ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

د چارلي چاپلېن ژوند او اند

اوډون او ژباړه: محمد عزيز پردېس

چارلس چاپلين، بريالۍ كوميډي څېره د شلمې پيړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلين په امريكا كې له سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته كډه وكړي.

د برتانيې مشهور او ممتاز فلمي هنرمند چارلس چاپلين د ١٨٨٩ كال د اپريل په ١٦ نيټه په لندن كې وزيږيد، پلار او مور يې سندرغاړي وو، د پنځه كلنۍ په وخت كې چاپلين د خپلې مور پر ځاي په يو نمايش كې سندرې وويلې او د ننداره چيانو ستاينه يې ترلاسه كړه، ترهغې وروسته چاپلين په هنري صحنه كې په خپل هنري ژوند پيل وكړ. كله چې هغه د كارنون په ننداريز هنري پلاوي كې گډون وكړ د گونگ مرغه په نامه ډرامه كې يې اصلي رول ولوباوه او بری يې وموند.

تر ١٩٠٠ كال وروسته چاپلين په امريكا كې پرخپلو ګرځنده هنري نندارو پيل وكړ او ستر برياليتوبونه يې ترلاسه كړل . په ١٩١٤ كال كې هغه په امريكا كې د لومړي ځل لپاره په فلم كې رول ولوباوه او ورپسې يې په همدې كال کې په ٣٥ فلمونو كې رول ترسره كړ. تر ١٩١٤ كال وروسته چاپلین په فلمي پرده كې خپل ځانګړى صورت خلكو ته وښود، چاپلېن د ١٩١٤ كال نه تر ١٩٦٧ كاله پورې نږدې په ٩٠ فلمونو كې رول لوبولی دی٠ په فلمونو كې د چاپلېن له خوا لوبول شوى رول اساسا د عادي او معمولي خلكو صورت و، د دغو عادي كسانو ژوند تل له ستونزو سره مخامخ كېده، خو دوى دغو ستونزو ته خپل سرونه نه وو ټيټ كړي او په ډیر جرئت سره يې له راز راز ستونزو سره مقابله كوله، هغه په فلمونو كې د كاپيټاليسټي ټولنې د بدو او ناوړو پديدو په مقابل كې تېز طنز او مسخره ترسره كړه.

چاپلېن د كوميډۍ يو ستر هنرمند و، هغه په خپلو فلمونو كې د طنز او مسخرې په واسطه د فلم نندارچيانو ته كيسې ويلې، چاپلېن په فلمونو كې نه يوازې د كاپيټاليسټي ټولنې د ناوړواو بدو پديدو په هكله له تېز طنزه كار واخېست، بلكې له انسانانو سره يې خپله مينه هم څرگنده كړه. د بېلگې په ډول؛ په مدرن ټايمز، لوى ديكتاتور او نورو فلمونو كې يې د خلكو په اړه خپله توده پاملرنه او احساسات وښودل.

چاپلېن د كوميډۍ لوى استاد او ستر فلمي هنرمند و، هغه خپل ټول عمر فلمي هنر ته وقف كړی و، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او سيمو كې خلك د ده له فلمونو سره مينه لري، چاپلين په ١٩٧٦ كال كې د چين د شانگهاي ښار ته سفر كړی و او د چين د بيجنگ اوپرا د مشهورو هنرمندانو د په زړه پورې او خوندورو تمثيلونو ننداره يې وكړه.

د شلمې پېړۍ په پنځمه لسيزه كې چاپلېن په امريكا كې له زياتو سياسي بريدونو سره مخامخ شو، هغه اړ شو چې له خپلې كورنۍ سره يو ځای له امريكانه سويس ته هجرت وكړي. چاپلېن په خپل ژوندانه كې څلور ځله واده وكړ او له څلورمې ښځې سره يې د ژوند په اوږديدو سره اته ماشومان پيداشول. د ١٩٧٧ كال د ډسمبر په پنځه ويشتمه نېټه د نړۍ ډېر مشهور، ممتاز كوميډين او فلمي هنر مند چارليس سپنسير چاپلېن د ٨٨ كالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. چارلېس چاپلېن ومړ، خو څېره يې اوس هم د خلكو په ذهنونو كې ژوندۍ ده او دغه ژونديتوب به تر پېړيو پېړيو دوام ومومي.

او دا هم د چارلي چاپلېن له نظره د ژوند په اړه لنډې ويناوې:

ژوند، يانې څه؟

✓ په ريښتينې ډول مينه کول

✓ دومره وخاندې چې زړه دې درد وکړي

✓ کله چې د مسافرت څخه راستون شې نو وګورې چې زيات شمېر ليکونه درته راغلي وي

✓ يوې ښکلې سيمې ته د مسافرۍ لپاره ولاړ شې

✓ د خپلې خوښې سندره د راډيو څخه واورې

✓ د خوب خونې ته ورشې او د باران ورېدو ته غوږ شې

✓ کله چې د حمام څخه فارغ او ګرمې خونې ته دې راشې

✓ کله چې د آزموينې لړۍ وروستۍ ورځ وي

✓ هغه پتلون/ کميس څخه دې چې ډېر وخت ګټه نه وي اخيستې، په جېبونو کې يې پيسې پيدا کړې

✓ د هېندارې پر وړاندې ودرېږېږې، د خپل مخ شکلونه وکاږې او ورته وخاندې

✓ د نيمې شپې ټيليفون درته راشي او په ساعتونو وغږېږې

✓ پرته له کوم دليله وخاندې

✓ ناڅاپه واورې چې يو څوک ستاسو ستاينه کوي

✓ له خوب څخه پاڅېږې او متوجه شې چې څو ساعته نور وخت هم د خوب لپاره لرې

✓ د هغې سندرې اورېدل چې يو ځانګړی څوک دريادوي

✓ د يو لوړ ځای څخه د لمر لوېدنې شېبې ننداره کړې

✓ نوي ملګري پيدا کړې

✓ د خوښۍ شېبې ملګرو سره تېرې کړې

✓ هغه کسانو سره چې مينه لرې، خوشحاله يې وګورې

✓ وروسته له مودو خپل يو پخوانی ملګری په داسې حال کې وګورې چې هېڅ فرق يې نه وي کړی

✓ ماذيګر مهال د سمندر غاړې ته قدم ووهې

✓ داسې يو څوک ولرې چې واقعا مينه درسره لري

✓ دا د ژوند غوره شېبې دي، په قدر يې پوه شئ، ژوند يوه ډالۍ ده چې بايد ترې خوند واخلئ

✓ که ژوند تاسو ته د ژړا لپاره سل دليله وړاندې کوي نو تاسو ورته د خندا لپاره زر دليله وړاندې کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی