خواړه روغه سټه

د ځمکني توت ګټې؛ ډنګر خلک چاغوي او د نري رنځ ناروغي له منځه وړي

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

د ځمکې توت په ځنګلونو کې په وحشي ډول پیدا کیده، خو په څوارلسمه پېړۍ کې فرانسويانو هڅه وکړه چې په خپله د ځمکنيو توتانو کښت پيل کړي. له هماغې نېټې را پدېخوا دغه مېوه اهلي شوې.

ځمکنی توت د ویټامینونو شتمنه میوه ده. دا خوندوره او د ښکلي رنک میوه د ډیر نورو ګټورو موادو تر څنګه، په خپل ترکیب کې په ډیره اندازه د آنټي اکسیدان لري.

د ځمکني توت له ګټو دلته ځان خبر کړئ:


۱- ځمکنی توت د زړه په ناروغۍ د اخته کېدو، د مغزي سکتې، سرطان او د وینې فشار په مخنیوي کې فوق العاده مهمه ونډه لري. د دې تر څنګ د شکرې ناروغۍ په راکمولو کې هم رول لري.

۲- ځمکنی توت په بدن کې د کولیسټرول کچه راټیټوي.

۳- ځمکنی توت د سرطان ضد خواص لري، هغه څوک چې یاده ناروغۍ لري، هڅه دې وکړي چې دا میوه ډیره وخوري.

۴- ځمکنی توت د A ، B ، C ويټامينونو لرونکی دی چې د بیلابیلو ناروغیو ښه درمل دی.‌

۵- ځمکنی توت د امیندوارو میرمنو لپاره ډیره ګټوره میوه ده.

۶- هغه کسان چې د نري رنځ ناروغۍ لري یا کمزوري وي او یا هغه خلک چې کم خونه دي ورته په کار ده چې له ډوډۍ یو ساعت مخکې ځمکنی توت وخوري.

۷- د نس ناستي، د بدن آرامیدو، د ګردې تیږو او هغه کسان چې په ویروسي ناروغیو اخته دي د داکټرانو لخوا ورته د ځمکي توت د خوړلو سپارښتنه کیږي.

۸ – هغه كسان چې د ویني لوړ فشار لري هغوی دې د ځمکنې توت پاڼې جوس کړي بیا دې ترې استفاده وکړي، د به افشار یې کنترول شي.

۹- سره له دې چې ځمکنی توت د چاغو کسانو لپاره مضر نه دی، خو ډنګر یا لاغر خلک چاقوي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران