کلتور او هنر

د ډیپیکا او رنویرسنګ کورنۍ د واده ورځ ټاکي

هندوستان کې د سینمايي ستورې انوشکا شرما او پیاوړي کرکټر ویرات کولي واده د کورنیو او بهرنیو رسنیو ته تود او د انوشکا او ویرات مینوالو ته خوندور خبر وو؛ خو اوس هندي رسنۍ د بالیووډ ددوو مشهورو سینمايي ستورو د واده د جوړیدو خبرونه ورکوي.

د بالیووډ وتلې او ښکلې ستورې ډیپيکا پاډوکون او مشهور اداکار رنویر سنګ غواړي سره واده وکړي. دې دواړو، چې د مینې او عاشقۍ يې میاشتې نه بلکې کلونه تیر شول، بالاخره يې د واده پریکړه کړې.

د سپواټبای اي په نوم یوې هندي پاڼې لیکلي، تمه ده، چې ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ په راتلونکو درې یا څلور میاشتو کې واده وکړي.

سرچینه وړاندې لیکي، چې د ډیپیکا پاډوکون او رنویر سنګ کورنۍ اوس په دې سره سلاح کوي، چې کله او چیرته د خپلو اولادونو د واده مراسم ترسره کړي.
د رنویر سنګ کورنۍ چې په بنګلور کې اوسي، ممبيي ته د ډيپيکا دې کور ته ورغلي، چې د واده ورځ او ځای وټاکي.

ځینې سرچینې دا هم وايي، چې د رنویرسنګ کورنۍ منلې، چې واده دې په ممبيي کې ترسره شي، څو د ډهلي او ممبيي دواړه خپلوان پکې په اسانۍ ګډون وکړای شي.
ډيپيکا پاډوکون هم لندن ته د رنویر سنګ له مور او کورنۍ سره تللې او هلته د خپل واده لپاره طلا او نور اړین توکي پيري.

رنویرسنګ چې د ځویا اختر د فلم (ګلي بوای) په شوټنیګ بوخت دی، د خپلو مصرفیتونو له امله له ډیپیکا سره لندن ته نه دی تللی.

رنویرسنګ کابو میاشت وړاندې په یوه مرکه کې ویلي وه، چې د واده په اړه فکرمند دی او څومره چې مسلکي کار ورته مهم دی، همدومره ورته د واده مسله مهم ده. هغه وخت نوموړي ویلي وه، چې د واده په اړه يې لا هم کوم تصمیم نه دی نیولي.

د ډیپیکا پاډوکون او رنویرسنګ د واده د تازه خپرو شویو خبرونو په اړه نه رنویر او نه هم پاډوکون کومه تبصیره کړې.

ډیپیکا پاډوکون او رنویرسنګ تازه په یو کامیاب اما لانجمن فلم (پاډماوت) کې ګډ ولوبیده، چې فلم د هندوستان په ټاپ لسو فلمونو کې راغی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند