ژوند بڼه

د ژوند شل حقیقتونه چې ډیرو ته یې منل سخت دي

لیکنه: مټیو جونز
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

یوازې له مړینې پرته، نور د هوا، سپورټ او مشهورو کسانو په اړه غږیدل خورا اسانه کار دی.

له بده مرغه څومره وخت چې ته د دې مسئلې په اړه په فکر کولو تیروې چې ګواکې اصلي حقیقتونه نه شته، نو هماغومره زیات وخت ته په هغه څه ضایع کوې چې ګوندې ته په خپله یو باوري کس نه یې او د ژوند هره ارزښتمنه شیبه دې بې ځایه تیروې.

یوازې وخت ستا ترټولو باارزښته شتمني ده، نه پيسې. ځینې وخت باید په ژوند کې تیارې وګورې ترڅو د رڼاګانو په قدر پوه شې او د ژوند د ښکلا له پاره یو نوی شوق او ذوق په ځان کې پیدا کړې.

لاندې د ژوند هغه شل ترخه حقیقتونه دي، چې هر انسان یې باید یوځل ولولي او یاهم وایې وري:

۱. یوه ورځ نه یوه ورځ حتماً مړ کیږې، خو پوهیږې نه چې کله

ته ماتې نه خوړونکی نه یې. هر انسان ماتې خوري. لومړۍ له ذهن څخه دې همدا فکر لرې کړه او بیا ژوند دې په یوه مانیز چوکاټ کې برابر کړه.

۲. هغوی سره چېې مینه لرې هم مري، خو پوهیږې نه چې کله
په لومړي سر کې ښايي چې دغه حقیقت خپه کوونکی وبریښي، خو بیا دا اجازه هم درکوي چې په خپل ژوند کې باید له ماضي تیروتنو څخه پند واخلې او له باشخصیته او هغو کسانو سره چې ارزښت درته لري له مانا ډکې اړیکې ولري. که غواړې یو څوک خوشاله کړې، له یو دوست یا خپلوان سره مرسته وکړې، او یا ښیګړه ورسره وکړې، نو ښه داده چې پر دې کار بیړه وکړې او ځنډ په کې ونه کړې. څوک خبر چې ژوند په د چا سره په کوم پړاو ملګرتیا پریږدي، نو له شته فرصت ګټه واخله.

۳. ستا شتمني (جایداد، پیسې) نه شي کولی چې له تا یو ښه او خوشاله کس جوړ کړي

که چیرې ته ان تر دې بریده نیکمرغه هم اوسې، چې کولای شې خپل مادي خوبونه هم په حقیقت بدل کړې، خو شتمني یوازې هغه څه پراخوي چې له مخه موجود وي او نه شي کولای چې تا له ذهني اړخه شتمن کړي.

۴. له روحي عُقدې سره د خوشالۍ موندل، هغه څه ده چې تا له لاسته راوړنو منع کوي

ستا په ژوند کې خوشالي تل موجوده ده. اړینه دا ده چې څنګه باید ځان ورته نیږدې کړې او د دې اجازه ورکړې چې څنګه ستا په څیره کې راښکاره شي. نړۍ هماسې موږ ته ځان راښيي چې موږ یې په اړه فکر کوو. نو راځه ښه او هیله بښونکی فکر وکړه.

۵. د پیسو ورکړه د وخت له ورکړې سره مساوي نه ده

په خپل ځان او په خپلو افکارو کې د بدلون راوستلو له پاره ځانته وخت ورکول او نورو خلکو ته د خوشاله شیبو تیرولو زمینه مهیا کول او وخت ورکول، هغه څه دي چې یاد یې د تل له پاره پاتې کیږي، خو د پیسو ورکړه دا کار نه شي کولای.

۶. ته نه شې کولای چې هرڅوک خوشاله کړې، او که چیرې هڅه یې وکړې، نو خپل ځان به ورک کړې

په عین خال کې دا هم ومنه چې ته نه شئ کولی هر څوک خوشاله وساتي . د نورو خلکو خوشالولو ته د پای ټکی کیږده او خپلو ارزښتونو، قوانینو او خپلواکۍ ته درناوۍ کول پیل کړه. که په سالمو اصولو ژوند وکړې، تر ډيره به درڅخه هغوی چې باید خوشاله یې وساتي خوشاله اوسې.

وخت ستا ترټولو باارزښته شتمني ده، نو ځکه خو باید مصرفولو ته یې لومړيتوب ورکړې.

۷. ته نه شې کولای چې یو بشپړ انسان واوسې او ځان په هغو غیر واقعي معیارونو برابر کړې چې ممکن نه دي

ډیری هغه کسان چې خپل ځان پوره ګڼي، له داسې داخلي نا زړه سواندو انتقادونو سره مخ دي چې ان له خپل ځان نه هم کرکه کوي او تل له خپل وجود سره په جنګ دي. دوی له همدغه حالت څخه سر ټکوي. نو په همدې اساس، هڅه وکړه چې له همدغه منفي غږ سره جګړه وکړې، خپل فهم و درک دې پراخ کړې او په خپلو غیر واقعي معیارونو برلاسی شې.

۸. ستا له احساساتو څخه ستا افکار ډیر مهم نه دي او ستا احساسات پیژندنې ته اړتیا لري

په هوښیارۍ سره د ستونزو په اړه فکر کول دومره ګټور کار نه دی لکه څومره چې د هغو احساساتو څرګندول چې د یو کار په لومړي سر کې ستونزې رامنځ ته کوي.

۹. ستا له خبرو څخه ستا د عمل غږ خورا زیات اوچت دی؛ نو هڅه وکړه چې ځان ژمن څرګند کړې

د خپل د ژوند مسوول واوسه او د هغه کار په ترسره کولو اقدام کوه، چې مثبت اند او مینه زیاتوي.

۱۰. ستا لاسته راوړنې او بریاوې ستا په تابوت کې هیڅ ځای نه نیسي

کله چې د دغه حقیقت د انتقال وخت دې راورسیږي، نو د خپل د لاسته راوړنو او بریاوو په اړه به هیڅ فکر هم ونکړې؛ یوازې د هغو دوستانه اړیکو په اړه به فکر کوې چې تا له خلکو سره جوړې کړې وې، نو هڅه وکړه چې په دې اړه مناسب کوټلي ګامونه اوچت کړې.

۱۱. پرته له دوامدارې هڅې او تمرین څخه، ستا وړتیا هیڅ مانا نه ورکوي

د نړۍ په کچه ډیری با استعداده کسان هیڅکله هم له دوامدارې هڅې او تمرین څخه لاس په سر کیږي نه.

۱۲. همدا اوس هغه یوازېنی وخت دی چې ډیر اهمیت لري، نو هڅه وکړه چې د ماضي تیروتنو او د راتلونکي وخت په پلانونو یې خراب نه کړې

ته نه شې کولای چې ماضي وخت کنټرول کړې او دا هم نه شې کولای چې د راتلونکي په اړه وړاندوینه وکړې، خو که چیرې د ماضي او راتلونکي وخت په اړه فکر وکړې، نو یوازې د اوسني وخت کنټرول به له لاسه ورکړې.

۱۳. هیڅ څوک د دې پروا نه لري چې ستا ژوند څومره سخت دی، یوازې ته د خپل د ژوند د کیسې لیکوال یې

له خلکو څخه دا تمه مه کوه چې ګوندې له تاسره خواخوږي وښيي او ستا د ژوند هغه کیسه وپنځوي، چې غواړې ویې لولې.

۱۴. ستا خبرې ستا له افکارو څخه مهمې دي، نو هڅه وکړه چې خلکو ته الهام بښونکی تمام شې

که چیرې په خبرو کې دا قوت پروت وي چې کولای شي خلک ذلیل کړي، ویې دردوي او ویې شرموي، نو په خبرو کې دا قوت هم پروت دی چې کولای شي چې خلک ازاد کړي او الهام بښونکې ورته تمامې شي. نو په همدې دلیل، هڅه وکړه چې په هوښیارۍ سره یې وکاروې.

۱۵. په خپل ځان پانګونه کول د غرور نښه نه ده، بلکې ترټولو هغه ارزښتمن کار دی چې ته یې ترسره کولای شې

د دې له پاره چې خپل ترڅنګ ناست او یاهم ولاړ کس له اوښکې بهونکي ګاز څخه وژغورې، نو باید چې لومړی د اوښکې بهونکي ګاز ضد ماسک پر خپل مخ وتړې، بیا له نورو سره مرسته کولی شئ.

۱۶. اړینه نه ده چې څه پیښیږي، خو اړینه دا ده چې ته د پیښو په مقابل کې څنګه غبرګون ښیې

خپل ځان داسې وروزه چې د هرې پیښې په برابر کې داسې ځواب ووایې (غبرګون وښیې) چې ښه پایله ولري.

۱۷. که غواړې چې په ژوند کې له تل پاتې خوشالۍ برخمن شې، نو باید اړیکې دې پراخې کړې

ستا د عاید او دندې په پرتله، ستا د ملګرتیا ښې اړیکې ستا په روغتیا او خوشالۍ موثره اغیزه لري. نو په همدې اساس، خپل ځان ډاډمن کړه چې ایا د ملګرتیا اړیکو ته ښه توجه کوې او که نه؛ او د څومره کار وړتیا چې لري، ورته کوې یې او که نه.

۱۸. خوشالي لنډ مهاله ده او ډیر ژر تیریږي

نو د اور سره لوبو کولو ته د پای ټکی کیږده او هڅه وکړه چې د افکارو او احساساتو ډلګۍ جوړه کړې .د لنډ مهالې خوشالۍ له پاره خپل اوږد مهاله موخې له لاسه مه ورکوه.

۱۹. پرته له عمل څخه ستا هیلې هیڅ مانا نه لري، نو وخت یې دی چې باید د خپلو هیلو لاسته راوړلو ته لاس په کار شې

که غواړې چې نړۍ بدله کړې، نو له کور څخه د باندې لاړشه او لاس په کار شه.

۲۰. وخت ستا ترټولو باارزښته شتمني ده، نو ځکه خو باید مصرفولو ته یې لومړيتوب ورکړې

ته د دې قدرت او مسوولیت لرې چې څنګه د خپل وخت تیرولو پریکړه وکړې، نو هیله ده چې په اړه یې سمه پریکړه وکړې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل