سیاست

د ډیورنډ کرښې په اړه (۱۱ ) ټکي چې پوهیدل پرې پکار دي

1- ډیورنډ کرښې په نوم پاکستان سره د افغانستان کوم تړون نه شته

د ډیورنډ کرښې په نوم تړون نژدې ۱۲۴ کال مخکې امیر عبدالرحمن خان د برتانیا تر سخت فشار لاندې له بریتانوي هند سره لاسلیک کړی.

کله چې بریتانیا له هنده ووتله او هند وویشل شو، د انګریزانو له خوا له جوړ شوي پاکستان سره افغانستان د پولې یا سرحد په اړه هیڅ ډول تړون، توافق او معاهده نه لري.

2- د ډیورند کرښې تړون کې دا کرښه نړیوال سرحد نه دی ګڼل شوی

د ډیورنډ کرښې په نوم د امیر عبدالرحمن خان او د بریتانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر هنري مورټمر ډيورنډ ترمنځ لاسلیک شوی تړون اوه مادې لري. په دې تړون کې هیڅ ځای ډیورنډ لاین د یو دایمي سرحد په توګه نه دي یاد شوی بلکې ټولې مادي یې د هغه وخت د بریتانوي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ پر دې کرښه د پرتو سیمو په تنظیم او ویش راڅرخي. په دې اووه ماده يي تړون کې، یوځل د«فرنټیر لاين» یوځل د «باونډری» پنځه ځله د«فرنټیر» یوځل د«باونډری لاین» او یو ځل د«بارډر» ټکی خوندی شوی دي چې دا ټول تناقض او ابهام ددې تړون په موقتوالي دلالت کوي.

بریتانوي څیړونکی هیریس په لندن کی د خپلی ډاکټرۍ په تیزیس کې لیکی: «په واقعیت کې د یو قوم د ویشلو په هکله د [ډیورنډ] د تړون یوازینی ثبوت هغه لیکه ده چی د تړون په نقشه ویستل شوی ده، او امیر[عبد الرحمن] دغه نقشه نه ده لاسلیک کړې.
ګڼ بریتانوي او افغان تاریخ پوهان داسې اسناد او شواهد لري چی بـرتانویانو د پاکستان ترجـوړولو پـوری د ډیورنډ لیکی ته د بین المللی لیکی په سترګه نه ووکتلی.

د ډیورنډ کرښې د تړون د مادو پښتو ژباړه دې لیکنه کې لوستلۍ شئ

3- افغان چارواکو له هماغه پیل راهیسې هیڅ کله دا کرښه د سرحد په توګه نه ده منلې

امیر عبدالرحمن خان په خپلو یادښتونو کې دا یوه موقته او پر زور تپل شوې کرښه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې یو وخت به بریتانویان له هند ووځي او افغانان به خپله نیول شوې خاوره بیرته تر لاسه کړي.

په امیر عبدالرحمن خان پسې، امیر حبیب الله خان، امیر امان الله خان او نادرخان راغلل چې هر ځل بریتانوي هند اړ کړي چې ددې تړون دوام تایید کړي، دا کار خپله ددې تړون پر موقتوالي دلالت کوي. دې درې واکمنو هم له عبدالرحمن را وروسته له بریتانوي هند سره د ډیورنډ د کرښې د تړون موقت دوام یو ډول تایید کړی خو هیڅ داسې سند نه شته چې دوی دې دا کرښه د رسمي یا دایمي سرحد په توګه منلی وي.بلکې د هماغه عبدالرحمن خان له خوا د شوي تړون دوام ته يې غاړه ايښې.
خو د پاکستان پر جوړیدو هیڅ افغان چارواکي له پاکستان سره دا کرښه د سرحد په توګه په رسمیت نه ده پېژندلي. ان د رباني او طالبانو په څیر حکومتونه چې پاکستان پر افغانستان تپلي وو هم دې ته چمتو نه شول چې له پاکستان سره د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه تایید کړي.

4- پاکستان د بریتانوي هند حقوقي ځای ناستی نه دی
برتانوی هند درنجیت سینګهه، شاه شجاع، امیردوست محمدخان،امیرمحمدیعقوب خان، امیرعبدالرحمان خان، امیرحبیب الله خان، امان الله خان او د محمدناد رشاه سره حقوقی اوسیاسی راشه درشه ساتلی وه، نه د پاکستان سـره . ځکه هغه مهال پاکستان هیڅ(حقوقی، سیاسی،تاریخی، کولتوری) وجود نه درلود. پاکستان چی هیڅ موجودنه و، څنګه به ورنه دښکیلاک ګری برتانیی وارث جوړشی؟

کله چې په ۱۹۴۷ م اګست کې بریتانوي هند وویشل شو او پاکستان رامنځ ته شو، افغانستان لومړنی او یوازینی هیواد و چې په ملګرو ملتونو کې یې د پاکستان د غړیتوب مخالفت وکړ او د لومړي ځل لپاره د ډیورنډ کرښې اخوا د پښتنو او بلوڅو د حقونو ناره او خپله ادعا په نړیوال سټیج  راپورته کړه. په همدې وخت کې د لومړي ځل لپاره د برتانیا د مشترک المنافع چارو وزیر نیول بیکر ددې هیواد په پارلمان کې پاکستان خپل میراث خور وباله او د ډیورنډ کرښه یې د لومړي ځل لپاره بین المللي سرحد یاده کړه.

5- له ډیورنډ کرښې پورې غاړه پښتنو د پاکستان جوړیدل او دا کرښه نه ده منلې

د ډیورنډ د۲۴۳۰ کیلو متره اوږدې کرښې پورې غاړه پښتنو د ډیورنډ د کرښې په خلاف د هماغه پیل راهېسې وسلوال پاڅونونه پیل کړي وو، د انګریزانو چاوڼۍ یې وسوزولې او کله چې پاکستان جوړ شو د باچاخان په مشرۍ د کوزو پښتنو په میلونونو کسانو مظاهرې او اعتراضونه وکړل او د ډیورند کرښې د له منځه وړو نارې یې پورته کړې، چې د پاکستان د زپوونکو اقداماتو او د افغانستان د ورانونکي جګړې سربیره تر ننه هم په کوزه پښتونخوا کې ددې کرښې خلاف احساسات پر ځای پاتې دي.

6- ظاهرشاه د ډیورند کرښې د له منځه وړلو درې مهم فرصتونه ضایع کړل

په ۱۹۴۷ م کې چې د پاکستان په نوم يو نوی مملکت جوړ شو نو له قبايلي سيمو انګريزان ووتل. د برتانیا هند ټولې چاوڼۍ، ودانۍ پاکستان ته پاتې شوې او په دې توګه پاکستان ځان د بریتانیا او افغانستان ترمنځ د حقوقي تړونونو میراث خور هم وباله. په کابل کې د برتانیا د سفارت ودانۍ هماغه وخت د پاکستان لاس ته ورغله.

تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه وخت د افغانستان د پاچا محمد ظاهر شاه لپاره يوه ښه موقع وه چې پرخپلې سيمې يې دعوه کړی وی. خو د ظاهرشاه حکومت د ناڅرګندو دلایلو له کبله یوازې په بیانونو کې دا دعوه توده وساتله او د خپلې خاورې د نیولو لپاره د پیاوړي پوځ په لرلو سربیره هم عملي اقدام ونه کړ. د هغه وخت د حکومت چارواکي ددې فرصت بایللو په اړه بیلابیل دلایل بیانوي خو یو هم په سمه توګه نه شي توجیه کیدای.

دویم غوره فرصت چې په کې افغانستان پر خپلې خاورې دعوه کولی شوی په ۱۹۶۵ م کال کې هغه مهال چې پاکستان په خپل ټول پوځي توان هند سره په جنګ اخته و، افغانستان په یو پراخ پوځي بريد کې دا سيمې نيولې شوې خو افغان حکومت نه یوازې د خپلې پلرنې خاورې د بیرته تر لاسه کولو لپاره پوځي اقدام ونه کړ بلکې د هندوستان پر ځینو بمباریو  یې چې د پېښور پر هوايي ډګر شوې وې د افغانستان له خوا اعتراض هم وشو.

د افغانستان لپاره د ډیورنډ لاین د له منځه وړلو لپاره درییم ښه فرصت په ۱۹۷۱ م کې هغه مهال و چې د پاکستان زيات پوځ په بنګال او وروستو هند کې بند شو، بنګله دیش ازادي واخیسته، خو افغانستان د محکومو پښتو د ازادي لپاره په دې مناسب وخت کې غوڅ اقدام ونه کړ.

 

7- اسلامي بنسټ پالو ډلو په سیمه کې د ډیورنډ د کرښې پر ضد ولسي داعیه وزپله

په افغانستان کې د ظاهر شاه او ورپسې سردار محمد داود په واکمنۍ کې او تر هغې راوروسته موده کې په افغانستان کې او له پولې اخوا په کوزه پښتونخوا کې اسلامي بنسټ پالې ډلې تل د پاکستان د پوځ تر مستقیم اغیز لاندې وې او ځینې یې پاکستاني او بریتانوي استخباراتي ادارو د ډیورنډ لاین پر ضد د ولسي احساساتو  د کمزورې کولو لپاره رامنځ ته کړې.

د پاکستان او افغانستان یو شمیر بنسټپالو اسلامي ډلو د افغانستان د ملي ارزښتونو د کمزوري کولو لپاره پرلپسې هڅې وکړې او هڅه یې وکړه چې  په کوز او بر پښتنو کې د ډیورنډ کرښې پر ضد شته کرکه راکمه کړي.

په افغانستان کې اسلامي جهادي تنظیمونو د پاکستان د پوځ او مذهبي ډلو سره یو ځای په مستقیم او غیرې مستقیم ډول  کوښښ وکړ چې  دواړو خواوو ته د ډیورنډ د کرښې نه منونکي ملي خوځښتونه وزپي چې دا چاره تر اوسه هم دوام لري.

په تیرو درې لسیزو کې د شوروي یرغل او د افغانستان له جهاد څخه د پاکستان استفاده او ورپسې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د طالبانو راپورته کول ددې سبب شول چې په سیمه کې ناخوالې دومره زیاتې شي چې خلک د ډیورنډ کرښې پر ضد کرکه هېره کړي.

8- پاکستان له هر افغان حکومت څخه د ډیورنډ د کرښې د منلو غوښتنه کړې

د پاکستان له رامنځ ته کیدو راوروسته پاکستان پر لپسې له بیلابیلو لارو د وخت پر افغان حکومتونو فشار راوړی چې د ډیورنډ کرښه دې د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي سرحد په توګه تایید کړي. دوی د ظاهر شاه او داود خان د واکمنیو پر ضد د حزب اسلامي د هغه وخت غړي لکه حکمتیار، مسعود او نور لا د کمونیستانو تر کودتا مخکې بریدونو او وسلوال مخالفت ته هڅول او دوی ته یې وسلې ورکولې.  دې ډلو لا هماغه مهال په افغانستان کې د ښونځیو سوزول او د پلونو نړول پیل کړي و.

کله چې کمونیستانو کودتا وکړه پاکستان ته لا ښه پلمه په لاس ورغله او د مجاهدینو تر شا د همدې لپاره ودرید څو د افغانستان مرکزي حکومتونه کمزوري کړي او دا کرښه پرې ومني.

اسناد ښيي چې پاکستان په تیرو درې لسیزو کې  د رباني، طالبانو او حامد کرزي له حکومتونو وخت پر وخت د رسمي سرحد په توګه ددې کرښې د منلو غوښتنه کړې، خو دې نظامونو که غوښتل یا نا غوښتل ددې کرښې د تایید توان یې نه درلود.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت په وخت دا خبره په ډاګه کړې چې پاکستان ورڅخه  په رسمي غونډو کې د طالبانو له ملاتړ څخه د لاس اخیستو په بدل کې په څرګنده د ډیورنډ کرښې د منلو او له هندوستان سره د اړیکو د پرې کولو غوښتنه کړې چې نوموړی وايي نه یې ده منلې. د اشرف غني په مشرۍ اوسنی حکومت هم په دې اړه له د پاکستان له جدي غوښتنې سره مخ دی.

9- د امریکا او بریتانیا په شمول یو شمیر هیوادونه ډیورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ګڼي خو یو شمیر یې نه مني.

د امریکا ، بریتانیا او سعودي عربستان په شمول ځینې هیوادونه ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي سرحد بولي خو ددې سرحد لانجمن وضیعت هیڅ هیواد نه ردوي. له همدې کبله خو د ملګرو ملتونو په شمول نړیواله ټولنه تل د دواړو لورو ترمنځ په دې اړه یوې وروستۍ پریکړې ته د رسیدو لپاره د خبرو اترو او جوړجاړي غوښتنه کوي.

همدارنګه د هندوستان په څیر یوه وړه ډله هیوادونه داسې هم دي چې ډیورنډ لاین ته لکه د افغانانو په څیر د یوې تپلې شوې کرښې په سترګه ګوري او ګرد سره یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه نه مني.

10- حکومتونه په یوازې سره د ډیورنډ کرښې په اړه پریکړه نه شي کولی

د ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو څخه ډیره د پښتنو د ستر ولس مسله ده چې ددې کرښې په اوږدو تر شپیتو میلونو څخه په زیات شمیر کې پراته دي او دې کرښې په دوو برخو داسې ویشلي چې د یوې کورنۍ غړي یې سره بیل کړي.

ددې کرښې د منلو او یا نه منلو په اړه هره پریکړه هم په همدې پراخو پرګنو یا د دوی په منتخبو استازو پورې تړلې ده. شمالي ټلواله، افغان حکومت، پاکستاني پوځ او نور لوري ددې پولې د منلو یا تایید واک نه لري.

د نړیوالو حقونو له مخې په سیمه کې یوه پراخه، بې پرې او عادلانه ټولپوښتنه ددې کرښې برخلیک ټاکلی شي، د کومې ټولپوښتنې لپاره چې اوس شرایط نه دي برابر.
له دې پرته که ولسونه په دې اړه پریکړو کې شامل نه وي د حکومتونو ترمنځ هر ډول پریکړې به بیا هم لکه عبدالرحمن خان او بریتانوي هند ترمنځ تړونونو ته ورته وي چې کاغذ کې به وي خو هغه ولسونه به یې هیڅکله هم ونه مني چې پر خیټه یې دا کرښه ښکل شوې ده.

همدارنګه د افغانستان د نورو وروڼو قومونو اخلاقي مسولیت دادی چې ددې کرښې پر ضد د پښتنو د داعیې ملاتړ وکړي، تر دې پرته د دوی له خوا ددې کرښې منل یا نه منل د ستونزې هواري سره کومه مرسته نه شي کولی او د دوی لپاره هم کومه ګټه نه لري.

11- ایا د ډیورنډ کرښې د معضلې حل نشته؟

ولې نه. لکه مخکې مو چې وویل که په سیمه کې داسې شرایط رامنځ ته شي چې د کرښې دواړه غاړې میشت پښتانه چې دې کرښې ویشلي په بې طرفه او ازاده توګه خپله اراده څرګنده کړی شي او د هغوی ارادې ته درنښت تضمین شي کولای شي ددې کرښې په اړه یوې دایمي پریکړې ته لاره هواره کړي.

البته افغان حکومت د کوزو او برو پښتونو د یوې لویې جرګې په ترڅ کې ددې کرښې په اړه بحث او خبرې پیلولی شي چې ښايي اوږد وخت ونیسي څو پریکړې ته ورسیږي.

همدارنګه د افغانستان او پاکستان حکومتونه کولی شي پر کرښې د کړکیچ راکمولو لپاره پر ځینو موقتو حل لارو غور وکړي څو د معضلې یو دایمي حل ته لاره هواره شي.

دې کې هیڅ شک نه شته چې ددې کرښې پر سر راپورته شوي کړکیچ د کرښې دواړه غاړه پښتانه ناارامه کړي او دا سمه نه ده چې په اړه دې هیڅ ډول خبرې نه کیږي. خبرې کیدای شي خو دا خبرې باید د دواړو لورو د حکومتونو په صلاحیتونو پورې محدودې وي او د کرښې په اوږدو کې د پرتو ولسونو خوښه او ښیر ښیګڼه باید په کې شامله وي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */