بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند روغه سټه

د ډار او ویرې د له منځه وړلو لپاره درې ګامه پورته کړئ

ليکنه: محمد عزيز پردېس

وېره څه ده؟ وېره همدا ده چې خلک تشويش لري چې وخت، پيسې، باور، ګټه او يا نور څه له لاسه ورنه کړي.

ډار او وېره يوه جدي ستونزه ده چې ډېری انسانان يې لري او تقريبا يو عادت دی.

يا هم په بل عبارت، د يو شي په اړه د بشپړو مالوماتو نه درلودلو ته ډار وايي ( په دې اړه مو خپل مالومات بشپړ کړئ ).

ارواپوهان وايي: د وېرې انګېزه د هيلې له انګېزې دوه نيم برابره ‌ډېره ده.

ټول هيله لرو چې په خپلو ورځنيو چارو کې بريالي واوسو، ټول هيله لرو چې کورنۍ، ملګري او همکاران مو له مونږ څخه خوښ واوسي.

کله ناکله يوه وړه تېروتنه يا هم يو عادي دورغ کولی شي، يوه لويه ستونزه رامنځ ته کړي، چې په حقيقت کې همدا ستونزې د وېرې او ډار د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

وېره اصلا داسې څه نه ده چې مونږ يې په اړه دومره وزورېږو، وېره يوازې يو منفي ويي يا لغت دی؛ چې مونږ يې په اړه مغشوش کېږو.

فرضا، په کورني چاپېريال يا هم په دفتري ماحول کې له تاسو يوه تېروتنه کېږي؛ کړنه که هر ډول وي، خو ترسره شوي به وي؛ نو وېره ده څه لپاره؟

هغه اخري پايله يې په خپل ذهن کې له ځان سره مجسمه کړئ، ښايي ترټولو بده پايله هم يې همدا وي، چې له دندې څخه اخراج شئ يا هم نور…

د وېرې پر مهال خپل ځان ته جرئت ورکړئ او په ډاډه زړه سړه دا ګامونه پورته کړئ:

اندېښنې مو وليکئ
هغه ټول موارد چې تاسو يې په اړه اندېښنه لرئ او ترې ډارېږئ، کاغذ راوخلئ او په بشپړ اطمينان سره يې وليکئ.

که وېره لرئ چې په خپلو درسونو کې سم روان نه ياست يا هم وېره لرئ چې راتلونکی به مو څنګه شي او يا هم له دې امله زورېږئ چې کارونه مو سم پر مخ نه ځي؛ نو د حل لاره يې اسانه ده. کله مو چې قلم او کاغذ راواخېست، يو ارامه فضا ځان ته وټاکئ او په ډاډه زړه سره خپل ټول موجوده ستونزې، نيمګړتياوې، بد عادتونه او منفي کړنې مو وليکئ، کله مو چې دا برخه تکميله کړه؛ بيا ځلې يې ښه په غور سره مرور کړئ ترڅو ښه مطمئن شئ.

وروسته له هغې مو خپل امکانات، فرصتونه او هغه وړتياوې يا هغه څه چې تاسو په واک کې لرئ، وليکئ. دلته هم پورتنۍ کړنه تکرار کړئ او ټول موارد د ښه اطمئنان لپاره بيا ځلې مرور کړئ.

مشوره وکړئ
کله مو چې دا دواړه برخې بشپړې کړې، نو دويم ګام پورته کړئ؛ دويم ګام د مشورې دی. د دې دوو برخو د بشپړولو څخه وروسته، تاسو يو تکړه، پوه او هوښيار لارښود ته اړتيا لرئ، ممکنه ده دا لارښود مو پلار، ښوونکی، ارواه پوه او يا هم کوم نږدې او هوښيار ملګری وي.

څنګ ته يې ورشئ او خپلې هغه ستونزې چې تاسو يې په اړه وېره لرئ، سره د هغو فرصتونو چې ستاسو په واک کې دي؛ ورسره شريک يې کړئ او مشوره ترې وغواړئ. دلته اړينه ده چې شرم، بې جرئتي او زړه نازړه توب ته په بشپړ ډول نه ووايئ. کوښښ وکړئ، چې ځان باجرئته کړئ، پرته له شکه، چې بې جرئتي د ډار او وېرې اصلي لامل دی.

لارښود به وروسته له دې چې ستاسو ټولې ستونزې او فرصتونه مطالعه کړي، نو هغه به د خپلې پوهې او تجربې څخه په استفادې؛ تاسو ته خپله لارښوونه وکړي.

رښتيا دا مو بايد هېره نشي، چې تاسو بايد په لارښود او لارښود بايد په تاسو باور ولرئ، ځکه که د اعتماد فضا شتون ونه لري؛ نو ستاسو ناسته به بې پايلې وي.

بدلون رامنځ ته کړئ
د لارښود د مشورې څخه وروسته، يو ځل بيا هم د خپلو ستونزو او فرصتونو په اړه فکر، غور او مطالعه وکړئ؛ ترڅو په بشپړ ډل ډاډه شئ. کله مو چې دا دوه مرحلې په برياليتوب سره تېرې کړې، نو د درېیم ګام پورته کولو ته ځان چمتو کړئ.

بدلون دا دی چې، که تاسو په کاري چاپېرپيال کې بريالي نه ياست؛ لاملونه يې په ګوته کړئ او خپل مدير، کورنۍ او همکارانو سره پرې وغږېږئ. که نور مو په هغه برخه کې پرمختګ نشو کولی، نو کار ته مو دوام مه ورکوئ. خپله انرژي مو په هغه کار مصرف کړئ، چې پرمختګ پکې کولی شئ. يا که په خپلو درسي چارو کې ښه پرمختګ نشئ کولی، لاملونه يې په ګوته وکړئ او وروسته له مشورې، فکر او غور څخه بدلون رامنځ ته کړې. مطلب دا چې د تشويش پرځای عملا لاس پکار شئ او تشويش ته د پای ټکی کېږدئ.

په دې باور ولرئ، چې هېڅ انسان بې ستونزې نه دی؛ تاسو د هرې ستونزې مسول نه ياست او هڅه وکړئ چې تر خپل وسه ژمن پاتې شئ. هماغه یو مشهوره وينا ده چې وايي: (چې غل نه وې، نو له پاچا هم مه ډارېږه).

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی