کلتور او هنر

د ډیپیکا او فواد خان یو ځای ښکاریدل، بیا د رسنیو پام ځانته راواړوه

لیکنه: ابوبکر علیزی

پاکستاني اداکار فواد خان سره د بالیوډ مشهوره اداکاره ډیپیکا پاډکون یوځای راتلل یو ځل بیا د دې لامل شو چې د رسنیو پام ځانته واړوي.

دواړه اداکاران شااوخوا دوه کاله وروسته سره یوځای راښکاره شوي.

د رسنیو د راپور له مخې فواد خان له ډيپکا پډکون سره په دوبۍ کې په یوه شو پروګرام کې د سټیچ په سر راڅرګند شوي.

راپور زیاتوي چې د د دوي دواړو سربیره په دغه پروګرام کې ودیا بالن، جیګي شرف او عرفان خان تر څنګ د هالیوډ یو شمیر مشهور لوبغاړي هم ول.

له دې وړاندې دواړو ستورو تقریبا دوه کاله مخکې د هندوستان په ممبي کې د یوه پروګرام کوربتوب کاوه چې د ډېرو مینوالو زړه یې ګټلی وو.

ډیپکا سره د یوځای کار کولو په تړاوو فواد خان وایې چې خوښیږي یې چې د داسي کمال اکټرې سره کار وکړي او د لا ډېرې تجربې څښتن شي.

باید وویل شي چې د دوی دواړو د ښې جوړې له وجې اټکل کېده فواد خان به ډپیکا پډکون سره په(پدوماتي) فلم کې کار وکړي خو داسې ونشوه.

ویل کیږي چې په فلم کې د لومړي ځل لپاره ډاریکټر سنجي لیلا بهنسالي د ډپیکا د مېړه رتن سنګهـ رول لپاره فواد خان غوره کړی وو او د خبر په حواله چې ډیپکا هم په دغه رول کې د فواد خان ننګه کوله.

خو دا چې په هندوستان کې د بالیوډ په فلمونو کې د پاکستاني لوبغاړو په شتون بندیز وو، نو ویې نشو کولی چې په (پدوماتي) فلم کې فواد خان کار وکړي.

پدوماتي فلم موده وړاندې ریلیز شو، دا یو تاریخې کیسه لرونکی فلم دی چې د هند د مشهور قوم راچپوټ سره اړېکه لري.

پدومات فلم د ډېرو افغان لیکوالو له سخت غبرګونو سره مخ شو او په وینا یې چې دغه فلم د تاریخې ادبیاتو له نظره خورا ډېرې نیمګرتیاوې لري.

د دې تر څنګ ځینو نورو لیکوالانو یې په ایډیټ هم سختې نېوکې وکړي او په وینا بالیوډ لا تر اوسه هم د جنګې فلمونو په صحنه سازۍ کې پاتي راغلی او په اخره کې هغه ډول چې فکر کېده دغه فلم خپل بازار ګرم ونشو ساتلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی