رسنۍ کلتور او هنر

د څو بغدادۍ ښځو له وژل کیدو وروسته، عراقۍ ماډله شیما قاسم هم وايي په مرګ ګواښل شوې

د عراق په مرکز بغداد کې ماډلې شیما قاسم ته وروسته له هغې د مرګ اخطارونه ورکول کیږي چې څو ورځې وړاندې دغلته یوه بله ماډله په ډزو ووژل شوه.

شېما قاسم عراقۍ ماډله ده چې وایې، ځینې خلک یې په مرګ ګواښي او په وینا یې ژوند یې په خطر کې دی.

شیما قاسم د عراق پخوانۍ د ښکلا ملکه ده او ددې د اخطارونو په تړاوو یې په انسټاګرام یوه ژوندۍ ویډیو کې ویلي، چې پيغام یې تر لاسه کړی چې پکې ورته ویل شوي( له ماډلې فارس نه وروسته ستا نوبت دی. )

شیما قاسم وايي له تاره فارس له وژل کیدو وروسته ورته پیغامونه استول کیږي او ورته وايي چې دا ځل ستا نوبت دی

د تېرې جمعې په شپه د عراق په بغداد کې د تاره فارس په نامه مشهوره ماډله د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شوه، تاره فارس په انسټاګرام کې د ۲۸ لکونو څخه زیات مینه وال لرل.)

۲۲ کلنه تاره فارس دوه موټر سایکل سپرو وسلوالو د جمعې په شپه په بغداد کې په ډزو سره ووژله، هغه د تېرو دریو کالو راهیسې د عراق د نیمه خپلواک کردستان په اربیل ښار کې اوسیده او ډاډه وه چې یې هلته ژوند په خطر کې نه و، خو کله کله به یې بغداد ته پېښه کوله.

د تاره فارس د مرګ خبر د بشري حقونو د یوې کارمندې سعود العلي چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله وه د مرګ څخه دوه ورځې وروسته خپور شو، سعود العلي د عراق په بصره ښارکې په یوه مشهور ځای کې په مرمیو ویشتل شوې وه.

تر دې وړاندې په اګسټ میاشت کې د بغداد ښار په یوه بله څنډه کې د سینګارتون دوه مالکانې راشع الحسن او رفیع الیسری په کور کې په ډېر مرموز ډول سره وژل شوې وې، چې د دوې دواړو په تړاوو ویل کېدل چې د تاره فارس سره یې نژدې اړیکې لرلې.

تر اوسه د دې خبرې تائيد نه دی شوی چې ایا رښتیا هم د بغدادۍ ښځو دغه وژنې له یو بل سره تړلې او کنه خو د عراق لومړي وزیرحیدرالعبادي ویلي دا د هر څه د یو پلان له مخې کیږي، چې په تړاوو د څېړنو امر کړی.

شېما قاسمي د انسټاګرام فعاله ده چې په اوس مهال په انسټاګرام کې ۲۷ لکونو څخه زیات فالورز لري، هغه په یوه ژوندۍ خپریدونکي ویډیو کې ویلي، اخطارونه ورکول کیږي چې راتلونکی هدف یې دا ده.

دې ویلي چې اخطار ورکوونکو ورته په پيغام کې لیکلي، هغه ښځې چې په عراق کې یې خپل نومونه مخکښ کړي او پيژندل شوي وژل کیږي به .

شېما قاسم په انسټاګرام کې د تنګ کالیو په اغوستلو، د ویښتانو په زړه وړونکي سټایلونو، د میک اپ په فیشن او د ټاټوګانو سره په تصویرونو ایستلو مشهوره ده.

د معلوماتو له مخې تاره فارس ته هم په ټولنیزه میډیا کې له همدې کبله اخطارونه ورکول کېدل.

د عراق صدراعظم حیدر عبادي د تاره فارس په شمول په بغداد کې پرلپسې د څو ښځینه فعالانو وژل کیدل یو پلان شوې دسیسه بللې ده

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات