا د افغانستان د سولې سره مرسته کولی شي.

2- پر ننګرهار د برید بښنه

ښاغلي حکمتیار وویل، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وخت پر ننګرهار د پخوانیو مجاهدینو، په تېره بیا د حزب اسلامي لوی برید یوه ‘تېروتنه’ وه، چې نوموړې یې په اړه بښنه وغوښته.

تبصره :

ښايي د حکمتیار ژوند کې لومړی ځل وي چې یوه تیروتنه مني او بښنه غواړي. په نړۍ کې په ګڼو هېوادونو کې چې د افغانستان په څیر جګړیز غوبولونه تیرې شوي وي او د پړ او ناپړ لوري معلومول ستونزمن وي، له خلکو بښنه غوښتل، ستونزې ډیرې راکمولی او سولې ته لاره هوارولی شي.

پر ننګرهار د پخواني شوروي پر مهال د مجاهدینو برید چې هغه مهال د پاکستان پوځیان هم ورسره مله وو، دواړو خواوو ته د ګڼو افغان زلمو په مرګ تمام شول.

دې جګړې په ننګرهار په ځانګړې توګه د جلال اباد ښار شا او خوا زیات اساسي دولتي تاسیسات سخت زیانمن کړل. نو که په اړه یې نور عدالت ونه شو لږ تر لږه د یو عامل بښنه یې مهم پرمختګ دی.

3- په غونډه کې د ښځو ونډه کمه ده

په ننګرهار کې د حزب اسلامي مشر په غونډه کې د ښځو کم حضور ته متوجې شو او ویې ویل ‘متاسف یم چې د نن په دې غونډه کې ښځې کمه ونډه لري، باید ډېره شي، د سندرو د ستیج پر سر راڅرګندېدا پرځای باید دوی ته اساسي حقونه ورکړل شي.”

تبصره:

دا هم ښايي د حکمتیار د پلویانو په ژوند کې لومړی ځل وي چې مشر یې په یوه اجتماعي او سیاسي غونډه کې د ښځو د کم حضور څخه سر ټکوي.

د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په افغانستان او په ځانګړې توګه په پښتنو سیمو کې په سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې پرلپسې د ښځو د ګډون پر مخنیوي ملامته ګڼل کیږي. دا د پښتنو ښځو لپاره یو ښه خبر دی او داسې ښکاري حزب اسلامي او مشر یې په ټولنیزو چارو کې د ښځو د ګډون په ارزښت پوه شوي او په دې اړه یې سخت دریځ یو څه نرم شوی دی.

خو حکمتیار په همدې لنډه اشاره کې د سندرو سټیج ته یو ډول کوتڅنډنه هم درک کیدای شي. دا خبره په افغانستان کې د کلتوري، فرهنګي او هنري کارونو لپاره ډیر ښه زیری نه دی، خو هېله داده چې له سندرو او موسیقۍ سره د اسلامي حزب د پلویانو دښمني د کسیټونو پر دکانونو او پر کنسرټونو په بریدونو تمانه نه شي او د افغاني ژبو روانه کلتوري او هنري وده زیانمنه نه کړي.

4- دوسلوالو په وړاندې د امریکا دوه مخی چلند

د حزب اسلامي مشر وویل، امریکا د افغان حکومت له مخالفو وسله والو سره سلیقوي چلند کوي، چې په وینا یې پر یوې ډلې تر ټولو لوی بم – چې څرګنده اشاره یې د ننګرهار اچین کې پر داعش وسله والو د امریکا د بمونو مور غورځولو ته وه – غورځوي او بله ډله چې اشاره یې طالبانو ته وه، په ښکاره کاروانونو کې تېرېږي او دوی هېڅ نه ورته وايي.

تبصره :

د حکمتیار دا خبره د طالبانو او د دوی د پلویانو لپاره یو بل ګوزار دی. همدارنګه د طالب وسلوالو په وړاندې د امریکا زړه نا زړه چلند ته هم ښه کوت نیونه ده. البته دا شک او اندېښنه هم په چورلټه توګه نه شي ردیدلی چې ښايي په مشرقي کې د حکمتیار راڅرګندیدل، د ایران خلاف سخت دریځ لرل، او د سعودي عربستان سره نژدې اړیکې، او پر داعش د لوی بم غورځول غندل دې په دې معنی وي چې ښاغلی حکمتیار دې له داعش وسلوالې ډلې سره څه ناڅه خواخوږي ولري.

5- پیاوړی مرکزي حکومت

حکمتیار له راڅرګندیدو وروسته په تیرې څو ورځو کې پرلپسې د یو پیاوړي مرکزي حکومت پر رامنځ ته کیدو ټینګار کړی. نوموړې د شنبې په ورځ په ننګرهار کې د وینا پر مهال یو واربیا پر دې ټینګار وکړ. حکمتیار د افغانستان اوسنی نظام له لانجو ډک وباله، خو له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله یې وغوښتل چې یو کس باید بل ته تېر شي او واک متمرکز شي.

تبصره:

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یو غیرمتمرکز نظام د رامنځ ته کولو لپاره د افغانستان دننه د یو شمیر کړیو هڅې د اندېښنې وړ دي، د حکمتیار دا دریځ که له صداقت څخه وي د افغانستان د مرکزي نظام له پیاوړتیا سره مرسته کولی شي. هغه څه چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان تر ټولو مهمه اړتیا ده.

6- د سولې لپاره هڅې

حکمتیار په تیرو دوو ورځو کې پرلپسې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره پر هڅو ټینګار کړی. نوموړی داسې ښودلې چې ګوندې خپله به په دې اړه کار وکړي. نوموړې په لغمان کې وویل:”پردي موږ ته سوله نه شي راوستلی، موږ باید پخپله د بین الافغاني مذاکراتو له لارې روانې جګړو ته د پای ټکی کېږدو.”

تبصره:

په افغانستان کې سوله تر بل هر څه لومړنۍ اړتیا ده. د سولې لپاره تر اوسه شوې هڅې هم په دولتي چوکاټ کې او هم له دولت څخه بهر تر ډیره نمایشي دي. حکمتیار چې خپله د جګړې یو لوری پاتې شوی، ښايي لا هم په مخالفو وسلوالو کې ډیر خواخوږي او تماسونه ولري. که په دې برخه کې د زړه له تله هڅه وکړي، ډیره مرسته کولی شي.

پایله: د سولې له بهیر سره د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار یو ځای کیدل، ښايي له ځان سره ځینې وړې وړې ستونزې وزیږوي، خو که په افغانستان کې یو ټوپک هم چې د حکمتیار په پلوی ډزیده له ډزو پاتې شي، دا ددې خاورې د سولې لپاره یو ښه پر مختګ دی.

که ښاغلی حکمتیار او پلویان یې هماسې چې وايي د ولسواکۍ په فضا کې سیاسي فعالیت وکړي، د خپل ځان مخالف نظرونه په سړه سینه وزغمي او په وړاندې یې د ټوپک پر ځای په خوله او خبرو عکس العمل وښيي، نو هیڅ عاقل او په هېواد میین افغان دا نه شي ویلي چې د حکومت سره د حکمتیار په څیر د یو یاد او بانفوذه جهادي مشر یو ځای کیدل دې ددې هیواد د راتلونکې سولې او هوساینې په ګټه نه وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */