ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ژوند د ملګري په ټاکلو کې د نجونو ۷ تېروتنې

لیکنه: ایمل مړوند

د ژوند لپاره د ملګري ټاکل په اصل کې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره یو څه سخته او ګرانه خبره ده، سخته ځکه وي چې دا ملګرتیا د یوه ساعت او یوې شيبې لپاره نه وي، بلکې په داسې تار سره تړل کیږي چې بیا يې بېلیدل سخت وي.
خو نجونې بیا د ژوند د ملګري په ټاکلو کې تر نارینو ډېر شرطونه لري او ډېر فکر هم کوي. ډېری نجونې ددې وړاندې چې د ژوند ملګری وټاکي، د راتلونکې ملګري لپپاره په خپل ذهن کې د ځانګړنو یو لیست جوړوي او که څوک يې د غوښتلو لپاره جرګه کیږي، نو دوی يې په خپل هغې لیست کې اچوي چې پرې پوره دی او کنه.

په دې لیکنه کې درته ۷ هغو تېروتنو یادونه کوو چې نجونې يې د ژوند د ملګري په ټاکلو کې کوي:

۱- د ژوند راتلونکې ملګری باید د یو فلمي ستوري په څېر تصور نه کړئ.
ستاسو دا فکر یوازې تر سینما او فلم پورې محدودیږي، خو حقیقي ژوند له سینما او فلم سره ډېر توپیر لري.
نو ښه ده! هغه څه چې زموږ په ريښتنې ژوند کې وي، باید ټاکنې مو هم له همدې سره سمون ولرې، کنه تېروتنه به مو کړې وي.

۲- پرتله! کله کله ښه وي، خو هڅه مه کوئ چې خپل ځان او خپلې غوښتنې مو د شاخوا له نورو خلکو سره پرتله کړئ! ځکه په دې کار سره نه شۍ کولی چې سم او پرځای تصمیم ونیسئ!
ځينې نجونې اکثره دا تېروتنه کوي چې خپل د ژوند ملګری د نورو سره پرتله کوي، تاسو باید خپل معیارونه او غوښتنې ولرئ!

۳- یو شمېر نجونې چې لوړې زده کړې، دنده او ښه تنخوا لري، فکر او غوښتنې يې هم ورسره ډېرې لوړیږي. دوی فکر کوي چې په مالي توګه بسیا دي او په دې برخه کې د نارینه مرستې ته اړتیا نه لري.
یوه څېړنه وايي: دغه نجونې چې داسې فکر کوي، ډېری وخت د ژوند د ملګري په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کیږي. ځکه فکر کوي چې دوی تر نورو لوړې دي او همدا انګېرنه يې ددې لامل کیږي چې د ملګري په ټاکلو کې تېروتنه وکړي او یا په دې برخه کې د اوږدو ستونزو سره مخ شي.

۴- ځينې نجونې پر خپل نفس او ځان باور نه لري. دوی فکر کوي، دوی له ستونزو ډکې دي او د نورو د خوښې وړ نه ګرځي.
خو که چېرته دوی خپلو خوبیانو ته پام وکړي، نو په رښتیا چې دوی په ځان کې ډېرې داسې خوبیانې او ځانګړنې لري چې د نورو پام راړولی او تر نورو يې جلا کولی هم شي.
هغه نجونې چې د خپل ځان او خپلو وړتیاوو په اړه دا ډول انګیرنې لري، ډېری وخت د ژوند د ملګري په ټاکلو کې هم تېروتنه کوي.

۵- هغه نجونې چې په مناسب عمر کې يې واده نه وي کړی، دوی فکر کوي چې وخت يې تېر شوی دی او نور نو د چا د پام او خوښې وړ نه ګرځي، همدا لامل وي چې کله پرې کوم څوک جرګه شي، پرته له دې چې په ښه او بد يې فکر وکړي، ورسره ښه کوي، چې ممکن دا ډول پرېکړه ورته راتلونکې کې ستونزې پیدا کړي.
نو هغوی چې فکر کوي، د واده کولو مناسب وخت يې تېر شوی دی، باید په دې حالت کې هم بېړه ونه کړي، په خپل ځان، نفس او خپلو وړتیاو باور وساتي او د ژوند د ملګري ټاکنه په غور وکړي.

۶. هغه نجونې چې یوازې د نارینه په منفي خواوو باندې تمرکز کوي او د نارینو په وړاندې يې احساسات تل منفي وي، دا ډله هم د ژوند د ملګري په ټاکلو کې اکثره تېروزي.

۷- ځينې نجونې په خپل ژوند کې ځينې داسې مسولیتونه مني چې ددوی د راتلونکي او اوس لپاره ګواښوونکي وي.
د نورو لپاره باید دومره قرباني ورنه کړل شي، چې ستاسو په خپله راتلونکې ناسم اغېز وکړي.
لومړی باید خپلو غوښتونو او شخصي ژوند ته لومړيتوب ورکړئ او هغه چانسونه چې مخکې يې لرئ له لاسه ورنه کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند