سیاست ګټه وټه له نړۍ

د چين او امريکا تر منځ سوداګريز کړکېچ او پر نړۍ یې اغیز

لیکنه: ياران

ليکنه: محمد حامد اکبري

سوداګريزه جګړه يانې د دوه يا څو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو ترينګلتيا، دا چې د هېوادونو ترمنځ سوداګري په عمومي ډول پر صادراتو او وارداتو راڅرخي؛ نو کله چې يو هېواد د بل هېواد پر توکو محصول يا تعرفې زياتوي، مقابل هېواد هم ورته اقدام کوي هغه څه چې موږ ورته سوداګريز کړکېچ يا سوداګريزه جګړه وايو.

که يو هېواد د بل هېواد پر صادراتي توکو تعرفې ولګوي دا کار د دې سبب کيږي چې د اړوند هېواد صادراتي توکي په نړيوال بازار کې له زيان سره مخ شي دا ځکه چې په بيو کې يې لوړوالی راځي هغه مهال چې د تعرفو د زياتوالي له کبله د توکو بيې لوړې شي نو له نورو توکو سره سيالي نه شي کولی او خلک هم هڅه کوي د هغې پر ځای نور توکي رانيسي، او يا هم د هغوی له رانيولو څخه ډډه وکړي په دې ډول د يو هېواد اقتصاد ته زيان رسيږي او د اړوند هېواد مالي او توليدي شرکتونه له زيان سره مخ کيږي. کله چې يو هېواد وغواړي په کورنيو بازارونو کې د بهرنيو توکو ونډه را کمه کړي او د هغې پر ځای خپل کورني توليدات پياوړي کړي، نو د مقابل هېواد پر توکو تعرفې لوړوي. ډېر وخت د پياوړي اقتصاد لرونکي هېوادونه يو بل ته د سوداګريزې جګړې سينه ډبوي؛ خو دا بايد هېره نه کړو چې همدا سوداګريزه جګړه د سيمې او نړۍ اقتصاد هم زيانمنوي په ځانګړي ډول مخ پر ودې هېوادونه له اقتصادي ګواښ سره مخ کوي.

فرض کړئ که چين د اېپل په څېر پر امريکايي کمپنيو تعرفه ولګوي، نو دا کمپنيانې اړ کيږي چې د تعرفو له زيان څخه د وتلو لپاره د خپلو توکو بيې لوړې کړي، دا چې د دوی توکي په نړيوال بازار کې پلورل کيږي، نو بيې يې هم ورسره لوړيږي او د نورو هېوادونو پر اقتصاد اغېزې لري. له بلې خوا د امريکا له لوري د چين پر پولادو او المونيمو ماليه وضع کول د دې سبب کيږي چې اړوندې کمپنۍ د خپلو مصنوعاتو بيې لوړې کړي.

د چين او امريکا تر منځ د سوداګريزې جګړې خبرې هغه مهال تودې شوې کله چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ وکړ چې د ۱۰۰ مېليارده ډالرو په ارزښت د چين په سلګونو توکو به محصول يا تعرفه ولګوي، د امريکا د دې ګواښ پر وړاندې د چين حکومت غبرګون وښود او ټينګار يې وکړ چې د امريکا د سوداګريزې جګړې ځواب به ورکړي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې ډونالډ ټرمپ وويل چې د امريکا د سوداګرۍ استازو ته يې امر کړی تر څو د چين د سلګونو توکو پر وړاندې د ګمرګي تعرفې پر زياتوالي غور وکړي.

د امريکا د ولسمشر له لوري پر چينايي واردېدونکو توکو هغه مهال د تعرفو د لګولو امر ورکړل شو؛ کله چې چين د امريکا د ځينو توکو فهرست خپور کړ او د ۵۰ مېليارده ډالرو په ارزښت تعرفه يې ورباندې ولګوله، چې پر وړاندې يې امريکا هم د ۵۰ مېليارده ډالرو په ارزښت تعرفې لګولو وړانديز وکړ. د امريکا له لوري د تعرفو لګولو د وړانديز سربېره ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې امريکا له چين سره په سوداګريزه جګړه کې نه ده ښکېله.

ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي؛

« موږ له چين سره په سوداګريزه جګړه کې نه يو ښکېل. دا جګړه څو کاله وړاندې د هغه احمقو او بې پروا کسانو له لوري بايلل شوې چې د امريکا د خلکو استازيتوب يې کاوه. دا مهال موږ په کلني ډول ۵۰۰ مېليارده ډالري سوداګريز کسر لرو او هر کال د ۳۰۰ مېليارده ډالر په ارزښت د امريکا معنوي مالکيت غلا کيږي. موږ نه پريږدو چې دا حالت دوام وکړي».

په همدې حال کې سپينې ماڼۍ خبرداری ورکړی چې د چين پر وړاندې ګمرکي تعرفې يا محصول لګول کيږي، د دې لامل دا دی چې چين نړيوالو سوداګريزو بازارونو ته کوږوالی ورکوي او د نامناسبې سوداګرۍ له لارې امريکا د متحده ايالتونو شرکتونه زيانمنوي.

د سپينې ماڼۍ په خبره د چين پاليسي او موخه دا ده چې تر ۲۰۲۵ زېږديز کال پورې د نړيوالې سوداګرۍ په ډګر کې د بهرنيو بازارونو سهم تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د امريکا د متحده ايالتونو د اقداماتو پر وړاندې د چين د سوداګرۍ وزارت وويل:

«که واشنګټن د هغه څه پر وړاندې چې بېجېنګ يې د کورنيو توليداتو ملاتړ يا Protectionism بولي خنډ جوړ کړي، چين به يې پر وړاندې په هره بيه چې وي په جديت سره مبارزه وکړي.»

لنډه موده کيږي چې د امريکا او چين په يو ډول په سوداګريزه جګړه کې ښکېل دي. هغه مهال چې امريکا د چين پر پولادو او المونيمو ګمرکي تعرفه وضع کړه، چين هم د امريکا په ۱۲۸ قلمه توکو ۲۵ سلنه تعرفې ولګولې چې د هغوی له ډلې د ميوې، خوګ غوښې، المونيم، پولادو او ځينې الکولي څښاک توکو يادونه کولی شو، په همدې ورځ متحده ايالتونو د چين پر ۱۰۰ قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه وضع کړه چې فضايي، روغتيايي او تکنالوژيکي توکي په کې شامل دي.

د هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر وړاندې د تعرفو لګول هغه څه دي چې ډېری اقتصاد پوهان ورسره مخالف دي؛ دا ځکه چې دا کار نه يوازې د سيمې او نړۍ اقتصاد ګواښي له بل لوري د هېوادونو تر منځ سياسي اړيکې هم زيانمنوي. دوی د سيمې او نړۍ د اقتصادي پرمختګ لپاره د خپلواکې سوداګرۍ غوښتنه کوي.

.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران