بریا او پرمختګ ګټه وټه

د ځان بډاینې اړینې او ګټورې عملي خبرې

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: جیمس هفولارین
ژباړه: غازي عابد

هر انسان دا احساس لري چې باید ژوند یې ښکلی وي. تل په هغو لارو چارو پسې وي چې په اساس یې ژوند ښکلی شي؛ دا بیله بدبختي ده چې ځیني د خپل ژوند ښکلا په نارواو لارو او مضرو فعالیتونو کې ګوري. راځئ چې دلته د ژوند د شتمنۍ (حد اقل بشپړ ژوند) په اړه درته څو لارښوونکي خبرې در واورو:

۱- څرنګه چې یې هماغسې خپل ځان قبول کړه او مبارزه وکړه.د نورو په تمه مه پاتې کیږه.

۲- د ټولنیزو مهارتونو په زده کولو تمرکز وکړه او په اړه یې ډیر لوستونکی شه. همداراز مهم نقاط یې له ځانه سره ولیکه.

۳- ښه لباس واغونده او ځان داسې عیار کړه چې خپله ځان ته هم ښایسته ښکاره شې.

۴- تر ډیره بهر اوسه. یعنې سفرونو او چارو د تنظیم په موخه وګرځه، خو هغه چې عبس نه وي.

۵- موسکي اوسئ او هڅه وکړئ له هغو خلکو سره چې ګډوډ او بې پلانه وي یوازې سلام کلام وکړئ. بې ځایه ورسره مه ګرځئ.

۶- له هغو خلکو سره محاوره او خبرې اترې وکړئ چې مقابل کې مسکا درکړي. یعنې خوشحاله مو کړي.

۷- که چیرته له احترام او درناوي سره خوښیږئ؛ نو هڅه وکړئ ټول هغه څه چې کتابونو کې مو زده کړي، په درناوي سره یې عملي کړئ.

۸- په خپل چاپيریال کې تر ټولو غوره خلک وګورئ او بیا له هغوی سره ملګرتیا وپالئ.

۹- که ځیني خلک مو له ځانه شړي او ردوي؛ خو بیا هم هڅه وکړئ چې له نورو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ او پيژندګلوي ډیره کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد