ژوند او ژواک

د ژوند اووه (۷) حقیقتونه، کاش چې لا مخکې ترې خبر وی

 

لیکواله: سارا فابین
ژباړه: شاهین

په ځان باور او د ځان سره مینه دوه هغه مفاهیم دي، چې درلودل او لوړول يې د یو بریالي انسان لپاره اړین دي.

خو په ځان باور او ځان ته ارزښت ورکول څنګه کیږي؟

ددې پوښتنې په ځواب پسې هیڅ چیرته مه ګرځئ. په ځان باور د هر انسان له درون (داخل) څخه راځي. زده کړئ، چې په ځان مهربانه اوسئ او له خپلو ټولو نیمګړتیاوو سره سره هم په خپل ځان پوره باور ولرئ او له ځان سره مینه وکړئ.

دلته موږ تاسې ته د ژوند هغه ۷ حقیقتونه در په ګوته کوو، چې د هر چا په اړه حقیقت لري. ددې حقیقتونو منل ستاسې په ځان باور لوړوي.

۱ـ ځان ګرانښت؛ غرور نه، بلکي اړتیا ده.
ځان په هر چا ګران وي او دا غرور نه دی، بلکې د روغ او خوښ ژوند اړتیا ده. د خپل ځان، روح او زهن سره مینه وکړئ.

د نورو سره له مینې وړاندې لومړی په ځان ورحمیږئ او له ځان سره مینه وکړئ. که تاسې د ځان سره په مینه کولو نه پوهیږئ، بل چاته هم مینه نه شئ ورکولای.

۲ـ هیڅوک هم په ټوله مانا پوره نه دی.

له هر اړخه ځان پوره کول یو خیال دی، یو خوب دی او هیڅلکه نه پوره کیږي. هر څوک کمی او زیاتی لري. هیڅوک هم په ټوله مانا پوره نه دی. کوښښ مه کوئ، چې په ټوله مانا ځان پوره کړئ، بلکې کوښښ وکړئ، چې له ښه نه هم ښه شئ. جان مکسویل وايي: (( کله يې ګټو او کله يې تجربه کوو؛ خو هیڅکله يې نه بایلو.))

۳ـ ماضي (تیر) وخت، یواځې تجربه ده.

هیڅکله هم ځان مه ملامتوئ، چې تاسې پرون یا هغه بله ورځ بایللې. پرون پرون و او هغه تیر شو. له هغې څخه یواځې ذده کړه وکړئ او نن هڅه وکړئ، چې ويې ګټئ.

زه د خپل راتلونکې په وړاندې مسؤل یم او زما راتلونکی په نن پورې تړلی دی. زه خپله د خپل ځان د خوښ ساتلو مسؤلیت لرم.

۴ـ نور خلک زموږ په اړه څه فکر کوي، په دې اړه اندیښنه د وخت ضایع کول دي.

که ځان هر څومره ستړی او ستومانه کړئ، خو ټول خلک نه شئ خوښ ساتلی. دا چې خلک زموږ په اړه څه فکر کوئ، زموږ پرې هیڅ کار نه شته. ددوې فکر موږ ته یو فیصد تاوان هم نشي راړولای.

ددې لپاره چې تاسې د خلکو خوښ شئ او تاسې په همدې موخه د هغوې زړه ساتئ، ډیر ناسم کار دی. همدا اوس دا کار پریږدئ. د ځان خوښ ساتل مو مسؤلیت دی؛ باقي نور څیزونه بونس دی.

۵ـ کوم کار مو چې نه خوښیږي، مه يې کوئ.

هغه کارونه چې ستاسې نه خوښیږي، مه يې کوئ. همدې ته د ځان خیال ساتل وايي. ستاسې وخت، ستاسې ژوند دی. وخت په خپله خوښه په هغه کارونو ولګوئ، چې زړه مو غواړي. ژوند په خپله خوښه وکړئ.

۶ـ د نورو سره له بې ځایه سیالۍ او مقایسې تیر شئ.

د نورو خلکو په لاس ته راوړنو زړه مه بدوئ او مه هم کوښښ کوئ، چې د نورو خلکو په څير شئ. د نورو خلکو سره ځان مه مقایسه کوئ. یواځې همدومر وکړئ، چې په خپل ځان کار وکړئ او کوښښ وکړئ، چې په ځان کې مثبت تغیرات راوړئ.

۷ـ د ځان او نورو په اړه ریښتینې اوسئ.

د ځان او نورو په اړه صادق اوسیدل ستاسې د وس کار دی. هیڅکله کوښښ مه کوئ، چې ځان هاغسې وښيي، چې اصلا نه يې؛ بلکې ځان داسې وښایه، چې يې.

خپله خپلې خوښۍ ولټوئ. هیڅکله هم خپلې خوښۍ په نورو پورې مه محدودوئ.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */