سپورټ

د ډهونې مینوال امنیتي ساتونکی ډیکه کړ، خو ځان یې په شنه زور ور ورساوه

د هندوستان پریمیر لیک سیالیو پر مهال د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او د چینائي سوپر کینګز اوسني لوبډلمشر سره د هغه یوه مینوال ډېره مینه ښکاره کړه او د هغه پښې یې ونېولې.

مهندرا سنګهـ ډهوني د ښې لوبډلمشرۍ او ښې لوبې له امله د ډېرو خلکو په زړونو کې ځای لري او دا یې د خوښې لوبډلمشر هم دی.

دا چې د هندوستان کرکټ لوبډلې د ډهوني د کپټانسۍ پر مهال زیاتې لاسته راوړنې لرلې، نو همدا لامل دی چې هندوستانیان ورته زیاته احترام هم لري.

د مهندرا سنګهـ ډهوني د لوبډلمشر پر مهال هندوستان لوبډله په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې نړیوال جام وګاټه او په ۲۰۱۵ کې یې بیا خپله لوبډله تر سیمې فاینله ورسوله.

همدارنګه ډهوني وو چې د خپلې د لوبډلمشرۍ پر مهال یې د خپل سر سخت حریف پاکستان څخه زیاتې سیالۍ وګټلې.

د دغه لوبډلمشر ارامه کپټنسي او خاموش شخصیت نور هم په خلکو تاثیر کړی او د دې لامل شوي چې د خپلو مینوالو شمیر زیات کړي، دی د ښې لوبډلمشرۍ له امله هم مشهور دی او په کرکټ کې یې هلیکوپټر شاټ نوښت وه.

کله چې دغه ویکټ کیپر لوبغاړی د توپ وهني لپاره ولاړ وي، نو زیات مینوال یې ترې د هلیکوپټر شاته د وهلو غوښتنه کوي.

نو همدا لامل دی چې هندوستانیان له نوموړي سره زیاته مینه لري.

ویډیو*

وړمه ورځ کله چې د راجستان او چینائ سوپر کینګز سیالي روانه وه نو یوه مینوال په ډېرې سختۍ ځان ته ډهونې رسولی وو او د هغه پښي یې نېولې وې.

هندۍ رسنۍ وایي، د راجستان سره د سیالۍ پرمهال کله چې سریش راینا وسوځېده او ډهوني د توپ وهنې لپاره د راتګ پر مهال وو. نو یوه ننداره چي امنیتي مسؤل ته ډېکه ورکړه او په منډه د ډهوني طرف ته ولاړ او د هغه پښو ته پرېوته.

خو ډهوني نه یوازې دا چې هغه یې راپورته کړ، بلکي خبرې یې هم ورسره وکړې.

دا لومړی ځل نه دی چې د ایم اس ډهوني مینوال په میدان کې د هغه سره دومره مینه ښکاره کوي بلکې تر دې وړاندې یې هم په تېر ډسمبر کې د سرلانکا خلاف په دویېمه یو ورځنۍ سیالۍ کې او یو ځل تېر کال جنوري کې د چمپین ټرافۍ پر مهال هم ډهوني ته ورغلي ول او د هغه پښو ته پرېوتي ول.

داسې هم نه دي شوي چې یوازې دې د ډهوني مینوالو د خپل مینې اظهار کړی وي، بلکي نورو کرکټرانو مینواول هم داسې کړي چې مثال کې د بنګله دیش د لوبډلمشر هغه مینوال یادولی شو چې د لوبي پر مهال یې په ډېره هڅه ځان تر مشرفي مرتضا رسولی و او هغه ته ورترغاړېوتې و چې بیا امنیتې مؤظفینو غوښتل هغه له میدانه عاجل په زور وباسي خو مشرفي مرتضا یې مخه ونیوله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی