لوبې

د ډيويډ وارنر د غوره توپوهنې ۵ یادګار سیالۍ

لیکنه: مدثر دعوت

کله کله يو انسان نه پوهېږي چې کوچنۍ غلطۍ هم ددوۍ د ژوند اړخ وربدلوي او يوداسې لورته يې بيايي چې دی يې فکر لانسي کولای.

دپرمختګ څخه پاتې کيدل، دمسلک بې مزې کېدل او ان دخلکو په مينځ کې يې دمحبوبيت کمېدل مهم مثالونه دې.

وارنر يو له هغو کسانو څخه دی چې يوې تیروتنې يې ژوند بدل کړ، او دمسلک په ډګر کې يې يوه لويه ضربه وليده.

وارنر د اسټراليا کرکيټ ملي لوبډلي مرستيال لوبډلمشر و، دی دلوبډلمشر سټيوسميت سره يوځای پدې جرم چې د توپ د زوړ والي لپاره يې د رېګمال څخه استفاده کړې وه ديوکال لپاره د لوبډلې څخه وشړل سول.

د دوی ترڅنګ د ۲۰۱۳ز کال راهيسې داسټراليا کرکټ لوبډلې روزونکې ليهمن، هم دخپلې دندې څخه د استعفی اعلان وکړ.

اسټراليا اوس د خپل کرکټ په تاريخ کې په ترټولو بدحالت کې ده ځکه وارنر او سميټ يې هغه لوبغاړې وه چې په پوره مانا حساب پرې کېده او ښه لوبه يې کوله.

ډيويډ وارنر په نړيواله سطحه ډېرمينوال لرې، ځکه دی داسې بامسؤليته لوبه کوې چې استعداد يې د ډېرو لږو کرکټرانو سره دپرتلې وړ دی.

خو په افغانستان کې بيا هغه وخت مشهوره سو چې کله يې په ۲۰۱۵ز کال نړيوال جام کې دافغان کرکټ ملي لوبډلې په وړاندې ۱۷۸ چټکي منډې وکړلې،خو تر دويمې سليزې ونه رسېدی، دشاپور ځدران په توپ اچونه کې، د لوبډلمشر محمدنبي په غوره کېچ سره دلوبغالې نه بهر ووتی.

وارنر ډېرځلې داسي غوره توپوهنه کړې چې بايد بحث پرې وسي خو دلته مو يوازې تاسو ته دهغو ۵ غوره توپوهونو په اړه مالومات راټول کړې دي چې تاثير لرونکې وي،ځای يې نيولی وي،او تر اوسه د کرکټ مينوالو په فکرونو کې ځای ولري.

۱ـ په ۲۰۱۷ز کال د پاکستان په وړاندې ۱۷۹ منډې

په ۲۰۱۷ز کال کي د پاکستان په وړاندې په پنځمه يو ورځنۍ لوبه کې ډېويډ وارنر يوځل بيا وښودل چې دی څوک دی.

اسټراليايي لوبغاړو غوره توپ وهنه وکړه، پاکستان ته يې ۳۹۶ منډې هدف ورکړ، ټراويس هيډ ۱۲۸ منډې په غوره توپوهنه سره ترسره کړلې،خو دده وارنر له ياده وتلی وو.

وارنر په ۱۲۸ توپونو ۱۷۹ منډې ترسره کړلې،او دا دده ديو ورځنيو لوبو په مسلک کې ترټولو لوړې منډې دي، وارنر په دې لوبه کې تر ۱۹ ډېرې بونډرۍ ووهلې چې تر اوسه يې تصوير دکرکټ د مينانو له سترګو نه دې وتلی، اوپه ياد کي يې پاتې دې، بې له دې چې ووايي چې دکوم هيواد څخه دی.

په دغو يو ورځنيو لوبو کې وارنر خپله وړتيا په ډاګه کړه او دا يې څرګنده کړه چې وارنر، دحوصلې، باور،تخنيک اوبدو حالاتو کرکټر دی.

۲ـ په ۲۰۱۶ز کال کې د سويلي افريقا په وړاندې ۷۷ منډې

په نورو لوبو کي وارنر داسې يو ملګری نه درلودی.

وارنر داځل د مکسويل په څېر يو بې رحمه ملګری موندلی و، دوی په دواړو په شل اوريزه لوبه کې دسويلي افريقا د ۲۰۵ منډو لوړ هدف ته ځان رسوی.

د اسټراليا دلوبې پيل ډېر کمزوری وو،دوی په لومړيو شپږو اوورونو کي يوازې ۳۰ منډې کړي وې او درې لوبغاړي يې دلاسه ورکړي وه.

خو نن يوازې د مکسويل او وارنر ورځ وه ،دوۍ په دواړو توپ اچوونکې ښه سم وټکول اولوبه په وروستي توپ سره اسټراليا وګټله.

وارنر يوازي په ۴۰ توپونو ۷۷ منډې ترسره کړلې، ده په خپل دې غوره توپوهنه کې ۵ شپږيزي او يوه څلوريځه ووهلې ،مطلب دا چې په دې ۷۷ منډو کې ۵۴ منډې يوازي په څلوريځو سره لاسته راغلي دي، دا لوبه به ډېويډ وارنر او دده مينوال دهمېش لپاره په ياد ساتي.

۳ـ په ۲۰۱۲ز کال کې دسريلانکا په وړاندي ۱۶۳ منډې

د ۲۰۱۲ز کال دمارچ مياشتي په ۴ نېټه ډېويډ وارنر خپله لومړنۍ سليزه د غوره توپوهني وروسته ترسره کړه.

اسټراليا سريلانکا ته د ۳۲۱ منډو سترهدف وټاکه چې ترنيمايي ډيري منډي يې د وارنر په واسطه ترسره سوي وې.

د اسټراليا دغه غوره کيڼ لاس توپوهونکې په ۱۳ څلوريځو او ۲ غټو شپږيزو سره ۱۶۳ منډې ترسره کړې.

سريلانکا هم ښه لوبه ترسره کړه ،چې په پايله کي يې ۳۰۶ منډې وکړې، دلته مالومېږې چې د وارنر توپوهنه څومره مؤثره وه.

۴ـ په ۲۰۱۶ز کال د سويلي افريقا په وړاندي ۱۷۳ منډې

يوځل بيا وارنر يوه غوره توپوهنه ترسره کړه ،خوبيا هم اسټراليا دغه لوبه وبايلله.

په دې يو ورځنۍ لوبه کي سويلې افريقا په خپل لوبغالې کپ ټاون کې د روسو او جی پي ډومني په غوره توپوهنه سره سيالي لوبډلې ته ۳۲۷ منډې لوړ هدف ورکړ.

اسټراليايانو يې په ځواب کې ښه پيل وکړ،خو په وروستيو کي دلوبي واک سويلي افريقا په لاس کي واخيستی ،که څه هم د وارنر په پاتې کېدلو سره شايد لوبه اسټراليا ګټلې وای خوچانس ياري ونه کړه،اوپه ۱۷۳ منډو کي رن اوټ سو، خو بيا هم دغوره توپوهنې له کبله دلوبې غوه لوبغاړی ونومول سو.

وارنر په دې لوبه کي ۲۴ بونډرۍ ترسره کړې.

۵ـ په ۲۰۱۱ز کال دنيوزلينډ په وړاندې په ۲ ټيسټ لوبه کې ۱۲۳* منډې

اسټراليا په ۲۰۱۱ز کال کې دنيوزلينډ په وړاندې په دويمه ټيسټ لوبه کې ښه ونه ځلېده ،لوبه يې بايلوده خو وارنر پکې دلوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.

په لومړنۍ پاړۍ کې نيوزلينډ په پرلپسې ډول ویکټي له لاسه ورکړلې،او ۱۵۰ منډي يې ترسره کړلې،خو اسټرالياهم په همدې ډول يوازي ۱۳۶ منډي وکړلې اونيوزلينډ ترې ۲۳ منډې مخکي پاتې سو.

په دويمه پاړۍ کې نيوزلينډ ښه توپوهنه ترسره کړه، د اسټراليا ویکټي په يوبل پسې تللې خو وارنر لاهمداسي په لوړ مقاومت ولاړ و، اوخپله سليزه يې په سختو شرايطو کې ترسره کړه، چې په پايله کي نيوزلينډ لوبه وګټله خو ورانر ترپايه ونه سوځېد،او په خپله دې لوبه کي يې ۱۴ بونډرۍ ترسره کړلې.

له دې ټولو وړتياوو سره سره په IPL کې سنرايزر حيدراباد لوبډله په لومړي ځل د وارنر په لوبډلمشرۍ کې د ۲۰۱۶ز کال د ټورنمينټ ګټونکې سوه.

د وارنر مينوال دې تر راتلونکې کال پورې انتظار باسي. ځکه نوموړی یو کال له لوبې کولو منعه شوی دی.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورتي برخه کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي مدثر د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.