ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې ژوند بڼه

د پوهې څرنګوالی په پوهېدو ارزي

تر هر څه د مخه، د اړتیا وړ تخصصي پوهې ډول او څرنګوالی روښانه کړئ. تر ډېره بریده ستاسې د ژوند تر ټولو مهم هدف چې تاسې یې له مخې حرکت کوئ، له تاسې سره ستاسې د اړتیا وړ پوهې په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

ددې ترڅنګ په دویم پړاو کې مهمه ده، چې په خپله کاري رشته کې اړین معلومات تر لاسه کړئ. هغه مراکز چې ترې دغه معلومات ترلاسه کولی شئ، تر ټولو مهم یې په لاندې ډول دي:

(الف) د شخص تجربه او تخصصي پوهه

(ب) د نورو تجربه او تخصصي پوهه

(ج) پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې

(د) عامه کتابتونونه (چې پکې د ټولو بشري علومو په اړه کتابونه موجود وي.)

‌(ی) د تخصصي زده کړې کورسونه (لکه شپې لېسه او د زده کړې نور مرکزونه)

د پوهې له ترلاسه کولو وروسته سم دلاسه هغه باید تنظیم شي او د مشخصو پلانونو په اډانه کې هدف ته د رسېدو لپاره ترې ګټه واخیستل شي. هغه پوهه چې ترې ګټه پورته نشي، هېڅ ارزښت نلري.

که غواړئ په پوهنتونونو او یا کالجونو کې درس ووایئ، مخکې له هغې پدې ځان پوه کړئ، چې دغه پوهه د څه لپاره ترلاسه کول غواړئ او موخه مو څه ده. وروسته بیا د موثقو او اعتبار وړ سرچینو په مرسته دا معلومه کړئ، چې چېرې پدې اړه زده کړې کولی شئ.

د ژوندانه به بېلابېلو ډګرونو کې بریالیو کسانو خپل مسلک، تجارت او خپل هر ډول مهم هدف ته د رسېدو په برخه کې د تخصصي پوهې د ترلاسه کولو په برخه کې له هېڅ راز هلو ځلو ډډه نده کړې. هغه کسان چې ندي بریالي شوي، د ښوونځي په پای ته رسولو سره د نورو زده کړو ترلاسه کولو پر انګېزې یې باور نه دی پیدا کړی. خو حقیقت دا دی، چې یو سړی په ډېرو کمو زده کړو سره هم کولی شي چې عملي پوهه ترلاسه کړي.

د ورځني ژوند اړتیا تخصص دی. د کلمبیا پوهنتون پخواني مدیر رابرټ پي. مور هم پر دې حقیقت ټینګار کړی دی.

د متخصصینو لټون

ډېر شرکتونه د داسې کسانو په لټه کې وي، چې په ځینو ډګرونو کې تخصص ولري. د حسابدارۍ او احصایې په برخه کې د تخصصي معلوماتو څخه برخمن، د اقتصاد او مدیریت پوهنځیو فارغان، د بېلابېلو څانګو انجنیران، خبریالان، مهندیسین، درمل جوړوونکي، او د لوړو پوسټونو لپاره برجسته مدیران هغه کسان دي، چې دغه شرکتونه یې د استخدام په لټه کې وي.

یو کس چې د پوهنتون په چاپیریال کې فعال وي او داسې یو شخصیت ولري، چې له هر ډول کسانو سره جوړ راځي او د درسونو تر څنګ په یوه بل کار کې هم وړتیا ولري، د هغه محصل په پرتله ډېر نورو ته منلی وي، چې په درسونو کې تر ټولو لایق وي. ډېر هغه کسان چې دغه ځانګړتیاوې یې درلودې، د هغو شپږو کسانو په شمول چې زه یې پېژنم، د بېلابېلو پوسټونو وړاندیزونه ورته شوي او لوړو پوړیو ته رسیدلي دي.

د امریکا د یوه ستر شرکت ريیس د ښاغلي مور د یوه لیک په استولو سره د پوهنتون هغو محصلینو ته په اشارې چې د فارغېدو په درشل کې و، وویل:« موږ د هغو کسانو استخدامولو ته لومړیتوب ورکوو، چې د مدیریت په کار کې د استثنایي پرمختګ زمینه برابره کړی شي. له همدې امله موږ له ټاکل شوي ښوونیز شالید ډېر د شخصیت د معیارونو لرونکو او هوښیارو کسانو پر استخدامولو ټینګار کوو.»

د کار کولو وړاندیز

ښاغلي مور شرایطو ته په کتو وړاندیز وکړ، چې محصلان دې د دوبي د رخصتیو پر مهال په دفترونو، پلورنځایونو او صنعتي ادارو کې کار وکړي. د ښاغلي مور په باور، هر محصل باید له دوه یا درې کلونو وروسته د خپلې راتلونکې لپاره قطعي مسلک انتخاب کړي او که تر دې مهاله له کوم مشخص پلان پرته په بېلابېلو غیر تخصصي رشتو کې پرمخ تللي وي، پر خپل کار کې دې بیا کتنه یا تجدید نظر وکړي او په نامناسبو رشتو کې له زده کړو ترلاسه کولو د لاس واخلي.

هغه پدې نظر و چې کالجونه او پوهنتونونه باید په ټولو حرفه یي او شغلي برخو کې د هغو متخصصینو د رامنځته کولو لپاره چې ورته اړتیا لیدل کېږي، د عملي کارونو زمینه برابره کړي. د هغه په وینا، د زده کړو موسسې باید د حرفه یي لارښوونو مستقیم مسوولیت پر غاړه واخلي.

هغه کسان چې تخصصي پوهه ترلاسه کول غواړي، تر ټولو اسانه لار یې په هغو شپې پوهنتونونو او ښوونځيو کې زده کړې کول دي، چې ډېری یې په لویو ښارونو کې وي. په امریکا او نورو ډېرو هېوادونو کې د ټولو مضامینو د کتبي ښوونو له لارې تخصصي زده کړو د پام وړ پراختیا موندلې او په ځانګړې توګه په هغو برخو کې چې د کتبي زده کړو زمینه برابره ده، د پام وړ فعالیتونه ترسترګو کېږي.

په کور دننه د زده کړو یو ښه والی دا دی چې یو سړی کولی شي هغه پروګرامونه چې انعطاف مني، تر مطالعې لاندې ونیسي. د زده کړې پر مهال د انعطاف موجودیت سړي ته دا امکان ورکوي چې په فارغ وخت کې خپله مطالعه وکړي. په کور دننه د زده کړو ستره ښیګڼه دا ده، چې د تخصصي زده کړو اړو کسانو ته په ډ‌ېره ټیټه بیه تمامیږي. په هر ځای کې چې اوسیږئ پروا نه کوي، تاسې یې ګټه له نورو سره هم شریکولی شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */