ټولنیز ژوند سیاست

د پولیسو دندې او مکلیفتونه؛ کوم وخت به پولیس له شخص سره همکاري کوي؟

لیکنه: حشمت الله رحمتي

دپوليسو دندې او مکلفيتونه

الف : دپوليسو دندې
دپوليسو قانون(۱۳۸۸) ۵ ماده وايي چي پوليس د لاندې دندو درلودونکې دي:
۱- دعامه نظم او امنيت تامين
۲- دټولنې او فرد دامنيت تامينول او دهغوۍ د قانونې حقوقو او ازاديو ساتنه
۳ – دجرمون د پيښيدو څخه د مخنيوې لپاره وقايوي تدبيرونه نيول
۴ – د جرمونه پر وخت کشفول او د قانون د حکمونو مطابق د مظنونينو او مرتکبينو نيول
۵ – اخلاقې انحرافاتو ټولنيزو مفاسدو او هغو اعمالو سره مبارزه کوم چې عامه هوساينه ګډوډوي.
۶ – ددولتي او خصوصي کورنيو او بهرنيو او نړيوالو موسسو او سازمانونو له ملکيت او شتمنيو څخه ساتنه.
۷ – د کوکنارو او بنګو د کښت، د مخدره موادو قاچاق توليد، ترافيکو او غير مجاز کارونو او د مسکراتو د توليد، ورادولو او استعمال پرخلاف مبارزه اومخنيوۍ
۸ – د سازمان شويو جرمونو په ساعت او بلواء پروړاندې مبارزه
۹ – د قانون د حکمونو سره سم او د امنيتي ارګانونو به مرسته د تروريزم او اقتصادي جرمونو سره مبارزه
۱۰ – د قانون د حکمونو مطابق د دولتي اداراتو د واک په حدودو کې د هغوی ددندو پر مخ بيولو کې همکاري
۱۱ – د قانون مطابق د ترافيکې چارو تنظيمول

له ځانه د دفاع لپاره د افغان پولیسو د ټرینینګ ویډیو؛

۱۲ – د نورو دولتي ارګانونو په مرسته له پيښو او ناڅاپي حالاتو سره د مبارزې لپاره لازم تدبيرونه او اقدامات تر سره کول
۱۳- د اشخاصو او د هغوی د مالونو د ژغورنې په منظور د ناڅاپي پيښو او طبعې افتونو د زيان موندونکو سره مرسته او همکارې
۱۴ – د سرحدونو څارنه او د ملي دفاع وزارت سره په همغږۍ د ملي حاکميت د مغابرو تحرکاتو د پيښيدو پر وخت کې وړ او ضروري اقدامات تر سره کول
۱۵ – د قانون د حکمونو مطابق په اضطراري حالاتو کې د عامه نظم او عامه امنيت د تامين په خاطر لازم اقدامات تر سره کول
۱۶ – وقايوي او مجادلوي پروګرامونو کې د عوامو د همکارۍ جلبول
۱۷- سرحدي ترافيکو څارنه او د هغوی کنټرول
۱۸ – د نړيوالو معاهدو او انټر پول يعنې د نړيوالو پوليسو د قواعدو په پام کې نيولو سره د بهرنيو هيوادونو د پوليسو سره همکاري او د اړيکو پرځاي کول
۱۹ – د ټول دولتي مسوولين او ارګانونه مکلف دي چې د پوليسو سره د قانوني مکلفيتونو په اړوند د امن او نظم او له جرمونو سره د مبارزې په برخه کې مرسته او همکاري وکړي .
۲۰ – د اورلګيدنې له پيښو څخه مخنيوی او داور وژنې لپاره لازم تدابیر نيول
۲۱ – د مظاهرو امنيت تامينول او د غير قانونې مظاهرو سره مقابله

ب: د پوليسو مکلفيتونه

۱ – د همکارۍ غوښتنه:
پوليس مکلف دي چې د اشخاصو د حقوقو د ملاتړ لپاره په لاندې مواردو کې همکاري وکړي:
» په هغه صورت کې چې شخص د پوليسو همکاري وغواړي او د پوليسو د نه مداخلې په صورت کې د متضرر شخص حق تلف احتمال موجود وي
» په هغه صورت کې چې شخص د خپلو حقوقو په ترلاسه کولو قادر نه وي
» د پوليسو سره مرسته د شخص حقوقو ته صدمه نه شي رسولی

۲- داسرارو ساتل:
پوليس مکلف دي هغه معلومات چې ددندې د سرته رسولو په ترڅ کې يا يې د اجراء په علت تر لاسه کړي وي او افشاء يې د اشخاصو حقوقو حيثيت ته او يا هم عامه ګټو ته زيان ورسوي ددغو معلوماتو افشاء کول له هغو مواردو پرته چې قانون یې حکم کړی وي جواز نلري. پوليس د دندې څخه د انفصال وروسته هم د نوموړو معلوماتو د افشاء کولو حق نلري، په ټولو پورتنيو حالاتو کې افشاء کوونکی د قانون د حکمونو مطابق تر عدلي تعقيب لاندې نيول کيږي.

۳ – دواک څخه دناوړه استفادي منع:
» پوليس نه شي کولاي چې د دندې د اجرا پر وخت په نورو دندو کې چې ددندې خنډ وګرځي پکار لاس پوري کړي.
» پوليس نه شي کولاي چې له وظيفوي واک څخه شخصي استفاده وکړي.
» پوليس نه شي کولاي چي د وسايلو او وسايطو او تجهيزاتو د رسمي دندو څخه وروسته ناوړه ګټه واخلي.

۴- دماشومانو پرخلاف دوسلې نه استعمال:
پوليس نه شي کولاي چې ناريه وسله او چاوديدونکې مواد د ماشومانو پر خلاف استعمال کړي.

۵ – دګرځيدو راګرځيدو منع:
پوليس مکلف دي چې د اړوند ولايت او کورنيو چارو وزارت په موافقه په هغو حالاتو کې چې عامه نظم د خطر سره مخامخ کوي، د ۴۸ ساعتونو د مودي لپاره په ټاکلې سيمه قويدات وضع کړي.

۶- د نظم او ډيسيپلين رعايت:
پوليس مکلف دي چي په ټولووحتون کې کي نظم او ډيسيپلين رعايت کړي.

۷ – دپوهي او مسلکي مهارتونو دسطحې لوړول:
پوليس مکلف دي چې خپله د پوهي او مسلک سطحه لوړه کړي او په خپلو مسلکونو کې ډيرزيات وارد شي او داسې نور مکلفيتونه هم لري.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حشمت الله رحمتي